د چین په منځګړتوب په دې خبرو اترو کې پاکستان یو پنځه ټکی چوکاټ وړاندې کړی، چې اوربند، د افغان طالبانو له خوا د ترهګرۍ ضد اقداماتو تضمین، په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو له منځه وړل او د خوندي سوداګریزو لارو د برابرولو اقداماتپکې شامل دي.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې ښايي خبرې نهمې ورځې ته وغځیږي او دوه اړخیزو کتبي تضمینونو ورکولو ته لاره اواره شي.
په کابل کې د سرچینو په وینا، طالبانو په دغو خبرو اترو کې له پاکستان نه د دې ډلې د مخالفانو او داعش وسله والې ډلې د فعالیتونو مخنیوي په تړاو کتبي تضمینونه غوښتي او دغه راز یې ټینګار کړی، چې د تورخم او نورو سوداګریزو لارو د بیا نه تړل کېدو لیکلی تضمین ورکړل شي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دواړو خواوو په اصولو کې دا منلي، چې معلومات به رسنیو ته نه ورکول کېږي او پټ به ساتل کیږي.
همدارنګه ویل کیږي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د منظمو او بنسټیزو خبرو اترو میکانیزم د جوړېدو پلان هم شته، خو پر دې میکانیزم تراوسه هوکړه نه ده شوې.
د پاکستان اېکسپرېس ټربیون رسنۍ ددغه هېواد د سرچینو له قوله ویلي، چې د پاکستان پنځه غوښتنې د اسلام اباد د خبرو اترو بنسټ جوړوي او د امنیتي اندېښنو له امله یې دریځ سخت شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او طالبانو دواړو تر اوسه یوازې د خبرو اترو د پیل تصدیق کړی، خو د اجنډا یا پرمختګ په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
د اورمچي غونډې لپاره دواړو خواوو د تخنیکي کچې پلاوي استولي دي.
د طالبانو پلاوی د امیر خان متقي د دفتر مشر محب الله واسع رهبري کوي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع او استخباراتو وزارتونو استازي پکې شامل دي.
د پاکستاني پلاوي مشري ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید علي اسد ګیلاني کوي او د دفاع او استخباراتو ادارو استازي هم پکې شامل دي.
دغه خبرې اترې داسې مهال کیږي، چې پاکستان د کابل د روږدو د درملنې پر مرکز له برید وروسته پر افغانستان هوايي بریدونه درولي، خو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمنځ وخته ناوخته نښتې کیږي.