هدایتالله کامهوال د هنډبال اسیايي فدراسیون د کمېسیون غړی وټاکل شو

د افغانستان د هنډبال د ملي فدراسیون مشر هدایت الله کاموال د هنډبال اسیايي فدراسیون د کمېسیون د غړي په توګه وټاکل شو.

د افغانستان د هنډبال د ملي فدراسیون مشر هدایت الله کاموال د هنډبال اسیايي فدراسیون د کمېسیون د غړي په توګه وټاکل شو.
کامهوال رسنیو ته ویلي چې تازه یې دا رسمي موقف د افغانستان د استازیتوب په توګه د اسیايي فدراسیون له خوا ترلاسه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هنډبال ملي ټیم په راتلونکو اوونیو کې د بهرنیو سیالیو په ترڅ کې په بنګلهدیش کې په لوبو کې برخه اخلي.
د افغان هنډبال د فدراسیون مسؤلین وایي چې د کمېسیون په نوې غړیتوب سره به د افغانستان هنډبال په سیمهییزو او نړیوالو سیالیو کې لا پیاوړی شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، چې په افغانستان کې پراخ بارانونه دوام لري او ښايي مرکزي، ختیځ او سوېل ختیځې سیمې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې له سختو ورښتونو سره مخ شي.
دغه ادارې د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې که څه هم بارانونه د کرنیزو حاصلاتو لپاره ګټور دي، خو شدید ورښتونه کولی شي په ښاري او کلیوالي سیمو کې د سېلابونو ګواښزیات کړي او کروندې، زیربناوې او د خلکو د ژوند سرچینې زیانمنې کړي.
د ایف ای او په وینا، له معمول څخه ټیټې تودوخې او په لوړو سیمو کې د صفر درجې څخه ښکته وضعیت د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ لپاره ستونزې زیاتوي. همدارنګه، د هېواد په ځینو شمال ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د حاصلاتو د کنګل کېدو خطر هم شته.
بل لور ته، د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې هم ویلي چې په ۳۲ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو احتمال شته. د دې وړاندوینې له مخې، د سېشنبې په ورځ (د وري ۱۸) به د فراه او نیمروز پرته په نورو ټولو ولایتونو کې باران وشي.
یادې ادارې د ۵۰تر ۸۵کیلومتره په ساعت چټکو بادونو، په سړو او غرنیو سیمو کې د واورې ورېدو او د ۱۰تر ۶۵میلیمتره پورې د ورښت اټکل هم کړی دی.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې په دې موده کې ۹۹کسان مړه او ۱۵۴نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، ۹۵۵کورونه په بشپړه توګه او نږدې څلور زره نور په نسبي ډول ویجاړ شوي او سېلابونو سلګونه کیلومتره سړکونه او کرنیزې ځمکې هم له منځه وړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د نورستان په برګمټال او کامدیش ولسوالیو کې شاوخو ۱۰۰زره کسان بشري مرستو ته لاسرسی نه لري.
اوچا د دوشنبې په ورځ، د وري ۱۷مه ویلي چې که څه هم دغو ولسوالیو ته د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ له لارې تګ راتګ ممکن دی، خو دا لاره هم د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه د ډزو له امله د ملکي وګړو او مرستندویو بنسټونو پرمخ تړلې ده.
تر دې وړاندې، نورستان کې د طالبانو د والي ویاند هم په دې لاره ډزې تایید کړې وې. اوچا خبرداری ورکړی چې د نورستان پر لارو د بندیز له امله، د دغو ولسوالیو اوسېدونکي نه شي کولای بازارونو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري او د خوراکي توکو او طبي وسایلو له سخت کمښت سره مخ دي.
تر دې مخکې، د کامدېش او برګمټال ولسوالیو یو شمېر قومي مشرانو او اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله د نورستان له مرکز سره د هغوی اړیکه پرې شوې او د خوراکي توکو او نورو اړینو توکو زیرمې یې هم ختمې شوې دي.
هغوی وايي، سره له دې چې څو ځله یې د طالبانو له چارواکو سره اړیکه نیولې، تر اوسه کوم عملي ګام نه دی پورته شوی، او خبرداری یې ورکړی چې که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، اړ به شي له پاکستاني ځواکونو څخه د مرستې غوښتنه وکړي.
بلخوا نورستان کې د طالبانو والي زینالعابدین عابد تېره اوونۍ اعلان کړی و چې کامدېش او برګمټال ته د تګ راتګ او د مرستو د رسولو لپاره پر بدیلو لارو کار روان دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې امیندواره ښځو ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی یوه نه انکارېدونکې اړتیا ده.
دغه ادارې، نن د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۷مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې افغانستان په اسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، چې دا د جدي اندېښنې وړ وضعیت دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په هرات ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو د ځینو زېږنتونونو ځینې برخې تړلې دي.
همدارنګه، طالبانو خبرداری ورکړی چې د امیندوارۍ د مخنیوي وسایل، لکه د زیږون کنټرول ګولۍ او کانډوم، باید ښځو ته ورنه کړل شي.
له دې وړاندې، دپه افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی و چې روغتیايي پرېکړې باید د علمي لارښوونو پر بنسټ وشي، نه د محدودیتونو او غیر مسلکي مداخلې له مخې.
کارپوهان وایي، که د ښځو روغتیايي خدمات محدود شي، نو دا به د میندو او ماشومانو د مړینې کچه نوره هم لوړه کړي.
د طالبانو د خوست امنیې قومندانۍ ویلي، چې له تېرو جګړو پاتې ناچاودېدلي سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او درې نور ماشومان ټپیان شوي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه نن (دوشنبه، د وري۱۷مه) شاوخوا لس بجې مخکې له غرمې د خوست ښار د «مرديخېل» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
دوی زیاته کړې چې ټپیان شوي درې ماشومان نجونې دي او سمدستي روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
چارواکي وایي، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله لا هم د هېواد ګڼې سیمې د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو له ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا درې اعشاریه درې میلیونه کسان په افغانستان کې د هغو سیمو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي چې له ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي.
د جګړې پاتې مهماتو چاودنو په وار وار د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، ژوند اخیستی او لا هم د جدي اندېښنې وړ ستونزه ګڼل کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وايي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶،۶ میلیونه ماشومانو د شري ناروغۍ واکسین ترلاسه کړي دي.
یاد سازمان نن دوشنبه د وري په ۱۷مه نېټه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د واکسینونو دا لړۍ په دوو پړاوونو کې پلي شوي دي.
ډبلیو ایچ او، په خپل پیغام کې ویلي،«په افغانستان کې د شري ناروغۍ د مخنیوي ملي کمپاین د دوو پړاوونو له لارې، له ۱۶.۶میلیونه څخه ډیر ماشومان د دې وژونکې مګر د مخنیوي وړ ناروغۍ څخه خوندي شوي دي.»
د دغه سازمان په وینا، له ۱۹۷۴راهیسې، د واکسین کولو له لارې په ټوله نړۍ کې له ۱۵۰ ملیون څخه ډیر خلک ژغورل شوي دي او ټینګار یې کړې چې د روغتیا پریکړې باید د ساینس لخوا رهبري شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون په هرات ولایت کې د زیږون پر یوه روغتون هجوم وروړی او د ښځو لپاره یې د زیږون کنټرول ګولیو کارول منع کړل.