• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق: امیندواره ښځو ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی حیاتي اړتیا ده

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې امیندواره ښځو ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی یوه نه انکارېدونکې اړتیا ده.

دغه ادارې، نن د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۷مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې افغانستان په اسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، چې دا د جدي اندېښنې وړ وضعیت دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په هرات ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو د ځینو زېږنتونونو ځینې برخې تړلې دي.

همدارنګه، طالبانو خبرداری ورکړی چې د امیندوارۍ د مخنیوي وسایل، لکه د زیږون کنټرول ګولۍ او کانډوم، باید ښځو ته ورنه کړل شي.

له دې وړاندې، دپه افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی و چې روغتیايي پرېکړې باید د علمي لارښوونو پر بنسټ وشي، نه د محدودیتونو او غیر مسلکي مداخلې له مخې.

کارپوهان وایي، که د ښځو روغتیايي خدمات محدود شي، نو دا به د میندو او ماشومانو د مړینې کچه نوره هم لوړه کړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په خوست کې د ناچاودې سرګلولې په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او درې ټپیان دي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د خوست امنیې قومندانۍ ویلي، چې له تېرو جګړو پاتې ناچاودېدلي سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او درې نور ماشومان ټپیان شوي دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه نن (دوشنبه، د وري۱۷مه) شاوخوا لس بجې مخکې له غرمې د خوست ښار د «مردي‌خېل» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

دوی زیاته کړې چې ټپیان شوي درې ماشومان نجونې دي او سمدستي روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

چارواکي وایي، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله لا هم د هېواد ګڼې سیمې د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا درې اعشاریه درې میلیونه کسان په افغانستان کې د هغو سیمو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي چې له ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي.

د جګړې پاتې مهماتو چاودنو په وار وار د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، ژوند اخیستی او لا هم د جدي اندېښنې وړ ستونزه ګڼل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې نږدې ۱۶،۶ میلیونه ماشومانو د شري واکسین ترلاسه کړي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وايي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶،۶ میلیونه ماشومانو د شري ناروغۍ واکسین ترلاسه کړي دي.

یاد سازمان نن دوشنبه د وري په ۱۷مه نېټه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د واکسینونو دا لړۍ په دوو پړاوونو کې پلي شوي دي.

ډبلیو ایچ او، په خپل پیغام کې ویلي،«په افغانستان کې د شري ناروغۍ د مخنیوي ملي کمپاین د دوو پړاوونو له لارې، له ۱۶.۶میلیونه څخه ډیر ماشومان د دې وژونکې مګر د مخنیوي وړ ناروغۍ څخه خوندي شوي دي.»

د دغه سازمان په وینا، له ۱۹۷۴راهیسې، د واکسین کولو له لارې په ټوله نړۍ کې له ۱۵۰ ملیون څخه ډیر خلک ژغورل شوي دي او ټینګار یې کړې چې د روغتیا پریکړې باید د ساینس لخوا رهبري شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون په هرات ولایت کې د زیږون پر یوه روغتون هجوم وروړی او د ښځو لپاره یې د زیږون کنټرول ګولیو کارول منع کړل.

اندونیزیا کې د طالبانو او قزاقستان سفیران د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا غږېدلي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱

په اندونیزیا کې د طالبانو سفیر سعد الله بلوچ او د قزاقستان سفیر سیرژان عبدالکریموف په یوې لیدنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو خبرې اترې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. همدارنګه، د سوداګرۍ پراختیا، د ټرانزیټي فرصتونو څخه ګټه اخیستل، د پانګونې راجلبول او د ټرانس-افغان پروژې پرمختګ د دغو خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه وو.

په دوام کې، دواړو خواوو د «افغانستان – مرکزي اسیا د مشورتي خبرو اترو» وروستۍ غونډې ته چې په کابل کې ترسره شوې وه، په اشارې سره د دې ناستې ارزښت د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم وباله او دا یې د سیمې د اقتصادي او سیاسي یووالي په لور یو اغېزناک ګام وګاڼه.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د طالبانو سفیر په دې لیدنه کې پر یوه ځانګړي روغتون چې د روږدو کسانو د درملنې لپاره جوړ شوی و، د پاکستان وروستي برید ته اشاره وکړه او هغه یې «بې‌رحمانه» وباله.

نوموړي په دې اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه باید ورته پېښو ته جدي پاملرنه وکړي.

شانګهای سازمان وايي افغانستان او پاکستان له دوی نه د همکارۍ غوښتنه نه ده کړې

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۱

د شانګهای همکاری سازمان سرمنشي نورلان یرمک‌بایف ویلي چې د افغانستان او پاکستان له خوا د شخړو اواري په برخه کې د یاد سازمان د امکاناتو د کارولو لپاره کومه رسمي غوښتنه نه ده شوې. نوموړي ویلي، شانګهای سازمان په دې پوهیږي چې افغانستان د ټولې سیمې پر وضعیت اغېز لري.

یرمک‌بایف ټاس خبري اژانس ته وویل: «د شانګهای همکاری سازمان د افغانستان او پاکستان ترمنځ وضعیت له نږدې څاري».

هغه زیاته کړې، چې په اوسني وخت کې، پاکستان او افغانستان د سازمان د امکاناتو د کارولو یا د کومو اقداماتو غوښتنه نه ده کړې، خو سازمان په نږدې د وضعیت څارنه کوي.

د دواړو هېوادونو اړیکې په فبرورۍ میاشت کې ترینګلې شوې.

پاکستان د افغانستان په سرحدي سیمو کې د ترهګرو ډلو د ځپلو په نامه بریدونه وکړل او طالبانو یې پر وړاندې ځوابي غچ اخېستونکي بریدونه وکړل، چې د دواړو خواوو ترمنځ یې اړیکې لاترینګلې کړې.

طالبان او پاکستاني استازي دمګړۍ د چین په ارومچي ښار کې په خبرو اترو بوخت دي.

یرمک‌بایف ویلي چې د افغانستان وضعیت په دوامداره توګه د سازمان د غړو هېوادونو تر نږدې څارنې لاندې دی.

هغه زیاته کړې، چې «غړي هېوادونه وضعیت مطالعه کوي او په دې پوهیږي چې افغانستان د ټولې سیمې پر وضعیت اغېز لري. مخکې موږ د افغانستان په تړاو د شانګهای د تماس فعاله ډله لرله، که څه هم دې ډلې اوس خپله فعالیت ځنډولی، خو افغانستان لا هم د سازمان د پام په مرکز کې دی».

د ټولنیزو شبکو کاروونکو د ایران اسلامي جمهوریت د مرستو ټولولو پر کمپاین غبرګون ښودلی

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۵۹ GMT+۱

له افغانانو د مالي مرستو ترلاسه کولو په تړاو د ایران اسلامي جمهوریت کمپاین او په تهران کې د فاطميون ډلې څرګندېدو د ټولنیزو شبکو د کاروونکو غبرګونونه را پارولي. یو شمېر افغانان وایي، چې افغانستان دمګړۍ خپله له بد وضعیت سره مخ دی.

په کابل کې د ایران سفارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانانو مالي مرستې ترلاسه کولو ته چمتو دی.

ویل کیږي دا اقدام د هغو افغانانو د غوښتنې په ځواب کې دی چې د جګړې په جریان کې مالي ملاتړ غواړي.

د مرستې په لاروچارو کې د نغدو پیسو سپارل، بانکي حساب ته پیسې لیږل، د ایران سرې میاشتې ټولنې کوډ کارول او مستقیم حساب ته د پیسو لیږد شامل دي.

خو دا کمپاین له پراخو نیوکو سره مخ شوی.

د ټولنیزو شبکو افغان کاروونکو ویلي چې د هیواد اقتصادي وضعیت خراب دی او خلک نشي کولی د ایران له اسلامي جمهوریت سره مالي مرسته وکړي.

ځینې نور په ایران کې د افغان کډوالو د تجربو یادونه کوي او نیوکه کوي چې ایران مخکې د مهاجرینو پر وړاندې له خشونت او اخراج کار اخیستی دی.

ځینو ایراني کاروونکو هم دا اقدام غندلی او له افغانانو څخه یې د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته د ایران په بیا رغونه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د دې کمپاین ترڅنګ، د فاطميون ډلې د موټرو ویډیو خپرېدو په تهران کې په خلکو او ټولنیزو شبکو کې تازه بحثونه راپورته کړي.

دغه ملېشې د افغان شیعه کډوالو څخه جوړې شوې او مخکې په سوریه کې د ایران له خوا کارول شوې او ډیری غړي یې وژل شوي دي.

کارپوهان او د ټولنیزو شبکو کاروونکي خبرداری ور کوي چې دا کمپاین په داسې حال کې دی چې افغانستان له ژور اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی او میلیونونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.