• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د یوې ښځې په ګډون څلور کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې په درېیو جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې په غور، پکتيا او فارياب ولايتونو کې یې د یو ښځې په ګډون څلور کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

په یوې خبرپانه کې راغلي، په غور ولايت کې د طالبانو ځايي محکمې د پرېکړې پر بنسټ دوه تنه چې يوه ښځه هم پکې شامله ده، د «اخلاقي فساد» په تور هر يو په ۳۹ دُرو جزا محکوم شوي وو. زیاته شوې چې دغه سزا د دوشنبې پر ورځ په تورنو کسانو عملي شوه.

همدارنګه، د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د طالبانو لومړنۍ محکمې يو تن د غلا په تور په شپږ مياشتني بند او ۲۰ دُرو د وهلو جزا محکوم کړی و. طالبان وایي، دغه حکوم هم د دوی د ځايي چارواکو، امنيتي مسؤلينو، ديني عالمانو، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې استازو، قومي مشرانو او د سيمې د اوسېدونکو په حضور کې، په علني ډول پلی شو.

په فارياب ولايت کې د طالبانو د چهل‌ګزي لومړنۍ محکمې یو کس د نامشروع اړيکو په تور په يو کال بند او ۳۰ دُرو د وهلو په جزا محکوم کړی. د طالبانو سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه حکم هم د دوی د قضايي مسؤلينو، ديني عالمانو، ملکي او نظامي چارواکو او د سيمې د يو شمېر اوسېدونکو په حضور کې عملي شو.

دا حکمونه داسې مهال پلي کېږي چې په دې وروستیو کې ملا هبت الله د «جزایي اصول‌نامې» په نوم خپلو محکمو ته یوه کړنلاره توشیع کړه. د حقوق پوهانو په وینا، د طالبانو په دې جزایي کړنلاره کې ملایان او طالبان د ټولنې د نورو غړو پرتله غوره ګنل شوي او د جرمونو پر مهال ورته یوازې قاضي نصحیت کولای شي، خو پر عامو وګړو بیا سختې مادې او سزاوې وضعه شوي دي.

د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو د ملا هبت الله یاده اصول‌نامه د طبقاتي نظام یوه بېلګه بللې او دا یې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د سزاوو تر ټولو غیرعادلانه کړنلاره بللې ده.

ډېر لیدل شوي

د روغتیايي خدمتونو تشه؛ نورستان ښځینه متخصصه نه‌لري، ننګرهار کې یې هم شمېر محدود دی
۱

د روغتیايي خدمتونو تشه؛ نورستان ښځینه متخصصه نه‌لري، ننګرهار کې یې هم شمېر محدود دی

۲

د یوه افغان پلاستیکي ټوپک د جرمني پولیس د هوا او ځمکې له لارې عملیاتو ته اړ اېستل

۳

مقاومت جبهې د حسیب پنجشیري ځایناستی وټاکه

۴

ملګري ملتونه: پاکستان دې د هغه افغانانو جبري ستنول ودروي چې نړۍوال خوندیتوب ته اړتیا لري

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

د پاکستان ولسمشر زرداري ولې لندن کې ناست دی؟