• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوست په مرکز متون کې د دېوال نړېدو له امله دریو ښځو ژوند له لاسه ور کړی

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۲۴ GMT+۱

د خوست ولایت د مرکز متون اړوند په ګينګينۍ کلي کې د یوه دېوال د نړېدو له امله درې ښځو ژوند له لاسه ور کړی او دوه ماشومان ټپیان شوي دي. په خوست کې د طالبانو د ولایتي دفتر وايي، چې ټپي شوي ماشومان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې ډاډ وړ دی.

طالب چارواکي وايي، یاد دېوال د وروستیو ورښتونو له امله زیانمن شوی و.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۳

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۴

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۳ ته ورسېد

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۵۷ GMT+۱
په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۳ ته ورسېد
100%

د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی، چې د وري له ۶مې راهیسې د طبیعي پیښو د قربانیانو شمېر ۱۱۰ کسانو او د ټپیانو شمېر ۱۶۰ ته رسیدلی او ۷ تنه نور لادرکه دي. نن درې مېرمنو په خوست کې د دیوال نړېدو په پېښه کې ژوند له لاسه ور کړی، چې د ټولو مړو شمېر ۱۱۳ ته رسیږي.

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد نن دوشنبه، د وري پر ۱۷مه په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي، چې د روانو ورښتونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، زابل، هرات، غور، بادغیس، سرپل، فاریاب، بغلان، تخار، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې ۱۱ تنه مړه شوي دی.

نن ماسپښین د وري پر ۱۷مه د خوست ښار مرکز متون کې د یو کور د دیوال نړېدو په پېښه کې ۳ مېرمنې مړې شوې دي، چې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۳ تنو ته رسیږي.

په هېواد کې د درنو بارانونو او سېلابونو له امله په بشپړه توګه ۹۵۸ استوګنیز کورونه وېجاړ شوي او ۴۱۵۹ نور کورونه زیانمن شوي دی.

د یادې ادارې په وینا، سېلابونو ۳۵۶ کیلومتره سړکونه او نږدې ۱۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې او ۲۹۲۰ ونې له منځه تللې او شاوخوا ۸۰۰۰ کورنۍ یې اغیزمنې کړې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د ټولګټو وزارت اعلان وکړ، چې د وروستیو بارانونو، سېلابونو او ځمکښویېدنې له امله په هیواد کې یو شمیر لویې لارې او سړکونه په موقت ډول تړلي دي.

سیلابونه په دوامداره توګه په افغانستان کې مرګونې طبیعي پېښې له ځان سره لري، چې هر کال سلګونه کسان پکې مري.

کارپوهان وايي چې پر اقلیمي تغییراتو او دوامدارې وچکالۍ سربېره، غیر معیاري ودانیز کارونه هم د پېښو او د مرګ ژوبلې شمېر لوړوي.

په چین کې د طالبانو او پاکستان خبرې اترې د پنځمې ورځې لپاره هم روانې دي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۸ GMT+۱
په چین کې د طالبانو او پاکستان خبرې اترې د پنځمې ورځې لپاره هم روانې دي
100%

په اورمچي کې په روانو خبرو اترو کې طالبانو له پاکستان نه د داعــــش او مخالفو ډلو د نه ملاتړ او د سوداګریزو لارو بیا نه تړلو په برخه کې تضمین غوښتی. دغه راز پاکستان له طالبانو غوښتي، چې ټي ټي پي ترهګره ډله ومني، مرکزونه یې له منځه یوسي او ددې لپاره ثبوتونه ور کړي.

د چین په منځګړتوب په دې خبرو اترو کې پاکستان یو پنځه ټکی چوکاټ وړاندې کړی، چې اوربند، د افغان طالبانو له خوا د ترهګرۍ ضد اقداماتو تضمین، په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو له منځه وړل او د خوندي سوداګریزو لارو د برابرولو اقداماتپکې شامل دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې ښايي خبرې نهمې ورځې ته وغځیږي او دوه اړخیزو کتبي تضمینونو ورکولو ته لاره اواره شي.

په کابل کې د سرچینو په وینا، طالبانو په دغو خبرو اترو کې له پاکستان نه د دې ډلې د مخالفانو او داعش وسله والې ډلې د فعالیتونو مخنیوي په تړاو کتبي تضمینونه غوښتي او دغه راز یې ټینګار کړی، چې د تورخم او نورو سوداګریزو لارو د بیا نه تړل کېدو لیکلی تضمین ورکړل شي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دواړو خواوو په اصولو کې دا منلي، چې معلومات به رسنیو ته نه ورکول کېږي او پټ به ساتل کیږي.

همدارنګه ویل کیږي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د منظمو او بنسټیزو خبرو اترو میکانیزم د جوړېدو پلان هم شته، خو پر دې میکانیزم تراوسه هوکړه نه ده شوې.

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون رسنۍ ددغه هېواد د سرچینو له قوله ویلي، چې د پاکستان پنځه غوښتنې د اسلام اباد د خبرو اترو بنسټ جوړوي او د امنیتي اندېښنو له امله یې دریځ سخت شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او طالبانو دواړو تر اوسه یوازې د خبرو اترو د پیل تصدیق کړی، خو د اجنډا یا پرمختګ په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د اورمچي غونډې لپاره دواړو خواوو د تخنیکي کچې پلاوي استولي دي.

د طالبانو پلاوی د امیر خان متقي د دفتر مشر محب الله واسع رهبري کوي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع او استخباراتو وزارتونو استازي پکې شامل دي.

د پاکستاني پلاوي مشري ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید علي اسد ګیلاني کوي او د دفاع او استخباراتو ادارو استازي هم پکې شامل دي.

دغه خبرې اترې داسې مهال کیږي، چې پاکستان د کابل د روږدو د درملنې پر مرکز له برید وروسته پر افغانستان هوايي بریدونه درولي، خو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمنځ وخته ناوخته نښتې کیږي.

ملا هبت الله وايي چې په هر څه کې له الله څخه مرسته وغواړئ

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۵۶ GMT+۱
ملا هبت الله وايي چې په هر څه کې له الله څخه مرسته وغواړئ
100%

د طالبانو مشر په کندهار کې د جنوب زون د حاجیانو د ښوونکو او بعثې غړو لپاره په جوړ شوي سیمینار کې ویلي، هڅه به یې دا وي چې په هر څه کې له الله تعالی څخه مرسته وغواړي. ملا هبت الله له پاکستان سره پر ستونزو او د طبیعي پېښو له امله پر مرګ ژوبلو هیڅ راز څرګندونې نه دي کړې.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن دوشنبې په ورځ، د وري پر ۱۷مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې ددې ډلې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال، د کندهار ولایت د ارشاد، حج او قافو رییس، د جنوب زون د ارشاد، حج او اوقافو د ریاستونو رییسانو او یو شمېر نورو دیني عالمانو او د طالبانو مسوولانو هم برخه اخیستې وه.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپله وینا کې د حاجیانو ښوونکو او د بعثې غړو ته ویلي، چې دوی مکلف دي چې د حاجیانو ښه خدمت به کوي. هغه زیاته کړې، « اوس نو پر تاسو فرض شوه چې حاجیانو ته د حج اړوند په ټولو برخو کې لارښوونه وکړئ او په اداري امورو کې د دوی خدمت وکړئ».

ملا هبت الله د خپلې ادارې، له پاکستان سره د ستونزو او نورو مسایلو په اړه هیڅ راز څرګندونې نه دي کړې.

د افغانانو نیوکې دا دی، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په هېواد کې اساسي او بنسټیز موضوعات له پامه غورځولي دي او یوازې په نصیحت وزمه خبرو تمرکز کوي.

د پاکستان پر هوايي بریدونو او په طبعي پېښو کې د افغانانو پر مرګ ژوبلې نوموړی غلی پاتې دی.

په کابل کې پر امید مرکز د پاکستان برید کې د وژل شویو کسانو میندې ځواب غواړي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۳۹ GMT+۱
په کابل کې پر امید مرکز د پاکستان برید کې د وژل شویو کسانو میندې ځواب غواړي
100%

په کابل کې د امید د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې د وژل شویو افغانانو په منځ کې د سمیرا محمدي زوی عارف خان هم ووژل شو. سمیرا محمدي هیله لري چې ددغه برید په اړه نړیواله پلټنه وشي او ددوی له درد کمولو سره مرسته وشي.

د پاکستاني الوتکو د مارچ د ۱۶مې برید د کابل په ختیځ کې د « امید» درملنې مرکز په نښه کړ او د طالب چارواکو په وینا، ۴۱۱ کسان پکې ووژل شول.

د ملګرو ملتونو یوې سرچينې له نومښودنې پرته فرانس پرېس اژانس ته ویلي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۵۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر لا هم ورک دي.

سمیرا محمدي په خپل کور کې وویل: «څومره میندو خپل زامن له لاسه ورکړي، ښځو مېړونه له لاسه ورکړي، خوېندو وروڼه له لاسه ورکړي. باید تحقیقات وشي».

هغې د خپل زوی انځورونه وښودل او ویې ویل چې له برید یوازې څو ساعته مخکې یې د خپل زوی لپاره خواړه او توکي راوړي وو.

عارف خان ۲۰ کلن و، چې په ایران کې د قصابۍ په کار کې د کاري تجربې پر مهال په میتامفیتامین روږدی شوی و.

کورنۍ یې څو میاشتې مخکې کابل ته راستنه شوې وه او هڅه یې کوله چې عادي ژوند پیل کړي.

عارف د ورځني مزدور په توګه کار کاوه او مور یې د کور صفایۍ کار کاوه.

طالبانو هغه د درملنې لپاره د امید درملنې مرکز کې داخل کړ. محمدي یادوي: «زه ورسره کښیناستم، ویډیو مې جوړوله، هغه خوراک کاوه، خو پاکستاني ځواکونو ولې روغتون په نښه کړ؟».

له برید وروسته، د بشري حقونو ۱۷ نړیوالو غیر دولتي ادارو دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې روغتونونه باید هېڅکله په نښه نه شي.

د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړ کمشنر د خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د برید مسوولین باید د نړیوالو معیارونو مطابق محاکمه شي.

د طالبانو حکومت ویلي چې رسنیو، دیپلوماتانو او غیر دولتي سازمانونو ته یې د برید ځای ته لاسرسی ورکړی او شواهد یې شریک کړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي چې د بشري حقونو د سرغړونو په تور لومړنی مسوولیت پاکستان ته راجع کېږي.

د امریکا د پرنسټن پوهنتون پروفیسور کینیت روټ ویلي: «هیله ده پاکستان وغواړي پوه شي چې څه غلط شوي، ځکه ډېری بېګناه خلک وژل شوي».

هغه یادونه وکړه چې نړیوال بنسټونه د پلټنو په ترسره کولو کې د کورنیو هیوادونو په پرتله زیات باور وړ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د عادي خلکو پر ژوند د جګړې اغېز څاري او د برید د پلټنې مسوولیت هم لري.

دا پروسه وخت نیسي او د شواهدو لپاره شاهدان، ډاکټران او د اغېزمنو ځایونو معاینات په کار دي. که دا برید په قصدي یا بې پروايي شوی وي، ښایي د نړیوالو جنایي تورونو لامل شي.

سمیرا محمدي په کابل کې د عدالت ترلاسه کولو لپاره په خپل هوډ کې ټینګه ده: «که موږ اوس د دې پېښې په اړه پوښتنې ونه کړو، ښایي بیا هم ورته ناوړه پېښې تکرار شي».

متقي د ازبکستان او قرغیزستان د بهرنیو چارو له مرستیالانو سره پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلی

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۰۶ GMT+۱
متقي د ازبکستان او قرغیزستان د بهرنیو چارو له مرستیالانو سره پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلی
100%

د ازبکستان او قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان بابر عثمانوف او غیرت تورسنګلوف د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د سیمې پر وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو غږېدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د وري پر ۱۷مه وویل،په دې کتنو کې چې د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو د لومړۍ ناستې په څنډه کې وشوه، د ازبکستان او قرغیزستان له پلاویو سره د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو، شته فرصتونو او د سیمې پر وضعیت خبرې وشوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ازبکستان او قرغیزستان له پلاويو څخه په دې ناسته کې د ګډون له امله مننه کړې او ټینګار یې کړی چې د یادو مشورتي خبرو اترو په ترڅ کې مطرح شوي نظریات او وړاندیزونه باید د راتلونکو عملي ګامونو او لارنقشې لپاره په ګډه تعقیب شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، متقي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو وروستی پرمختګ مثبت وباله او د لا زیاتې همغږۍ او همکاریو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

طالبانو د بابر عثمانوف له قوله ویلي، چې نوموړي د دغه سیمه‌ییز ابتکار ملاتړ وکړ او د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو د وروستیو پرمختګونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له قوله ویلي، چې نوموړي هم د دوی په وینا، ددغه سیمه ییز ابتکار د رامنځته کیدو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ دوستي تلپاتې ده.

100%

د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو په ناسته کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او طالبانو استازو ګډون کړی و، خو ددې غونډې د بهرنیو ګډونوالو د نظریاتو په تړاو تراوسه رسنیو ته جزئیات نه دي ورکړل شوې او نه هم رسنیو اجازه درلوده، چې د هغوی خبرو او ویناوو ته پوښښ ور کړي.