د طالبانو د میدان وردګ والي له یوناما سره پر مهمو سکتورونو غږېدلي

په میدان وردګو کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) مرستیالې جورجېت ګانینون یاد ولایت ته په سفر کې د طالبانو له والي خیرالله خواه سره کتلي. خبرپاڼه وایي، دې ناسته کې د روغتیا، کرنې او مالدارۍ په برخو خبرې شوي.
