امریکایي څېړونکی: پاکستان به د طالبانو له مخالفو جبهو څخه د فشار وسیلې په توګه کار واخلي
د امریکا کوینز بلفاسټ پوهنتون استاد او څېړونکي مایکل سمپل افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې پاکستان اوس مهال د طالبانو له مخالفو جبهو سره پراخې اړیکې لري. د هغه په وینا، پاکستان به له دغو جبهو څخه د طالبانو په وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي.
هغه زیاته کړې، اسلاماباد به په راتلونکي کې په ډېپلوماټیکه کچه هم هڅه وکړي، څو یوه داسې اجماع رامنځته کړي چې ګوندې طالبان د سیمې په زیان ډله ده. د نوموړي په خبره، پاکستان به هڅه وکړي چې طالبان لا نورې انزوا ته کش کړي او مخالفانو سره یې اړیکې ورانې وساتي.
هغه وویل: «په دې پنځو کلونو کې د طالبانو مخالفې جبهې منسجمې نه شوې، نه یې هم کومه جغرافیه لاسته راوړه او اوس مهال یې د طالبانو پر وړاندې کارول د فشار قوي وسیله نه ده». دا امریکایي څېړونکی زیاتوي، پاکستان دا توان لري چې دغه مخالفې جبهې د طالبانو پر وړاندې وکاروي او منظمې یې کړي، ځکه دا ډول هڅه د اسلاماباد لپاره هم ګټوره تمامېدلای شي.
مایکل سمپیل په دې باور دی، چې د طالبانو په ډله کې داسې خلک شته چې نه غواړي د یوې ډلې لپاره خپل حکومت قرباني کړي. هغه د ټيټيپي ډلې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې دا ځل ښايي د طالبانو د لومړۍ دورې په څېر چې د القاعده لپاره یې حکومت قرباني کړ، د ټيټيپي لپاره به هېڅکله داسې ونهکړي.
د نوموړي په خبره، د طالبانو په منځ کې د دغه نظر لرونکو کسانو واک کمزوری دی او پرېکړې یې په لاس کې نه دي. هغه وایي، اوس وخت کې پرېکړې ټولې د ملا هبت الله په لاس کې دي او خپله یې هر څه تر انحصار لاندې راوستي.
د دې امریکایي څېړونکي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په تېرو میاشتو کې د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ په ډیورنډ کرښې سختې نښتې وشوې او همدا راز پاکستانۍ چېټ الوتکو څو څو ځله په کابل او ولایتونو کې بمبارۍ وکړې چې ملکي وګړو ته پهکې هم درنه مرګ ژوبله واوښته.
اسلاماباد پر طالبانو تور لګوي چې د افغانستان په خاوره کې یې د دوی پر ضد «ټيټيپي» او بلوڅ بېلتون پالو ته ځایونه ورکړي، خو پر کابل واکمن بیا دغه ادعاوې ردوي. هممهاله د طالبانو له لوري په چین کې له پاکستان سره په داسې حال کې مذاکرات روان دي چې تر دې دمخه په ترکیې، سعودي او قطر کې دا خبرې اترې په بېلابېلو پړاوونو کې ناکامې شوې دي.
پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ویلي، چې پاکستان د چین په ارومچي کې د روانو خبرو په لړ کې افغان طالبانو ته خپلې درې بنسټیزې غوښتنې وړاندې کړې دي. راپور کې راغلي، یوه غوښتنه دا شوې چې پر کابل واکمن باید د پاکستاني طالبانو غورځنګ د ترهګرې ډلې په توګه وپېژني.
د ارومچي مذاکرات د چین په منځګړیتوب ترسره کېږي او موخه یې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د پنځه مادهییز چوکاټ رامنځته کول بلل شوي دي.
د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، اسلاماباد د خبرو په پیل کې ټینګار کړی چې کابل باید د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډله په رسمي ډول د یو ترهګریز سازمان په توګه اعلان کړي، د دې ډلې بنسټونه له منځه یوسي او د دغو اقداماتو د ثبوت لپاره د باور وړ شواهد وړاندې کړي.
دغه درې غوښتنې د پاکستان د مذاکراتي دریځ بنسټ جوړوي؛ هغه دریځ چې د سرچینو په وینا، د پرلهپسې امنیتي اندېښنو له امله لا سخت شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه یوازې د یوې لومړنۍ اعلامیې په خپرولو سره په ارومچي کې د دغو خبرو اترو ترسره کېدل تایید کړي، خو د اجنډا یا د خبرو د پرمختګ په اړه یې نور جزییات نه دي شریک کړي.
په همدې حال کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په خپله اوونیزه ناسته کې ویلي چې په دې خبرو کې د پاکستان ګډون باید د دې هېواد د پالیسۍ د بدلون په توګه تعبیر نه شي، په ځانګړي ډول د روانو امنیتي عملیاتو په تړاو چې د وسلهوالو ډلو خلاف روان دي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ له تېرو څو میاشتو راهیسې سخت امنیتي او سیاسي کړکېچ روان دی او په همدې ترڅ کې دواړو لوریو له یو بل سره سوداګریزې اړیکې هم بندې کړې دي. تر چین مخکې، قطر، سعودي عربستان او ترکیې هم د طالبانو او اسلاماباد منځګړیتوب کړی و، خو کومه پایله یې نه وه ورکړې.
اوچا د دوشنبې په ورځ، د وري ۱۷مه ویلي چې که څه هم دغو ولسوالیو ته د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ له لارې تګ راتګ ممکن دی، خو دا لاره هم د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه د ډزو له امله د ملکي وګړو او مرستندویو بنسټونو پرمخ تړلې ده.
تر دې وړاندې، نورستان کې د طالبانو د والي ویاند هم په دې لاره ډزې تایید کړې وې. اوچا خبرداری ورکړی چې د نورستان پر لارو د بندیز له امله، د دغو ولسوالیو اوسېدونکي نه شي کولای بازارونو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري او د خوراکي توکو او طبي وسایلو له سخت کمښت سره مخ دي.
تر دې مخکې، د کامدېش او برګمټال ولسوالیو یو شمېر قومي مشرانو او اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله د نورستان له مرکز سره د هغوی اړیکه پرې شوې او د خوراکي توکو او نورو اړینو توکو زیرمې یې هم ختمې شوې دي.
هغوی وايي، سره له دې چې څو ځله یې د طالبانو له چارواکو سره اړیکه نیولې، تر اوسه کوم عملي ګام نه دی پورته شوی، او خبرداری یې ورکړی چې که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، اړ به شي له پاکستاني ځواکونو څخه د مرستې غوښتنه وکړي.
بلخوا نورستان کې د طالبانو والي زینالعابدین عابد تېره اوونۍ اعلان کړی و چې کامدېش او برګمټال ته د تګ راتګ او د مرستو د رسولو لپاره پر بدیلو لارو کار روان دی.
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې دغه کس له افغان طالبانو سره اړیکې لري او اوس د ټي ټي پي برخه دی. دوی دا هم ویلي چې په بلوچستان کې د ناامنۍ تر شا ګډې شبکې فعالیت کوي.
بل لور ته، د بلوچستان چارواکو د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه شاوخوا نهه سوهاو ۶۰زره «غیرقانوني» افغان کډوال له دغه ایالته ایستل شوي، خو ځینې بېرته راستانه شوي دي. د دوی په وینا، یوازې په یوه ورځ کې ۱۱۰۰افغانان نیول شوي دي.
ضیا لانګو ټینګار کړی چې د پاکستان د مرکزي حکومت د پالیسۍ له مخې، افغان کډوال باید په خپله خوښه او «په عزت» خپل هېواد ته ستانه شي، خو که دا کار ونه کړي، نو حکومت به د قانون له مخې د دوی د ایستلو اقدام وکړي.
طالبانو همداراز ویلي، په دې موده کې د پاکستان په بریدونو کې ۱۱۴۰ کورونه، ۳ کلینیکونه، ۱۳ مدرسې، ۲۵۶ هټۍ، ۳۴ جوماتونه او ۱۳ ښوونځي یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي او یا هم په نسبي ډول زیانمن شوي او همداراز ۲۷ زره او ۴۰۷ کورنۍ له خپلو مېنو او سیمو بېځایه شوې دي.
له دې سره سم، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د طالبانو د یاد راپور د خپرېدو په غبرګون کې د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) ادعا کړې، چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې تر اوسه، ۷۹۹ طالب جنګیالي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۳۴ نور ټپیان شوي دي.