د ناسا ستورمزلي نن د سپوږمۍ د جاذبې ساحې ته ورسېدل

د ناسا د ارتېمیز۲ ماموریت څلور ستورمزلي د دوشنبې په سهار د سپوږمۍ د جاذبې ساحې ته داخل شول. هغوی به ډیر زر د سپوږمۍ تپ او لرې اړخ ته لاړ شي او د تاریخ تر ټولو لرې تللي انسانان به شي.

د ناسا د ارتېمیز۲ ماموریت څلور ستورمزلي د دوشنبې په سهار د سپوږمۍ د جاذبې ساحې ته داخل شول. هغوی به ډیر زر د سپوږمۍ تپ او لرې اړخ ته لاړ شي او د تاریخ تر ټولو لرې تللي انسانان به شي.
ستورمزلو ریډ ویسمن، ویکتور ګلوور، کریسټینا کوچ او کاناډایي جیرمي هنسن خپل دغه ماموریت تېره اونۍ د امریکا له فلوریډا څخه پیل کړی و.
هغوی به د دوشنبې په ورځ د شپږمې ورځې لپاره تر ماښام پورې د ماموریت تر ټولو لوړې فاصلې ته ورسیږي، چې شاوخوا ۲۵۲,۷۵۷ ميله ده.
د سپوږمۍ د جاذبې په سیمه کې د سپوږمۍ ځواک د کپسول پر حرکت محسوسېږي.
د سپوږمۍ جاذبه د ځمکې د جاذبې شاوخوا ۱/۶ برخه ده. په دې سیمه کې د سپوږمۍ کشش ستورمزلو او کپسول ته اجازه ورکوي چې په نیمه وزن حرکت وکړي.
دا ځانګړې جاذبه ستورمزلو ته د سپوږمۍ شاوخوا حرکت او د تیاره اړخ د څیړلو موقع برابروي.
دا سفر شاوخوا شپږ ساعته دوام کوي او ستورمزلي به د اوریون کړکۍ له لارې د سپوږمۍ ځانګړې، یا د تپې برخې انځورونه واخلي.
دغه ستورمزلي به د سپوږمۍ په شاوخوا کې۱۰ورځنی سفر بشپړوي.

اورشلیم پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې اسراییل او امریکا له پرلهپسې خبرو اترو وروسته په ایران کې د ستراتیژیکو موخو یو نوملړ وروستی کړی دی. د راپور لهمخې، که تهران د ډونالډ ټرمپ له ټاکلي ضربالاجل سره مخالفت وکړي، دغه موخې به د درنو بریدونو لاندې راشي.
دوو باخبره سرچینو دغې ورځپاڼې ته ویلي، دا هوکړه د دې لپاره شوې چې د ایران د تهاجمي سیاستونو پر وړاندې د واشنګټن او تلابیب غبرګونونه په بشپړه توګه همغږي شي. د نښه شویو اهدافو د وروستي نوملړ له ټاکلو سربېره، د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ عملیاتي همغږي هم وروستي پړاو ته رسېدلې ده.
د راپور پر بنسټ، د دغه ګډ عملیاتي پلان جزییات تېره پنجشنبه په هغه غونډه کې وروستي شول، چې د اسراییل د پوځ لوی درستیز ایال زمیر او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ترمنځ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو لوړپوړو پوځي چارواکو د دندو د وېش او د دقیقو ماموریتونو پر ټاکلو هوکړه وکړه، څو هغه مهال عملي شي کله چې ټرمپ د ورکړل شوي ضربالاجل پای اعلان کړي. ټرمپ مخکې خبرداری ورکړی و، چې ایران باید د سېشنبې تر شپې پورې د هرمز تنګی بېرته پرانیزي، که نه نو د دغه هېواد مهمې زېربناوې به د بریدونو هدف وګرځي.
چین وايي چمتو دی چې د منځني ختیځ د کړکېچ کمولو لپاره له روسیې سره همکاري وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي دا خبرې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.
وانګ يي ویلي چې پر هرمز تنګي د تګ راتګ ستونزو د حل اساسي لاره دا ده چې ژر تر ژره اوربند وشي. هغه زیاته کړې چې چین تل د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د نړیوالو شخړو د حل ملاتړ کړی دی.
دغه ټیلیفوني خبرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له راتلونکې غونډې مخکې شوې دي، چې ټاکل شوې د هرمز تنګي د سوداګریزو بېړیو د ساتنې په اړه پکې د بحرین پر یوه پرېکړه لیک رایه ورکړل شي.
چین ټینګار کړی چې د امنیت شورا دایمي غړي لکه چین او روسیه باید متوازن او بې پرې دریځ خپل کړي او د نړیوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دواړو لوریو د ژر اوربند او د سیاسي او ډیپلوماټیکو خبرو د پیل پر لارو چارو بحث کړی دی.
چین مخکې هم څو ځله د منځني ختیځ او خلیج په سیمه کې د اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې روانه جګړه چې له یوې میاشتې زیاته موده یې کېږي، د هرمز تنګي مهمه سوداګریزه لاره هم تر ډېره تړلې ده.
د ایټالیا ساحل ته نږدې دوو سوداګریزو بېړیو د کډوالو د یوې کښتۍ ۳۲ تنه ژغورلي او د دوو کسانو مړي یې موندلي ، خو د ژغورنې ادارې وايي چې ۷۱ نور کسان په سمندر کې ورک شوي دي. په یاده کښتۍ کې ټول ۱۰۵ تنه سپاره وو.
د ژغورنې بنسټونو د معلوماتو له مخې، دغه کښتۍ له لیبیا څخه د اروپا پر لور روانه وه او د ایسټر د رخصتیو په ورځو کې له پېښې سره مخ شوې ده.
ژغورل شوي کسان وايي چې په کښتۍ کې ټولټال ۱۰۵ کسان سپاره وو، چې ډېری یې په سمندر کې له منځه تللي دي.
ژغورل شوي کسان او د مړو دوه جسدونه د ایټالیا سمندرساتو ځواکونو لامپېدوسا ټاپو ته لېږدولي دي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په باجوړ کې د یوې غونډي پرمهال ویلي، چې د قبایلي سیمو پښتانه په قصدي ډول د پاکستان د دفاع په نوم د مرګ خولې ته ورکړل شوي او سیمې یې ناامنه ساتل شوې دي.
سهیل اپریدي د یکشنبې په ورځ په باجوړ کې د امن جرګې په نامه یوه لویه غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې پښتانه او د قبایلي سیمو اوسېدونکي د پاکستان د دفاع په لومړۍ کرښه کې پاتې شوي، خو نور اجازه نه ورکوي، چې د ډالرو او پردیو ګټو لپاره د جګړې قرباني شي.
نوموړي ویلي، چې له دې ورسته به پښتانه د پاکستان دفاع کوي، خو په هېڅ صورت به د ډالري جګړو لپاره قرباني نه ور کوي.
سهیل اپريدي په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ پالیسیو ته په په اشاره زیاته کړې:« له ۷۸ کلونو راهیسې په دوامداره توګه د دوی همدا مفکوره ده، چې پښتانه او قبایلو ته خوشحالي نه ورکوو، تعلیم نه ورکوو. دوی ته به تل همدا وايو چې پر پاکستان سخته ده، ټوپک راواخله، پر پاکستان سخته ده ځان شهید کړه. ځان قربان کړه. زه نن هم انکار نه کوم، نن هم چې پر پاکستان سخته راشي، زه به ټوپک اوچتوم. زه به قرباني ورکوم، خو زه ستا د ډالرو لپاره نور خپل ځان نه قرباني کوم، نه قرباني کوم...».
نوموړي ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د طبیعي کانونو د لټولو په موخه دا سیمې ناامنه شوې او قبایل نور باید په پردیو جګړو کې برخه وا نخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د پاکستان حکومت په باجوړ کې د پوځي عملیاتو په نامه زرګونه کسان کډې کولو ته اړاېستل. ایالتي حکومت د مرکزي حکومت له دغې پریکړې سره مخالفت ښودلی و او ویلي یې وو، چې عملیات د ستونزې حل نه دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په ایران کې د نسکورې شوې جنګي الوتکې پیلوټ ژغورل شوی دی. ټرمپ پر «ټروت» خواله رسنۍ د یوه پیغام په خپرولو دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي، چې دغه کس اوس په امن کې دی.
هغه زیاته کړې: «خوښ یم چې تاسو ته اعلان کوم، هغه اوس په بشپړ امنیت کې دی؛ هغه ټپي شوی، خو بېرته به روغ شي». هغه وویل: «دغه زړور سرتېری د دښمن تر شا د ایران په خطرناکو غرونو کې و، په داسې حال کې چې زموږ دښمنانو څارلو او هر ساعت ورنږدې کېدل؛ خو هغه هېڅکله یوازې نه و، ځکه چې د پوځ اعلی قوماندان، د دفاع وزیر، د پوځ لوی درستیز او نورو ملګرو یې ۲۴ ساعته د هغه موقعیت څاره».
ټرمپ همداراز په ایران کې د بل امریکایي پیلوټ د ژغورنې خبره هم تایید کړه او ویې ویل: «دا د پوځي عملیاتو په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې دوه امریکایي پیلوټان په جلا، جلا ډول د دښمن په خاوره کې ژغورل کېږي».
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «دا چې موږ وکولای شوای دغه دواړه عملیات پرته له دې چې یو امریکایي سرتېری ووژل شي یا ټپي شي ترسره کړو، یو ځل بیا ښيي چې موږ د ایران پر فضا په بشپړه توګه کنټرول ترلاسه کړی دی».