رویټرز: پاکستان د جګړې د ختمېدو لپاره امریکا او ایران ته طرحه سپارلې ده
رویټرز خبري اژانس د پاکستان د امنیتي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې اسلاماباد امریکا او ایران ته داسي یوه طرحه سپارلې ده، چې په پلي کولو سره به یې جګړه ختمه او د هرمز تنګی بیا پرانیستل شي.
د رویټرز د راپور لهمخې، یاده طرحه دوه پړاوه لري چې لومړی سمدستي اوربند او دویم هر اړخیز تړون دی.
پاکستاني سرچینو ویلي، چې د پوځ لوی درستیز عاصم منیر تېره شپه د امریکا د مرستیال ولسمشر جيډي وینس او د ټرمپ د ځانګړي استازي سټيو وېټکاف او همداراز د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په اړیکه کې وو.
سرچینو ویلي، چې د وړاندیز له مخې به سمدستي اوربند رامنځته او د هرمز تنګی به پرانیستل شي. دوی ویلي، چې له ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې به یو پراخ تړون هم تر سره شي.
د سرچینو په خبره، دې طرحې ته به په لنډمهاله توګه د «اسلاماباد تړون» نوم ورکړي او مخامخ خبرې به په اسلاماباد کې ترسره شي.
سرچینو ویلي، چې ایران تر اوسه یادې طرحې ته ځواب نه دی ويلی او امریکا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو شورا ویلي، چې په پاکستان کې افغان کډوال له «غیرانساني» چلند سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې چوپتیا یې «له ظلم سره هملاسي» بللې ده.
د دغه شورا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان کډوال په پاکستان کې له خپلو بنسټیزو بشري حقونو، لکه امنیت او د خوښې له حق څخه بېبرخې دي او یوازې د کډوالۍ له امله له سخت او نامناسب چلند سره مخامخ کېږي.
شورا زیاته کړې، چې د کډوالو کورنۍ ټوټې ټوټې کېږي او ماشومان په ویره او نامعلوم برخلیک کې ژوند کوي. د دوی په وینا، دا وضعیت نه د بشري حقونو له اصولو سره برابر دی او نه هم د انساني ارزښتونو او دیني لارښوونو سره سمون لري.
طالبانو همداراز ویلي، په دې موده کې د پاکستان په بریدونو کې ۱۱۴۰ کورونه، ۳ کلینیکونه، ۱۳ مدرسې، ۲۵۶ هټۍ، ۳۴ جوماتونه او ۱۳ ښوونځي یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي او یا هم په نسبي ډول زیانمن شوي او همداراز ۲۷ زره او ۴۰۷ کورنۍ له خپلو مېنو او سیمو بېځایه شوې دي.
له دې سره سم، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د طالبانو د یاد راپور د خپرېدو په غبرګون کې د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) ادعا کړې، چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې تر اوسه، ۷۹۹ طالب جنګیالي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۳۴ نور ټپیان شوي دي.