• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا هبت الله وايي چې په هر څه کې له الله څخه مرسته وغواړئ

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۱

د طالبانو مشر په کندهار کې د جنوب زون د حاجیانو د ښوونکو او بعثې غړو لپاره په جوړ شوي سیمینار کې ویلي، هڅه به یې دا وي چې په هر څه کې له الله تعالی څخه مرسته وغواړي. ملا هبت الله له پاکستان سره پر ستونزو او د طبیعي پېښو له امله پر مرګ ژوبلو هیڅ راز څرګندونې نه دي کړې.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن دوشنبې په ورځ، د وري پر ۱۷مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې ددې ډلې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال، د کندهار ولایت د ارشاد، حج او قافو رییس، د جنوب زون د ارشاد، حج او اوقافو د ریاستونو رییسانو او یو شمېر نورو دیني عالمانو او د طالبانو مسوولانو هم برخه اخیستې وه.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپله وینا کې د حاجیانو ښوونکو او د بعثې غړو ته ویلي، چې دوی مکلف دي چې د حاجیانو ښه خدمت به کوي. هغه زیاته کړې، « اوس نو پر تاسو فرض شوه چې حاجیانو ته د حج اړوند په ټولو برخو کې لارښوونه وکړئ او په اداري امورو کې د دوی خدمت وکړئ».

ملا هبت الله د خپلې ادارې، له پاکستان سره د ستونزو او نورو مسایلو په اړه هیڅ راز څرګندونې نه دي کړې.

د افغانانو نیوکې دا دی، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په هېواد کې اساسي او بنسټیز موضوعات له پامه غورځولي دي او یوازې په نصیحت وزمه خبرو تمرکز کوي.

د پاکستان پر هوايي بریدونو او په طبعي پېښو کې د افغانانو پر مرګ ژوبلې نوموړی غلی پاتې دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې پر امید مرکز د پاکستان برید کې د وژل شویو کسانو میندې ځواب غواړي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۳۹ GMT+۱

په کابل کې د امید د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې د وژل شویو افغانانو په منځ کې د سمیرا محمدي زوی عارف خان هم ووژل شو. سمیرا محمدي هیله لري چې ددغه برید په اړه نړیواله پلټنه وشي او ددوی له درد کمولو سره مرسته وشي.

د پاکستاني الوتکو د مارچ د ۱۶مې برید د کابل په ختیځ کې د « امید» درملنې مرکز په نښه کړ او د طالب چارواکو په وینا، ۴۱۱ کسان پکې ووژل شول.

د ملګرو ملتونو یوې سرچينې له نومښودنې پرته فرانس پرېس اژانس ته ویلي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۵۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر لا هم ورک دي.

سمیرا محمدي په خپل کور کې وویل: «څومره میندو خپل زامن له لاسه ورکړي، ښځو مېړونه له لاسه ورکړي، خوېندو وروڼه له لاسه ورکړي. باید تحقیقات وشي».

هغې د خپل زوی انځورونه وښودل او ویې ویل چې له برید یوازې څو ساعته مخکې یې د خپل زوی لپاره خواړه او توکي راوړي وو.

عارف خان ۲۰ کلن و، چې په ایران کې د قصابۍ په کار کې د کاري تجربې پر مهال په میتامفیتامین روږدی شوی و.

کورنۍ یې څو میاشتې مخکې کابل ته راستنه شوې وه او هڅه یې کوله چې عادي ژوند پیل کړي.

عارف د ورځني مزدور په توګه کار کاوه او مور یې د کور صفایۍ کار کاوه.

طالبانو هغه د درملنې لپاره د امید درملنې مرکز کې داخل کړ. محمدي یادوي: «زه ورسره کښیناستم، ویډیو مې جوړوله، هغه خوراک کاوه، خو پاکستاني ځواکونو ولې روغتون په نښه کړ؟».

له برید وروسته، د بشري حقونو ۱۷ نړیوالو غیر دولتي ادارو دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې روغتونونه باید هېڅکله په نښه نه شي.

د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړ کمشنر د خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د برید مسوولین باید د نړیوالو معیارونو مطابق محاکمه شي.

د طالبانو حکومت ویلي چې رسنیو، دیپلوماتانو او غیر دولتي سازمانونو ته یې د برید ځای ته لاسرسی ورکړی او شواهد یې شریک کړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي چې د بشري حقونو د سرغړونو په تور لومړنی مسوولیت پاکستان ته راجع کېږي.

د امریکا د پرنسټن پوهنتون پروفیسور کینیت روټ ویلي: «هیله ده پاکستان وغواړي پوه شي چې څه غلط شوي، ځکه ډېری بېګناه خلک وژل شوي».

هغه یادونه وکړه چې نړیوال بنسټونه د پلټنو په ترسره کولو کې د کورنیو هیوادونو په پرتله زیات باور وړ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د عادي خلکو پر ژوند د جګړې اغېز څاري او د برید د پلټنې مسوولیت هم لري.

دا پروسه وخت نیسي او د شواهدو لپاره شاهدان، ډاکټران او د اغېزمنو ځایونو معاینات په کار دي. که دا برید په قصدي یا بې پروايي شوی وي، ښایي د نړیوالو جنایي تورونو لامل شي.

سمیرا محمدي په کابل کې د عدالت ترلاسه کولو لپاره په خپل هوډ کې ټینګه ده: «که موږ اوس د دې پېښې په اړه پوښتنې ونه کړو، ښایي بیا هم ورته ناوړه پېښې تکرار شي».

متقي د ازبکستان او قرغیزستان د بهرنیو چارو له مرستیالانو سره پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلی

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۰۶ GMT+۱

د ازبکستان او قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان بابر عثمانوف او غیرت تورسنګلوف د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د سیمې پر وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو غږېدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د وري پر ۱۷مه وویل،په دې کتنو کې چې د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو د لومړۍ ناستې په څنډه کې وشوه، د ازبکستان او قرغیزستان له پلاویو سره د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو، شته فرصتونو او د سیمې پر وضعیت خبرې وشوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ازبکستان او قرغیزستان له پلاويو څخه په دې ناسته کې د ګډون له امله مننه کړې او ټینګار یې کړی چې د یادو مشورتي خبرو اترو په ترڅ کې مطرح شوي نظریات او وړاندیزونه باید د راتلونکو عملي ګامونو او لارنقشې لپاره په ګډه تعقیب شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، متقي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو وروستی پرمختګ مثبت وباله او د لا زیاتې همغږۍ او همکاریو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

طالبانو د بابر عثمانوف له قوله ویلي، چې نوموړي د دغه سیمه‌ییز ابتکار ملاتړ وکړ او د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو د وروستیو پرمختګونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له قوله ویلي، چې نوموړي هم د دوی په وینا، ددغه سیمه ییز ابتکار د رامنځته کیدو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ دوستي تلپاتې ده.

100%

د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو په ناسته کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او طالبانو استازو ګډون کړی و، خو ددې غونډې د بهرنیو ګډونوالو د نظریاتو په تړاو تراوسه رسنیو ته جزئیات نه دي ورکړل شوې او نه هم رسنیو اجازه درلوده، چې د هغوی خبرو او ویناوو ته پوښښ ور کړي.

طالبان له ازبکستان سره د درملو په برخه کې سوداګري ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړوي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ازبکستان سره د درملو سوداګرۍ په برخه کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز هدف ته رسېدل خپل لومړیتوب ټاکلی. د ازبکستاني پلاوي او طالبانو ترمنځ د درملو د توزیع پرغوره معیارونو، له سترو درمل وېشونکو سره پر مستقیمو اړیکو او ګډ کاري ټیم خبرې شوې دي.

د ازبکستان او طالبانو استازو د اپرېل له څلورمې راهیسې په کابل کې څو غونډې وکړې، چې د درملو په سکتور کې د دوه اړخیزې همکارۍ د پراختیا په اړه هوکړو ته سره ورسیږي.

په دې خبرو کې پر سوداګرۍ، د چارو پر تنظیم او ګډو تولیدي نوښتونو تمرکز شوی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ۵۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز هدف ته رسېدل د خپل لومړیتوب په توګه ټاکلي.

د ازبکستاني پلاوي مشري د دغه هېواد د درمل جوړونې د صنعت د پراختیا ادارې مشر عبدالله عزیزوف کوله او د هغه مرستیال ظفر قاسموف هم ورسره و. د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر مولوي نور جلال سره په لیدنه کې دواړو خواوو د همکارۍ مهمې برخې وټاکلې، چې د افغان متخصصینو د وړتیاوو لوړول پکې شامل دي، څو د درملواو طبي وسایلو ارزونه په ښه ډول و کړي.

همدارنګه افغانستان ته د ازبکستاني درملو د زر رسولو او د ګډو تولیدي پروژو د جوړولو په اړه هم خبرې شوې دي.

د ازبکستان د رسنیو د رپوټ له مخې، د طالبانو د خوړو او درملو د ادارې له مشرتابه سره جلا خبرې وشوې او د ازبکستاني درملو د صادراتو اړوند ستونزې پکې وڅېړل شوې.

په دې ناستو کې پر دې هم بحث شوی، چې له لویو درمل وېشونکو شرکتونو سره همکاري پیاوړې شي، د محصولاتو د ترویج هڅې زیاتې شي او د همغږۍ او معلوماتو د تبادلې لپاره ګډ تخنیکي کاري ټیم جوړ شي.

په دې وروستیو میاشتو کې افغانستان د درملو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شوی، چې یو مهم لامل یې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو پرله‌پسې تړل کېدل او په ایران کې د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله د درملو د تولید، عرضې او سوداګریزو چارو ټکني کېدل دي.

د دغو عواملو له امله د افغانستان په کورنیو بازارونو کې د درملو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي. ډېری درمل یا کم پیدا کېږي او یا هم په لوړو بیو پلورل کېږي.

سرچینې: طالبانو د کونړ په ناړۍ او د نورستان په دوو ولسوالیو کې سرحدي پوستې خوشې کړې دي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱

باخبره ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کونړ ولایت د ناړۍ اړوند په بري کوټ سیمه کې او د نورستان په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې پر ډیورنډ کرښه پوستې خالي پرتې دي. سرچینې وايي، د ناړۍ د بري کوټ او د نورستان د کامدېش او برګمټال ولسوالیو د لارو بندېدو لامل هم همدا دی.

د نورستان د کامدېش او پرګمټال ولسوالیو او د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د بري کوټ سیمې ځینو قومي مشرانو نن دوشنبه، د وري پر ۱۷مه وویل، چې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له جګړو وروسته د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په بري کوټ سیمه کې طالبانو خپلې پوستې خالي کړې دي او د شاوخوا کلیو په جوماتونو کې اوسیږي.

یو قومي مشر وویل:« کله چې جګړه وشوه، پاکستاني ځواکونو د بري کوټ پر سیمو حملې وکړې، د ځايي خلکو ترڅنګ طالبان هم له دې سیمې وتلي دي او پوستې خالي دی.»

د معلوماتو له مخې، د کونړ ناړۍ ولسوالۍ بري کوټ سیمه کې د پاکستان او طالبانو پوستې یوتربله په نژدې فاصله کې واقع دي خو ځايي خلک ادعا کوي، چې په افغان پوستو کې د طالبانو ځواکونه نشته.

په افغانستان کې بهرنيو مرستندویه ادارو او د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس تېره ورځ راپورونه خپاره کړل، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانو جګړو له امله د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ زرګونه کورنۍ د ولایت مرکز اسعداباد او ننګرهار ته کډه شوې دي.

د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د د کونړ ناړۍ ولسوالۍ له لارې د نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته تللې لارې ځکه بندې دي، چې له پوستو نه د طالبانو د ځواکونو د وتلو موضوع پټه وساتل شي.

دوی زیاتوي، چې د کونړ ناړۍ ولسوالۍ له لارې ګامدېش او برګمټال ولسوالیو ته غځېدلي سرک کې پخوا د طالبانو پوستې او کنډکونه مېشت ول خو اوس له هغو پوستو او کنډکونو څخه د طالبانو ځواکونه د نامعلومو دلایلو له امله وتلي دي.

ځینې قومي مشران په دې باور دی، چې طالبان د خپلو ځواکونو د اکمال توان نه لري او دوهم دا چې دوی د پاکستان د بریدونو له وېرې له خپلو پوستو او مرکزونو وتلي دي.

د نورستان ځیني قومي مشران نیوکه کوي، چې طالبان رسنیو او خلکو ته ناسم معلومات ورکوي او دوی د چورلکو له لارې د برګمټال او کامدېش ولسوالیو مرکزونو ته سفرونه کوي او داسې څرګندوي، چې ګواګې دوی په ډیورنډ ګرښه کې حضور لري.

یو قومي مشر وویل:« طالبان اوس حکومت په واک کې لري، نظامي ځواک لري نو دوی نشي کولی، چې د افغانستان په خاوره کې د کونړ ناړۍ ولسوالۍ او د نورستان برګمټال او کامدېش لارې پرانیزي او امنیت یې وساتي.»

د ځايي خلکو په وینا، طالبانو د پاکستان د هوايي بریدونو له وېرې پر ډیورنډ کرښه پوستې پریښي دي او په کلیو او جوماتونو کې دیره شوي دي.

څو ورځې وړاندې د نورستان د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم تاید کړه، چې پاکستاني ځواکونه پر هغو موټرو بریدونه کوي چې غواړي د کامدیش او برګمټال ولسوالیو ته داخل شي، له همدې امله د دغو دواړو ولسوالیو لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

په سیمه کې محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي وو، چې کامدیش، برګمټال او د کونړ ناړۍ ولسوالۍ پر یوه لیکه پرتې دي او د نورستان خلک د اکمالاتو لپاره د ناړۍ لار کاروي، خو پاکستاني ځواکونه له غره څخه ډزې کوي او پر لاره موټر نه شي تېرېدای.

ځايي قومي مشران او اوسېدونکي په داسې حال کې د څرګندونې کوي، چې له دې وړاندې طالبانو ویلي و، چې په نورستان کې یې پر ډیورڼد کرښه له پرتو پوستو شاتګ نه دی کړی.

په کابل کې د ایران سفارت «د افغانانو د مالي مرستو» ټولولو لپاره بانکي اکاونټونه اعلان کړل

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې د افغانانو د مالي مرستو ترلاسه کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی. اعلامیه وايي، په افغانستان، ایران او د نړۍ په نورو هېوادونو کې «د افغانانو د ملاتړ او مالي مرستو د غوښتنو» له زیاتېدو وروسته د مرستو ټولولو اسانتیاوې برابرې شوې دي.

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت د دوشنبې په ورځ، د وري پر ۱۷مه په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغانستان دننه، په ایران او د نړۍ په نورو هېوادونو کې «د افغانانو له لوري د ملاتړ او مالي مرستو د غوښتنو» له زیاتېدو وروسته، سفارت پرېکړه کړې چې د مرستو راټولولو اسانتیاوې برابرې کړي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، خلک کولای شي خپلې مرستې د ایران د سرې میاشتې ټولنې حسابونو ته هم په تهران او هم د منځني ختیځ بانک د بخارست څانګې له لارې په ډالري او یورو بڼه ولېږي.

همدارنګه سفارت ویلي، چې د کریپټو له لارې د مرستو د لېږد امکان هم برابر شوی دی.

سفارت زیاته کړې، چې سربېره پر دې، مرستې د افغانستان په یوه بانک کې د ایران سفارت حساب ته هم استول کېدای شي.

اعلامیه زیاتوي هغه کسان چې غواړي نغدې مرستې وکړي، کولای شي په مستقیم ډول د ایران سفارت کونسلي برخې ته ورشي او خپلې مرستې وسپاري.

د ایران سفارت داسې مهال د افغانانو د مرستو راغونډولو خبر ورکړی، چې تازه د اسلامي جمهوریت ملاتړو د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د فاطمیون ډلې د حضور یادونه کړې ده.