• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټولنیزو شبکو کاروونکو د ایران اسلامي جمهوریت د مرستو ټولولو پر کمپاین غبرګون ښودلی

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۵۹ GMT+۱

له افغانانو د مالي مرستو ترلاسه کولو په تړاو د ایران اسلامي جمهوریت کمپاین او په تهران کې د فاطميون ډلې څرګندېدو د ټولنیزو شبکو د کاروونکو غبرګونونه را پارولي. یو شمېر افغانان وایي، چې افغانستان دمګړۍ خپله له بد وضعیت سره مخ دی.

په کابل کې د ایران سفارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانانو مالي مرستې ترلاسه کولو ته چمتو دی.

ویل کیږي دا اقدام د هغو افغانانو د غوښتنې په ځواب کې دی چې د جګړې په جریان کې مالي ملاتړ غواړي.

د مرستې په لاروچارو کې د نغدو پیسو سپارل، بانکي حساب ته پیسې لیږل، د ایران سرې میاشتې ټولنې کوډ کارول او مستقیم حساب ته د پیسو لیږد شامل دي.

خو دا کمپاین له پراخو نیوکو سره مخ شوی.

د ټولنیزو شبکو افغان کاروونکو ویلي چې د هیواد اقتصادي وضعیت خراب دی او خلک نشي کولی د ایران له اسلامي جمهوریت سره مالي مرسته وکړي.

ځینې نور په ایران کې د افغان کډوالو د تجربو یادونه کوي او نیوکه کوي چې ایران مخکې د مهاجرینو پر وړاندې له خشونت او اخراج کار اخیستی دی.

ځینو ایراني کاروونکو هم دا اقدام غندلی او له افغانانو څخه یې د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته د ایران په بیا رغونه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د دې کمپاین ترڅنګ، د فاطميون ډلې د موټرو ویډیو خپرېدو په تهران کې په خلکو او ټولنیزو شبکو کې تازه بحثونه راپورته کړي.

دغه ملېشې د افغان شیعه کډوالو څخه جوړې شوې او مخکې په سوریه کې د ایران له خوا کارول شوې او ډیری غړي یې وژل شوي دي.

کارپوهان او د ټولنیزو شبکو کاروونکي خبرداری ور کوي چې دا کمپاین په داسې حال کې دی چې افغانستان له ژور اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی او میلیونونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

یوې افغانې مور د کابل په اېمرجنسي روغتون کې پنځه ماشومان زېږولي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د اېمرجنسي روغتون وايي، چې د افغانستان په ځانګه کې یې یوې افغانې مور پنځه ماشومان زېږولي دي. یاد روغتون پر خپل اېکس د مور او ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه بللی او دوی ته یې په سوله کې د ژوند کولو هیله کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې یوه مور په یو وار له یوه ډېر ماشومان زېږوي، بلکې له دې وړاندې د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې د شیزادو ولسوالۍ یوې اوسېدونکې مور څلور ماشومان زېږولي وو.

د یادولو وړ ده چې، څه موده وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ویلي وو چې افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د مور او ماشوم مړینه پکې زیاته ده.

یاد دفتر دا هم ویلي وو، چې هر کال په نړۍ کې ۴.۵ میلیونه میندې او نوزیږي ماشومان یا د حاملګۍ پر مهال او یا هم له پیدا کېدو وروسته په لومړنیو اونیو کې په داسې حال کې مري چې د درملنې وړ هم وي.

مولانا فضل الرحمن: د پاکستان د ناسمو پالیسیو له امله له افغانستان او هند سره لارې تړلې دي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ویلي، چې د پاکستان د ناسمو تګلارو له امله له افغانستان او هند سره لارې د سوداګرۍ پرمخ تړل شوې، چې سوداګرۍ ته یې زیان اړولی دی. مولانا فضل‌الرحمان ویلي، چې «د پاکستان واکمنان د امریکا غلامان دي».

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن نن دوشنبه، د وري پر ۱۷مه، په خیبر پښتونخوا کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د روانو پالیسیو په اړه د پارلمان غونډه راغواړي او په دې اړه به معلومات د ولس له استازو شریک شي.

مولانا په پښتونخوا کې پر خراب امنیتي وضعیت نیوکه وکړه او ویې ویل چې حکومت په خیبرپښتونخوا کې کنټرول له لاس ورکړی او واکمني یې نه چلیږي.

نوموړي د پاکستاني پوځ پر نظامي عملیاتو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې روان عملیات د ناامنۍ لامل شوي دي.

مولانا فضل الرحمن ویلي، چې د تېلو کومې لس بیړۍ چې د پاکستان په نامه له هرمز تنګي را تېرې شوې، دوی نه دي لیدلې او نه هم پر بیو اغیز پرېوتی دی.

هغه خبرداری ورکړ، چې ددې ټولو موضوعاتو په اړه د اپریل میاشتې پر ۱۲مه نېټه له خیبر پښتونخوا څخه د حکومت پرضد تحریک پیلوي.

په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۳ ته ورسېد

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۵۷ GMT+۱

د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی، چې د وري له ۶مې راهیسې د طبیعي پیښو د قربانیانو شمېر ۱۱۰ کسانو او د ټپیانو شمېر ۱۶۰ ته رسیدلی او ۷ تنه نور لادرکه دي. نن درې مېرمنو په خوست کې د دیوال نړېدو په پېښه کې ژوند له لاسه ور کړی، چې د ټولو مړو شمېر ۱۱۳ ته رسیږي.

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد نن دوشنبه، د وري پر ۱۷مه په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي، چې د روانو ورښتونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، زابل، هرات، غور، بادغیس، سرپل، فاریاب، بغلان، تخار، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې ۱۱ تنه مړه شوي دی.

نن ماسپښین د وري پر ۱۷مه د خوست ښار مرکز متون کې د یو کور د دیوال نړېدو په پېښه کې ۳ مېرمنې مړې شوې دي، چې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۳ تنو ته رسیږي.

په هېواد کې د درنو بارانونو او سېلابونو له امله په بشپړه توګه ۹۵۸ استوګنیز کورونه وېجاړ شوي او ۴۱۵۹ نور کورونه زیانمن شوي دی.

د یادې ادارې په وینا، سېلابونو ۳۵۶ کیلومتره سړکونه او نږدې ۱۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې او ۲۹۲۰ ونې له منځه تللې او شاوخوا ۸۰۰۰ کورنۍ یې اغیزمنې کړې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د ټولګټو وزارت اعلان وکړ، چې د وروستیو بارانونو، سېلابونو او ځمکښویېدنې له امله په هیواد کې یو شمیر لویې لارې او سړکونه په موقت ډول تړلي دي.

سیلابونه په دوامداره توګه په افغانستان کې مرګونې طبیعي پېښې له ځان سره لري، چې هر کال سلګونه کسان پکې مري.

کارپوهان وايي چې پر اقلیمي تغییراتو او دوامدارې وچکالۍ سربېره، غیر معیاري ودانیز کارونه هم د پېښو او د مرګ ژوبلې شمېر لوړوي.

په چین کې د طالبانو او پاکستان خبرې اترې د پنځمې ورځې لپاره هم روانې دي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۸ GMT+۱

په اورمچي کې په روانو خبرو اترو کې طالبانو له پاکستان نه د داعــــش او مخالفو ډلو د نه ملاتړ او د سوداګریزو لارو بیا نه تړلو په برخه کې تضمین غوښتی. دغه راز پاکستان له طالبانو غوښتي، چې ټي ټي پي ترهګره ډله ومني، مرکزونه یې له منځه یوسي او ددې لپاره ثبوتونه ور کړي.

د چین په منځګړتوب په دې خبرو اترو کې پاکستان یو پنځه ټکی چوکاټ وړاندې کړی، چې اوربند، د افغان طالبانو له خوا د ترهګرۍ ضد اقداماتو تضمین، په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو له منځه وړل او د خوندي سوداګریزو لارو د برابرولو اقداماتپکې شامل دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې ښايي خبرې نهمې ورځې ته وغځیږي او دوه اړخیزو کتبي تضمینونو ورکولو ته لاره اواره شي.

په کابل کې د سرچینو په وینا، طالبانو په دغو خبرو اترو کې له پاکستان نه د دې ډلې د مخالفانو او داعش وسله والې ډلې د فعالیتونو مخنیوي په تړاو کتبي تضمینونه غوښتي او دغه راز یې ټینګار کړی، چې د تورخم او نورو سوداګریزو لارو د بیا نه تړل کېدو لیکلی تضمین ورکړل شي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دواړو خواوو په اصولو کې دا منلي، چې معلومات به رسنیو ته نه ورکول کېږي او پټ به ساتل کیږي.

همدارنګه ویل کیږي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د منظمو او بنسټیزو خبرو اترو میکانیزم د جوړېدو پلان هم شته، خو پر دې میکانیزم تراوسه هوکړه نه ده شوې.

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون رسنۍ ددغه هېواد د سرچینو له قوله ویلي، چې د پاکستان پنځه غوښتنې د اسلام اباد د خبرو اترو بنسټ جوړوي او د امنیتي اندېښنو له امله یې دریځ سخت شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او طالبانو دواړو تر اوسه یوازې د خبرو اترو د پیل تصدیق کړی، خو د اجنډا یا پرمختګ په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د اورمچي غونډې لپاره دواړو خواوو د تخنیکي کچې پلاوي استولي دي.

د طالبانو پلاوی د امیر خان متقي د دفتر مشر محب الله واسع رهبري کوي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع او استخباراتو وزارتونو استازي پکې شامل دي.

د پاکستاني پلاوي مشري ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید علي اسد ګیلاني کوي او د دفاع او استخباراتو ادارو استازي هم پکې شامل دي.

دغه خبرې اترې داسې مهال کیږي، چې پاکستان د کابل د روږدو د درملنې پر مرکز له برید وروسته پر افغانستان هوايي بریدونه درولي، خو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمنځ وخته ناوخته نښتې کیږي.

ملا هبت الله وايي چې په هر څه کې له الله څخه مرسته وغواړئ

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۵۶ GMT+۱

د طالبانو مشر په کندهار کې د جنوب زون د حاجیانو د ښوونکو او بعثې غړو لپاره په جوړ شوي سیمینار کې ویلي، هڅه به یې دا وي چې په هر څه کې له الله تعالی څخه مرسته وغواړي. ملا هبت الله له پاکستان سره پر ستونزو او د طبیعي پېښو له امله پر مرګ ژوبلو هیڅ راز څرګندونې نه دي کړې.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن دوشنبې په ورځ، د وري پر ۱۷مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې ددې ډلې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال، د کندهار ولایت د ارشاد، حج او قافو رییس، د جنوب زون د ارشاد، حج او اوقافو د ریاستونو رییسانو او یو شمېر نورو دیني عالمانو او د طالبانو مسوولانو هم برخه اخیستې وه.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپله وینا کې د حاجیانو ښوونکو او د بعثې غړو ته ویلي، چې دوی مکلف دي چې د حاجیانو ښه خدمت به کوي. هغه زیاته کړې، « اوس نو پر تاسو فرض شوه چې حاجیانو ته د حج اړوند په ټولو برخو کې لارښوونه وکړئ او په اداري امورو کې د دوی خدمت وکړئ».

ملا هبت الله د خپلې ادارې، له پاکستان سره د ستونزو او نورو مسایلو په اړه هیڅ راز څرګندونې نه دي کړې.

د افغانانو نیوکې دا دی، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په هېواد کې اساسي او بنسټیز موضوعات له پامه غورځولي دي او یوازې په نصیحت وزمه خبرو تمرکز کوي.

د پاکستان پر هوايي بریدونو او په طبعي پېښو کې د افغانانو پر مرګ ژوبلې نوموړی غلی پاتې دی.