• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: د ایران لپاره ټاکل شوی ضرب‌الاجل وروستی دی او نور نه غځیږي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران ته یې د هوکړې لپاره ټاکلی ضرب‌الاجل وروستی دی او نور به ونه غځول شي. ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې ایران یو وړاندیز وړاندې کړی، چې مهم ګام بلل کېږي، خو د ده په وینا، لا هم بسنه نه کوي.

هغه خبرداری ورکړی چې که تر سې شنبې شپې پورې هوکړه ونه شي، امریکايي ځواکونه به د ایران پر زیربناوو پراخ بریدونه وکړي.

ایران د ټرمپ ټاکل شوی ضرب‌الاجل رد کړی او ټینګار یې کړی چې د جګړې د پای لپاره باید دایمي حل پیدا شي.

د راپورونو له مخې، د امریکا لوړپوړي چارواکي د پاکستان له لارې له ایران سره غیر مستقیمې خبرې پر مخ وړي، چې موخه یې له اټومي وسلو څخه د ایران تېرېدل او د هرمز تنګي بیا پرانېستل دي. ایران خپل ځواب اسلام اباد ته سپارلی دی.

ټرمپ وویل چې که تهران یې شرطونه ومني، جګړه ژر پای ته رسېدلی شي.

نوموړي دا هم وویل چې د ایران نوی مرکچي پلاوی د پخوانیو په پرتله لږ سخت دریځه ښکاري.

هغه زیاته کړه چې که واک یې وای، امریکا به د ایران د تېلو کنټرول هم په لاس کې اخیستی وای، خو دا یې ومنله چې ښایي امریکايان دا پرېکړه ونه مني.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

شي جين پينګ په چین کې د انرژۍ د نوي سیستم د چټک پرمختګ غوښتنه کړې

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۵ GMT+۱

د چین ولسمشر شي جين پينګ د خپل هېواد د انرژۍ امنیت د خوندي کولو لپاره د انرژۍ د نوي سیستم د چټک پلان او جوړولو غوښتنه کړې ده. نوموړي دغه راز د اټومي انرژۍ د خوندي او منظمې پراخېدا یادونه هم کړې ده.

د چین دولتي رسنیو د راپور له مخې، شي جين پينګ د اوبو برېښنا پر پراختیا او د چاپېریال ساتنې پر ارزښت ټینګار کړی او همدارنګه یې د اټومي انرژۍ د خوندي او منظمې پراخېدا غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي چې چین د انرژۍ په برخه کې نړیوالو بدلونونو ته په کتو مهمې پرېکړې کړې او د انرژۍ د امنیت نوې ستراتیژي یې پیاوړې کړې ده.

کارپوهان وايي چین د انرژۍ د بیو له لوړوالي سره د مقابلې ښه توان لري، ځکه د دغه هېواد د انرژۍ ډېره برخه لا هم د سکرو له لارې تامینېږي او د تیلو واردات یې د هرمز له تنګي یوازې یوه کوچنۍ برخه جوړوي.

شي جين پينګ ټینګار کړی چې که څه هم سکاره د انرژۍ د سیستم بنسټ جوړوي، خو چین باید د پاکې او ټیټ کاربنه انرژۍ پراختیا ته ژمن پاتې شي.

د ناسا ستورمزلي نن د سپوږمۍ د جاذبې ساحې ته ورسېدل

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۱۰ GMT+۱

د ناسا د ارتېمیز۲ ماموریت څلور ستورمزلي د دوشنبې په سهار د سپوږمۍ د جاذبې ساحې ته داخل شول. هغوی به ډیر زر د سپوږمۍ تپ او لرې اړخ ته لاړ شي او د تاریخ تر ټولو لرې تللي انسانان به شي.

ستورمزلو ریډ ویسمن، ویکتور ګلوور، کریسټینا کوچ او کاناډایي جیرمي هنسن خپل دغه ماموریت تېره اونۍ د امریکا له فلوریډا څخه پیل کړی و.

هغوی به د دوشنبې په ورځ د شپږمې ورځې لپاره تر ماښام پورې د ماموریت تر ټولو لوړې فاصلې ته ورسیږي، چې شاوخوا ۲۵۲,۷۵۷ ميله ده.

د سپوږمۍ د جاذبې په سیمه کې د سپوږمۍ ځواک د کپسول پر حرکت محسوسېږي.

د سپوږمۍ جاذبه د ځمکې د جاذبې شاوخوا ۱/۶ برخه ده. په دې سیمه کې د سپوږمۍ کشش ستورمزلو او کپسول ته اجازه ورکوي چې په نیمه وزن حرکت وکړي.

دا ځانګړې جاذبه ستورمزلو ته د سپوږمۍ شاوخوا حرکت او د تیاره اړخ د څیړلو موقع برابروي.

دا سفر شاوخوا شپږ ساعته دوام کوي او ستورمزلي به د اوریون کړکۍ له لارې د سپوږمۍ ځانګړې، یا د تپې برخې انځورونه واخلي.

دغه ستورمزلي به د سپوږمۍ په شاوخوا کې۱۰ورځنی سفر بشپړوي.

اورشلیم‌پوسټ: د ایران پر ضد د اسراییل او امریکا د احتمالي برید 'ستراتیژیکې موخې' وټاکل شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۵۶ GMT+۱

اورشلیم پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې اسراییل او امریکا له پرله‌پسې خبرو اترو وروسته په ایران کې د ستراتیژیکو موخو یو نوملړ وروستی کړی دی. د راپور له‌مخې، که تهران د ډونالډ ټرمپ له ټاکلي ضرب‌الاجل سره مخالفت وکړي، دغه موخې به د درنو بریدونو لاندې راشي.

دوو باخبره سرچینو دغې ورځپاڼې ته ویلي، دا هوکړه د دې لپاره شوې چې د ایران د تهاجمي سیاستونو پر وړاندې د واشنګټن او تل‌ابیب غبرګونونه په بشپړه توګه همغږي شي. د نښه شویو اهدافو د وروستي نوملړ له ټاکلو سربېره، د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ عملیاتي همغږي هم وروستي پړاو ته رسېدلې ده.

د راپور پر بنسټ، د دغه ګډ عملیاتي پلان جزییات تېره پنجشنبه په هغه غونډه کې وروستي شول، چې د اسراییل د پوځ لوی درستیز ایال زمیر او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ترمنځ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو لوړپوړو پوځي چارواکو د دندو د وېش او د دقیقو ماموریتونو پر ټاکلو هوکړه وکړه، څو هغه مهال عملي شي کله چې ټرمپ د ورکړل شوي ضرب‌الاجل پای اعلان کړي. ټرمپ مخکې خبرداری ورکړی و، چې ایران باید د سې‌شنبې تر شپې پورې د هرمز تنګی بېرته پرانیزي، که نه نو د دغه هېواد مهمې زېربناوې به د بریدونو هدف وګرځي.

چین د منځني کړکیچ پای ته رسولو کې له روسیې سره همکارۍ ته تیاری ښودلی

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۱

چین وايي چمتو دی چې د منځني ختیځ د کړکېچ کمولو لپاره له روسیې سره همکاري وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي دا خبرې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.

وانګ يي ویلي چې پر هرمز تنګي د تګ راتګ ستونزو د حل اساسي لاره دا ده چې ژر تر ژره اوربند وشي. هغه زیاته کړې چې چین تل د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د نړیوالو شخړو د حل ملاتړ کړی دی.

دغه ټیلیفوني خبرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له راتلونکې غونډې مخکې شوې دي، چې ټاکل شوې د هرمز تنګي د سوداګریزو بېړیو د ساتنې په اړه پکې د بحرین پر یوه پرېکړه لیک رایه ورکړل شي.

چین ټینګار کړی چې د امنیت شورا دایمي غړي لکه چین او روسیه باید متوازن او بې پرې دریځ خپل کړي او د نړیوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دواړو لوریو د ژر اوربند او د سیاسي او ډیپلوماټیکو خبرو د پیل پر لارو چارو بحث کړی دی.

چین مخکې هم څو ځله د منځني ختیځ او خلیج په سیمه کې د اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې روانه جګړه چې له یوې میاشتې زیاته موده یې کېږي، د هرمز تنګي مهمه سوداګریزه لاره هم تر ډېره تړلې ده.

د ایټالیا سمندرغاړو ته نږدې ۳۲ کډوال ژغورل شوي خو ۷۱ نور په سمندر کې لادرکه دي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د ایټالیا ساحل ته نږدې دوو سوداګریزو بېړیو د کډوالو د یوې کښتۍ ۳۲ تنه ژغورلي او د دوو کسانو مړي یې موندلي ، خو د ژغورنې ادارې وايي چې ۷۱ نور کسان په سمندر کې ورک شوي دي. په یاده کښتۍ کې ټول ۱۰۵ تنه سپاره وو.

د ژغورنې بنسټونو د معلوماتو له مخې، دغه کښتۍ له لیبیا څخه د اروپا پر لور روانه وه او د ایسټر د رخصتیو په ورځو کې له پېښې سره مخ شوې ده.

ژغورل شوي کسان وايي چې په کښتۍ کې ټولټال ۱۰۵ کسان سپاره وو، چې ډېری یې په سمندر کې له منځه تللي دي.

ژغورل شوي کسان او د مړو دوه جسدونه د ایټالیا سمندرساتو ځواکونو لامپېدوسا ټاپو ته لېږدولي دي.