• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېکسپرېس ټرېبیون: پاکستان له طالبانو غوښتي چې «ټي‌ټي‌پي» باید د ترهګرې ډلې په توګه وپېژني

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ویلي، چې پاکستان د چین په ارومچي کې د روانو خبرو په لړ کې افغان طالبانو ته خپلې درې بنسټیزې غوښتنې وړاندې کړې دي. راپور کې راغلي، یوه غوښتنه دا شوې چې پر کابل واکمن باید د پاکستاني طالبانو غورځنګ د ترهګرې ډلې په توګه وپېژني.

د ارومچي مذاکرات د چین په منځګړیتوب ترسره کېږي او موخه یې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د پنځه ماده‌ییز چوکاټ رامنځته کول بلل شوي دي.

د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، اسلام‌اباد د خبرو په پیل کې ټینګار کړی چې کابل باید د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډله په رسمي ډول د یو ترهګریز سازمان په توګه اعلان کړي، د دې ډلې بنسټونه له منځه یوسي او د دغو اقداماتو د ثبوت لپاره د باور وړ شواهد وړاندې کړي.

دغه درې غوښتنې د پاکستان د مذاکراتي دریځ بنسټ جوړوي؛ هغه دریځ چې د سرچینو په وینا، د پرله‌پسې امنیتي اندېښنو له امله لا سخت شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه یوازې د یوې لومړنۍ اعلامیې په خپرولو سره په ارومچي کې د دغو خبرو اترو ترسره کېدل تایید کړي، خو د اجنډا یا د خبرو د پرمختګ په اړه یې نور جزییات نه دي شریک کړي.

په همدې حال کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په خپله اوونیزه ناسته کې ویلي چې په دې خبرو کې د پاکستان ګډون باید د دې هېواد د پالیسۍ د بدلون په توګه تعبیر نه شي، په ځانګړي ډول د روانو امنیتي عملیاتو په تړاو چې د وسله‌والو ډلو خلاف روان دي.

د طالبانو او‌ پاکستان ترمنځ له تېرو څو میاشتو راهیسې سخت امنیتي او سیاسي کړکېچ روان دی او په همدې ترڅ کې دواړو لوریو له یو بل سره سوداګریزې اړیکې هم بندې کړې دي. تر چین مخکې، قطر، سعودي عربستان او ترکیې هم د طالبانو او اسلام‌اباد منځګړیتوب کړی و، خو کومه پایله یې نه وه ورکړې.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۳

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۴

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۵

ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده

•
•
•

نور کیسې

اوچا: نورستان کې نږدې ۱۰۰زره کسان بشري مرستو ته لاسرسی نه لري

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱
اوچا: نورستان کې نږدې ۱۰۰زره کسان بشري مرستو ته لاسرسی نه لري
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د نورستان په برګمټال او کامدیش ولسوالیو کې شاوخو ۱۰۰زره کسان بشري مرستو ته لاسرسی نه لري.

اوچا د دوشنبې په ورځ، د وري ۱۷مه ویلي چې که څه هم دغو ولسوالیو ته د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ له لارې تګ راتګ ممکن دی، خو دا لاره هم د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه د ډزو له امله د ملکي وګړو او مرستندویو بنسټونو پرمخ تړلې ده.

تر دې وړاندې، نورستان کې د طالبانو د والي ویاند هم په دې لاره ډزې تایید کړې وې. اوچا خبرداری ورکړی چې د نورستان پر لارو د بندیز له امله، د دغو ولسوالیو اوسېدونکي نه شي کولای بازارونو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري او د خوراکي توکو او طبي وسایلو له سخت کمښت سره مخ دي.

تر دې مخکې، د کامدېش او برګمټال ولسوالیو یو شمېر قومي مشرانو او اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله د نورستان له مرکز سره د هغوی اړیکه پرې شوې او د خوراکي توکو او نورو اړینو توکو زیرمې یې هم ختمې شوې دي.

هغوی وايي، سره له دې چې څو ځله یې د طالبانو له چارواکو سره اړیکه نیولې، تر اوسه کوم عملي ګام نه دی پورته شوی، او خبرداری یې ورکړی چې که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، اړ به شي له پاکستاني ځواکونو څخه د مرستې غوښتنه وکړي.

بلخوا نورستان کې د طالبانو والي زین‌العابدین عابد تېره اوونۍ اعلان کړی و چې کامدېش او برګمټال ته د تګ راتګ او د مرستو د رسولو لپاره پر بدیلو لارو کار روان دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر: د افغان طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ هراړخیزه همکاري شتون لري

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۶ GMT+۱
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر: د افغان طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ هراړخیزه همکاري شتون لري
100%

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر، ضیا لانګو یو ځل بیا ادعا کړې چې د افغان طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ همکاري شتون لري او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارېږي.

لانګو دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ له نورو چارواکو سره په یوې ګډې خبري ناسته کې وکړې او د خپلو ادعاوو د ثبوت په توګه یې د یوه نیول شوي ځوان ویډیو هم وړاندې کړه. په ویډیو کې یو کس چې ځان «حبیب الله» معرفي کوي، وایي چې د پکتیکا اوسېدونکی دی او ورور یې د ټي ټي پي قوماندان دی. نوموړي ویلي چې په کچلاک سیمه کې نیول شوی دی.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې دغه کس له افغان طالبانو سره اړیکې لري او اوس د ټي ټي پي برخه دی. دوی دا هم ویلي چې په بلوچستان کې د ناامنۍ تر شا ګډې شبکې فعالیت کوي.

بل لور ته، د بلوچستان چارواکو د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه شاوخوا نهه سوهاو ۶۰زره «غیرقانوني» افغان کډوال له دغه ایالته ایستل شوي، خو ځینې بېرته راستانه شوي دي. د دوی په وینا، یوازې په یوه ورځ کې ۱۱۰۰افغانان نیول شوي دي.

ضیا لانګو ټینګار کړی چې د پاکستان د مرکزي حکومت د پالیسۍ له مخې، افغان کډوال باید په خپله خوښه او «په عزت» خپل هېواد ته ستانه شي، خو که دا کار ونه کړي، نو حکومت به د قانون له مخې د دوی د ایستلو اقدام وکړي.

فضلي: ملګري ملتونه باید د پاکستان له لوري د ۷۶۱ افغانانو د وژلو موضوع پر وړاندې اقدام وکړي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۰ GMT+۱
فضلي: ملګري ملتونه باید د پاکستان له لوري د ۷۶۱ افغانانو د وژلو موضوع پر وړاندې اقدام وکړي
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، یوازې په تېرو ۶نیمو اونیو کې د پاکستان له‌ لوري ۷۶۱ افغانان وژل شوي دي. هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې دغه موضع راپورته، ثبت او پر وړاندې یې اقدام وکړي.

فضل محمود فضلي د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د افغانانو لپاره حقیقت هېڅکله د شک وړ نه‌وو، خو پاکستان او د هغوی د «تبلیغاتو ماشین» ان په کابل کې د روږدود درملنې پر یوه مرکز برید هم رد کړی دی.

فضلي زیاته کړې: «اوس حقیقت نور د انکار وړ نه‌دی. ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو دا تایید کړې ده. دا د بشریت پر وړاندې یو جنایت دی».

د تېر جمهوري نظام دغه چارواکي پر افغانستان د پاکستان د بریدونو او په ځانګړې توګه د ملګي وګړو د وژنې په تړاو د بشري حقونو د اړوندو بنسټونو پر چوپتیا په نیوکو سره وویل: «نړۍ نه‌شي کولای سترګې پټې کړي».

هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د یادو مسایلو پر وړاندې اقدام وکړي او زیاته یې کړې یې ده، «دا موضوع باید د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې راپورته، ثبت او پر وړاندې یې اقدام وشي».

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) وویل، چې د روان ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۲مې د اپرېل تر ۴مې پورې د افغانستان پر نهو ولایتونو د پاکستان په بریدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲۶ نور بیا ټپیان شوي، خو طالب وسله‌والو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د کابل په ګډون د افغانستان پر ۹ ولایتونو د پاکستان په بریدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

طالبانو همداراز ویلي، په دې موده کې د پاکستان په بریدونو کې ۱۱۴۰ کورونه، ۳ کلینیکونه، ۱۳ مدرسې، ۲۵۶ هټۍ، ۳۴ جوماتونه او ۱۳ ښوونځي یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي او یا هم په نسبي ډول زیانمن شوي او همداراز ۲۷ زره او ۴۰۷ کورنۍ له خپلو مېنو او سیمو بې‌ځایه شوې دي.

له دې سره سم، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د طالبانو د یاد راپور د خپرېدو په غبرګون کې د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) ادعا کړې، چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې تر اوسه، ۷۹۹ طالب جنګیالي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۳۴ نور ټپیان شوي دي.

پاکستان: د نښتو له پیل راهیسې مو ۷۹۹ طالبان وژلي او ۱۰۳۴ نور مو ټپیان کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

هغه زیاته کړې، په دې موده کې د طالبانو ۲۸۶ پوستې له‌منځه تللي او د ۴۴ نورو پوستو د نیولو ادعا وکړه، خو پاکستاني عسکرو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې د شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي، په داسې حال کې چې طالبانو په دې موده کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ د پوستو او همداراز د بې‌پيلوټه الوتکو په وسیله په اسلام‌اباد، راولپېنډۍ او خیبر پښتونخوا کې د نظامي مرکزونو له په نښه کولو خبر ورکړی دی.

سرچینې: په خوست کې د طالبانو او پاکستان ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا نښته پيل شوې | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه ادعاوې په داسې حال کې دي، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د روغې جوړې لپاره چین په اورومچي کې دواړه خواو خبرو ته کېنولي، خو لا تر اوسه یې څه پایله نه‌ده ورکړې، ځکه همدا نن شپه هم د خوست د ټڼیو ولسوالۍ اړوند ډيورند کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځه نښته شوې ده.

پاکستان: د نښتو له پیل راهیسې مو ۷۹۹ طالبان وژلي او ۱۰۳۴ نور مو ټپیان کړي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۱
پاکستان: د نښتو له پیل راهیسې مو ۷۹۹ طالبان وژلي او ۱۰۳۴ نور مو ټپیان کړي
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وایي، د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې تر دې دمه، ۷۹۹طالب جنګیالي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۳۴نور ټپیان شوي دي.

د دغه پاکستاني چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمېر پوځي مرکزونه او تجهیزات هم له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړې چې راپورونه ښيي د طالبانو۲۸۶پوستې له منځه تللې او ۴۴نورو پوستو د نیولو ادعا یې وکړه.

تارړ ویلي چې همدارنګه ۲۴۹وسایط لکه ټانکونه، زغره‌ وال موټرونه، توپونه او بې‌پیلوټه الوتکې ویجاړې شوې او ۸۱هغه اهداف چې د طالبانو د «ترهګریز مرکزونو» په نوم یادیږي، د هوايي بریدونو له لارې په ټوله افغانستان کې هدف ګرځېدلي دي.

بلخوا، طالبان ادعا کړې چې د پاکستان وروستي بریدونو کې شاوخوا ۷۶۱ملکیان وژل شوي او ۶۵۰نور ټپیان شوي دي. د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د حوت له ۴مې تر حمل ۱۶مې، پاکستاني پوځ نهه ولایتونه، په شمول کابل، قندهار، پکتیکا، پکتیا او ننگرهار بمبار کړي، چې ډېری زیانونه یې پر ملکیانو باندې راغلي دي.

تر اوسه طالبانو د پاکستاني چارواکو د تلفات او بریدونو په اړه رسمي تبصره نه ده کړې. مخکې له دې، ځینې سرچینې تایید کړې چې پاکستاني پوځ د څو قول اردوګانو په ګډون، د بګرام هوایي اډه او د طالبانو د ځانګړو ځواکونو مرکز په قندهار کې هم بمبار کړی دی.

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند: پاکستاني پوځ د امریکا لپاره د «باګرام نیولو ټېکه» اخیستې ده

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱
د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند: پاکستاني پوځ د امریکا لپاره د «باګرام نیولو ټېکه» اخیستې ده
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شريک مشر مختار خان يوسفزي ويلي، له افغانستان سره د پاکستان جګړه د پنجابي د ګټو لپاره ده. هغه زیاته کړې، « دا د امریکا د ګټو جګړه ده او د پاکستان پوځ سینه ډبولې چې باګرام به د امریکا لپاره نیسي،»

هغه نن د يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په سوات کې یوې غونډې ته په وينا کې ويلي، «امریکا غواړي چې د باګرام هوايي اډه به د چین پر ضد وکاروي او د دغه اډې د نیولو ټېکه یې د پاکستان پوځ ته ورکړې ده، نو ځکه په افغانستان کې جګړه کوي.»

نوموړي د پاکستان له خوا افغانستان سره د جګړې په ترڅ کې ویلي، «د پاکستاني جنرالانو څخه پوښتنه کوم چې په کابل کې یې کوم طالب مشر وژلی دی؟ ته راځې په کونړ کې بې ګناه افغانان وژنې په هغو بمباري کوې.»

هغه ويلي، پاکستان په جلال اباد او پکتيا کې خلک وژني.

پاکستان د فيبرورۍ د مياشتې د وروستيو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې بمبارۍ کړي او ادعا کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان پرضد یې دغه عمليات ترسره کړي او د هغو اهداف یې په نښه کړي دي.

د پاکستان د بمباريو په ځواب کې افغان طالبانو هم د ډېورنډ په کرښه د پاکستاني ځواکونو پر ضد غچ اخیستونکي عملیات او په پاکستان کې د ډرون بريدونه ترسره کړي.

مختار يوسفزي ادعا کړې، چې تحريک طالبان پاکستان د پاکستاني پخوانيو پوځي او استخباراتو مشرانو کونړ ته لېږدولي و، ترڅو د افغان طالبانو سره په شریکه د افغانستان د جمهوري حکومت پرضد جګړه وکړي.