• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

واوره او توپان؛ طالبانو د سالنګونو لویه لاره د لنډمهال لپاره وتړله

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویه لاره د درنې واورې، باران او توپان له امله د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه. طالبانو ویلي، دا پرېکړه د لید ساحې د محدودیت له امله د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه شوې ده.

طالبانو ویلي چې د دوشنبې د ماښام له ۷نیمو بجو وروسته پر دغه لاره د موټرو هر ډول تګ راتګ بند دی او خلک باید د سفرونو لپاره تر بلې خبرتیا پورې انتظار وباسي. خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د هوا د ښه کېدو او توپان له کمېدو سر سم به سالنګ کې د طالبانو د ساتنې ټیمونه د واورینو سیمو د پاکوالي چارې پیل کړي، څو لاره د ټرافیکو پرمخ بیا ژر خلاصه شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د واورو او توپان په بهیر کې دغه لاره تړل کېږي، بلکې دې وړاندې هم په ځلونو دا لاره تړل شوې ده.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۳

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۴

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د افغانستان چاپېریال د تپل شویو جګړو او اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن شوی

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۸ GMT+۱
طالبان: د افغانستان چاپېریال د تپل شویو جګړو او اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن شوی
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر د کابل په قرغې کې د ۲ زره نیالګیو کېنولو په مراسمو کې وویل، چې د افغانستان چاپېریال د تپل شویو جګړو او اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن شوی او په وینا یې، د ځمکې د ابادۍ لپاره تر ټولو اسانه لار د نیالګیو کېنول او د ځنګلونو بیا احیاء کول دي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارط مشر مطیع‌الحق خالص په دې مراسمو کې چې د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) جوړ شوي وو وویل: «زموږ کړنې باید د چاپېریال د ککړتیا لامل نه‌شي، په هېواد کې صنعتي او اقتصادي کړنې او پرمختګونه باید د چاپېریالي اصولو مطابق ترسره شي».

د چاپېریال ساتنې ادارې په خپرپاڼه کې راغلي، چې په مراسمو کې د طالبانو د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ له کابل مېشتو وغوښتل چې هر یو باید یو- یو نیالګی کېنوي، ساتنه او پالنه یې هم وکړي، څو ښار سمسور شي.

افغانستان په اقلیمي بدلون هېڅ راز ونډه نه‌لري، خو له دغې ښکارندې ډېر اغېزمن دی او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په دې برخه کې د نړۍوالو مرستې او همداراز کېدونکې مرستې ځنډول شوي او طالبان د چاپېریال ساتنې اړوندو ډېریو نړۍوالو غونډو ته نه بلل کېږي.

په هرات کې د سختو ورښتونو او توپانونو له امله د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱
په هرات کې د سختو ورښتونو او توپانونو له امله د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې
100%

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د هرات ولایت لپاره له ترکمنستان څخه واردېدونکې برېښنا د سختو بارانونو او توپانونو له امله پرې شوې ده.

د هرات د طالبانو والي ویاند، محمد یوسف سعیدي، د یکشنبې په ماښام (د وري۱۶مه) وویل چې د بغرچر بند په سیمه کې د تخنیکي ستونزې له امله وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

د نوموړي په وینا، تر دې مخکې هم په همدې سیمه کې د واورې او باران ورښتونو له سختو توپانونو سره یوځای د برېښنا ستنې زیانمنې کړې وې، چې له امله یې په دې ولایت کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا څو ځله پرې شوې وه.

بلخوا، د هرات اوسېدونکي تل د برېښنا د پرله‌پسې پرې کېدو څخه شکایت کوي او وایي چې دغه ستونزې یې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی او سوداګریز فعالیتونه یې هم سخت اغېزمن کړي دي.

د ورښتونو، سېلابونو او کورونو د نړېدو په پایله کې ۱۳ کسان مړه او ۱۳ ټپیان شوي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱
 د ورښتونو، سېلابونو او کورونو د نړېدو په پایله کې ۱۳ کسان مړه او ۱۳ ټپیان شوي
100%

د طالبانو د پېښو پړ وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او د کورونو نړېدو په پایله کې ۱۳ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې طبیعي پېښو له امله یاده مرګ‌ژوبله په کابل، پروان، کاپیسا، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هرات، نیمروز، غور، بادغیس، سمنکان، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د ځاني زیان ترڅنګ ۱۵۷ کورونه په بشپړ ډول، ۱۲۹۳ کورونه په نسبي ډول او ۱۸ کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

طالبانو ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو ۱۰ ورځو کې د بارانونو، سېلابونو، زلزلې او غره ښوېېدنې په پایله کې ۹۹ کسان مړه شوي او ۱۵۴ کسان ټپیان دي.

طالبان: په تېرو لسو ورځو کې د طبیعي پېښو له امله ۷۷ کسان مړه شوي او ۱۳۷ نور ټپیان دي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱
طالبان: په تېرو لسو ورځو کې د طبیعي پېښو له امله ۷۷ کسان مړه شوي او ۱۳۷ نور ټپیان دي
100%

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روانې میاشتې له شپږمې تر پنځلسمې نیټې پورې د سختو بارانونو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو په پایله کې ۷۷ کسان مړه او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې تېرې شپې زلزلې له امله په کابل، پنجشیر، لوګر، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې ۹ کسان مړه او څلور نور ټپیان دي.

همدارنګه نوموړي ویلي، چې په تېرو ۲۸ ساعتونو کې په کابل، پنجشیر، پروان، دایکنډي، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني، زابل، ارزګان، هلمند، هرات، نیمروز، فرا، غور، بادغیس، بلخ، سرپل، جوزجان، فاریاب، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، تالندې او برېښنا او غره ښوېدنې په پایله کې ۲۶ کسان مړه شوي او ۴۸ ټپیان شوي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو لسو ورځو کې د طبیعي پېښو له امله سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکي ترڅنګ سلګونه کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

هوا پوهنې اداره: نن او سبا په ۲۴ ولایتونو کې د بارانونو او واورې ورېدو اټکل شوی

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۰ GMT+۱
هوا پوهنې اداره: نن او سبا په ۲۴ ولایتونو کې د بارانونو او واورې ورېدو اټکل شوی
100%

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې د شنبې په ورځ خبر ورکړی، چې نن او سبا په ۲۴ ولایتونو کې د تیز باران، واورې، تالندې برېښنا، تیزو بادونو او سیلابونو راوتو اټکل شوی.

دغه ادادرې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، غور، دایکنډي، ارزګان، هلمند، کندهار، بغلان، سمنگان، تخار، کندز، بدخشان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ او نورستان ولایتونو لپاره دغه وړاندیونه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخی، د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۱۰ څخه تر ۳۵) ملي متره پورې اټکل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په لوېدیځو، سوېلي او شمالي ولایتونو کې د تیزو بادونو اټکل هم شوی، چې په بیلابیلو برخو کې یې د چټکوالي کچه په یوه ساعت کې له (۵۰ څخه تر ۸۵) کیلومتره اټکل شوې ده.

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یادې ډلې تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له قوله د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) خبر ورکړی، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۶ نور ټپیان شوي دي.