اوچا: نورستان کې نږدې ۱۰۰زره کسان بشري مرستو ته لاسرسی نه لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د نورستان په برګمټال او کامدیش ولسوالیو کې شاوخو ۱۰۰زره کسان بشري مرستو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د نورستان په برګمټال او کامدیش ولسوالیو کې شاوخو ۱۰۰زره کسان بشري مرستو ته لاسرسی نه لري.
اوچا د دوشنبې په ورځ، د وري ۱۷مه ویلي چې که څه هم دغو ولسوالیو ته د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ له لارې تګ راتګ ممکن دی، خو دا لاره هم د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه د ډزو له امله د ملکي وګړو او مرستندویو بنسټونو پرمخ تړلې ده.
تر دې وړاندې، نورستان کې د طالبانو د والي ویاند هم په دې لاره ډزې تایید کړې وې. اوچا خبرداری ورکړی چې د نورستان پر لارو د بندیز له امله، د دغو ولسوالیو اوسېدونکي نه شي کولای بازارونو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري او د خوراکي توکو او طبي وسایلو له سخت کمښت سره مخ دي.
تر دې مخکې، د کامدېش او برګمټال ولسوالیو یو شمېر قومي مشرانو او اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله د نورستان له مرکز سره د هغوی اړیکه پرې شوې او د خوراکي توکو او نورو اړینو توکو زیرمې یې هم ختمې شوې دي.
هغوی وايي، سره له دې چې څو ځله یې د طالبانو له چارواکو سره اړیکه نیولې، تر اوسه کوم عملي ګام نه دی پورته شوی، او خبرداری یې ورکړی چې که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، اړ به شي له پاکستاني ځواکونو څخه د مرستې غوښتنه وکړي.
بلخوا نورستان کې د طالبانو والي زینالعابدین عابد تېره اوونۍ اعلان کړی و چې کامدېش او برګمټال ته د تګ راتګ او د مرستو د رسولو لپاره پر بدیلو لارو کار روان دی.