• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: پر ډیورنډ کرښه د جګړو له امله ۹۴زره افغانان بې ځایه شوي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۶ GMT+۱

د بشري چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمشني مرستیال او د بېړنيو مرستو همغږي کوونکي ټام فلېچر، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د څو بشري ناورينونو د سختېدو خبر ورکړی او د افغانستان وضعيت يې د جدي اندېښنو په کتار کې یاد کړی دی.

د راپور له مخې، په افغانستان کې پر ډیورنډ کرښه د تاوتريخوالي او نښتو له کبله شاوخوا ۹۴ زره کسان اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي. هممهاله، د هېواد له ۳۴ ولايتونو څخه په ۳۱ ولايتونو کې پراخو سېلابونو لږ تر لږه ۷۱ کسان مړه کړي او سلګونه کورونه يې ويجاړ کړي دي. فلېچر وایي، دې طبیعي پېښو د زرګونو زيانمنو کورنيو بشري وضعيت لا پسې خراب کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړي چارواکي ټينګار کړی چې د افغانستان ناورین د نړۍ د نورو ناورينونو تر څنګ بېړنۍ پاملرنې او همغږو نړيوالو اقداماتو ته اړتيا لري.

په همدې حال کې، په سوډان کې د نيل ابي په ايالت کې تاوتريخوالی زيات شوی او په نيل سپين کې د بې‌پيلوټه الوتکو بريدونه راپورونه ورکړل شوي دي. همدارنګه، د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت کې د ايتوري او شمالي کيوو په سيمو کې د نښتو له امله لږ تر لږه ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۲ زره کسان بې‌ځايه شوي دي.

سربېره پر دې، په موزمبيق کې د سختو بارانونو وروسته د ۵۰۰ کورنيو د لېږد لپاره له حکومت سره ګډ ماموريت روان دی. په اوکراين کې هم وروستيو بريدونو د ۴۲ ملکي وګړو د مرګ او د سلګونو نورو د ټپي کېدو لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په دې پيغام کې ټينګار کړی چې دا حالتونه يوازې يو واحد بحران نه ښيي، بلکې د نړۍ په کچه د يو مهال څو ناورينونه دي چې د بشري مرستو پر سرچينو يې بې‌ساری فشار راوستی دی.

ټام فلېچر په پای کې خبرداری ورکړی: «دا يوازې يو بحران نه دی؛ بلکې څو بحرانونه دي چې په يو وخت کې روان دي».

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

هدایت‌الله کامه‌وال د هنډبال اسیايي فدراسیون د کمېسیون غړی وټاکل شو

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱

د افغانستان د هنډبال د ملي فدراسیون مشر هدایت الله کاموال د هنډبال اسیايي فدراسیون د کمېسیون د غړي په توګه وټاکل شو.

کامه‌وال رسنیو ته ویلي چې تازه یې دا رسمي موقف د افغانستان د استازیتوب په توګه د اسیايي فدراسیون له خوا ترلاسه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هنډبال ملي ټیم په راتلونکو اوونیو کې د بهرنیو سیالیو په ترڅ کې په بنګله‌دیش کې په لوبو کې برخه اخلي.

د افغان هنډبال د فدراسیون مسؤلین وایي چې د کمېسیون په نوې غړیتوب سره به د افغانستان هنډبال په سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو کې لا پیاوړی شي.

ملګرو ملتونو د افغانستان په مرکزي او ختیځو سیمو کې د سختو ورښتونو خبرداری ورکړی

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، چې په افغانستان کې پراخ بارانونه دوام لري او ښايي مرکزي، ختیځ او سوېل ختیځې سیمې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې له سختو ورښتونو سره مخ شي.

دغه ادارې د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې که څه هم بارانونه د کرنیزو حاصلاتو لپاره ګټور دي، خو شدید ورښتونه کولی شي په ښاري او کلیوالي سیمو کې د سېلابونو ګواښزیات کړي او کروندې، زیربناوې او د خلکو د ژوند سرچینې زیانمنې کړي.

د ایف ای او په وینا، له معمول څخه ټیټې تودوخې او په لوړو سیمو کې د صفر درجې څخه ښکته وضعیت د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ لپاره ستونزې زیاتوي. همدارنګه، د هېواد په ځینو شمال ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د حاصلاتو د کنګل کېدو خطر هم شته.

بل لور ته، د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې هم ویلي چې په ۳۲ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو احتمال شته. د دې وړاندوینې له مخې، د سې‌شنبې په ورځ (د وري ۱۸) به د فراه او نیمروز پرته په نورو ټولو ولایتونو کې باران وشي.

یادې ادارې د ۵۰تر ۸۵کیلومتره په ساعت چټکو بادونو، په سړو او غرنیو سیمو کې د واورې ورېدو او د ۱۰تر ۶۵میلی‌متره پورې د ورښت اټکل هم کړی دی.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې په دې موده کې ۹۹کسان مړه او ۱۵۴نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، ۹۵۵کورونه په بشپړه توګه او نږدې څلور زره نور په نسبي ډول ویجاړ شوي او سېلابونو سلګونه کیلومتره سړکونه او کرنیزې ځمکې هم له منځه وړي دي.

اوچا: نورستان کې نږدې ۱۰۰زره کسان بشري مرستو ته لاسرسی نه لري

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د نورستان په برګمټال او کامدیش ولسوالیو کې شاوخو ۱۰۰زره کسان بشري مرستو ته لاسرسی نه لري.

اوچا د دوشنبې په ورځ، د وري ۱۷مه ویلي چې که څه هم دغو ولسوالیو ته د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ له لارې تګ راتګ ممکن دی، خو دا لاره هم د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه د ډزو له امله د ملکي وګړو او مرستندویو بنسټونو پرمخ تړلې ده.

تر دې وړاندې، نورستان کې د طالبانو د والي ویاند هم په دې لاره ډزې تایید کړې وې. اوچا خبرداری ورکړی چې د نورستان پر لارو د بندیز له امله، د دغو ولسوالیو اوسېدونکي نه شي کولای بازارونو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري او د خوراکي توکو او طبي وسایلو له سخت کمښت سره مخ دي.

تر دې مخکې، د کامدېش او برګمټال ولسوالیو یو شمېر قومي مشرانو او اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله د نورستان له مرکز سره د هغوی اړیکه پرې شوې او د خوراکي توکو او نورو اړینو توکو زیرمې یې هم ختمې شوې دي.

هغوی وايي، سره له دې چې څو ځله یې د طالبانو له چارواکو سره اړیکه نیولې، تر اوسه کوم عملي ګام نه دی پورته شوی، او خبرداری یې ورکړی چې که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، اړ به شي له پاکستاني ځواکونو څخه د مرستې غوښتنه وکړي.

بلخوا نورستان کې د طالبانو والي زین‌العابدین عابد تېره اوونۍ اعلان کړی و چې کامدېش او برګمټال ته د تګ راتګ او د مرستو د رسولو لپاره پر بدیلو لارو کار روان دی.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق: امیندواره ښځو ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی حیاتي اړتیا ده

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې امیندواره ښځو ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی یوه نه انکارېدونکې اړتیا ده.

دغه ادارې، نن د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۷مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې افغانستان په اسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، چې دا د جدي اندېښنې وړ وضعیت دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په هرات ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو د ځینو زېږنتونونو ځینې برخې تړلې دي.

همدارنګه، طالبانو خبرداری ورکړی چې د امیندوارۍ د مخنیوي وسایل، لکه د زیږون کنټرول ګولۍ او کانډوم، باید ښځو ته ورنه کړل شي.

له دې وړاندې، دپه افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی و چې روغتیايي پرېکړې باید د علمي لارښوونو پر بنسټ وشي، نه د محدودیتونو او غیر مسلکي مداخلې له مخې.

کارپوهان وایي، که د ښځو روغتیايي خدمات محدود شي، نو دا به د میندو او ماشومانو د مړینې کچه نوره هم لوړه کړي.

په خوست کې د ناچاودې سرګلولې په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او درې ټپیان دي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د خوست امنیې قومندانۍ ویلي، چې له تېرو جګړو پاتې ناچاودېدلي سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او درې نور ماشومان ټپیان شوي دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه نن (دوشنبه، د وري۱۷مه) شاوخوا لس بجې مخکې له غرمې د خوست ښار د «مردي‌خېل» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

دوی زیاته کړې چې ټپیان شوي درې ماشومان نجونې دي او سمدستي روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

چارواکي وایي، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله لا هم د هېواد ګڼې سیمې د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا درې اعشاریه درې میلیونه کسان په افغانستان کې د هغو سیمو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي چې له ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي.

د جګړې پاتې مهماتو چاودنو په وار وار د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، ژوند اخیستی او لا هم د جدي اندېښنې وړ ستونزه ګڼل کېږي.