د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې ټینګار شوی، چې «ټولې وسله والې ډلې له استثنا پرته تعقیب او له منځه یووړل شي».
د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر ویلي، په دې غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې، چې د «غضب للحق» په نامه عملیات به تر هغه غځیږي، چې ددوی په وینا، د ترهګرو خوندي پټنځایونه له منځه لاړ شي او د پاکستان پر ضد د افغان خاورې کارېدل پای ته ورسیږي.
د پاکستاني پوځ دا څرګندونې داسې مهال دي، چې له یوې اونۍ راهیسې د پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ د چین په ارومچي ښار کې خبرې اترې روانې دي.
پاکستان پر طالبانو تور لګوي، چې د پاکستاني وسله والو ملاتړ کوي، خو افغان طالبان دغه تورونه ردوي او د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو جګړې د پاکستان کورنۍ مساله ګڼي.
د پاکستان د پوځي چارواکو په دې ناسته کې د منځني ختیځ د جګړې په تړاو هم خبرې شوې دي او د سعودي عربستان پر پټرولیمي او صنعتي تاسیساتو د شویو بریدونو په تړاو اندېښنه ښودل شوې او دا یې د کړکېچ غیر ضروري زیاتوالی بللی دی.
پاکستان له سعودي عربستان سره دفاعي او امنیتي تړون لري او پر ریاض د ایران له بریدونو سره هممهاله اسلام اباد هڅه کوي، چې د امریکا او ایران ترمنځ ستونزې له ډیپلوماتیکو چینلونو اوارې شي، خو دې هڅو تر دې دمه پایله نه ده ور کړې.
د مراجعینو د معلوماتو له مخې، کمیشنکاران له نوبت اخیستو څخه مخکې ۲۰۰ یورو اخلي او له ملاقات وروسته او د اسنادو له ترلاسه کولو وړاندې باید ۲۰۰ یورو نور د بانک له لارې کمیشنکار ته ولېږل شي.