ملګري ملتونه: نشهيي توکي په افغانستان کې د عامې روغتیا په برخه کې جدي ننګونه ده

د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو کړکېچ یوازې یوه جلا او محدوده ستونزه نه ده، بلکې د عامې روغتیا په برخه کې یوه جدي ننګونه بلل کېږي.
