محمود خان اڅکزی: د افغانانو پر وړاندې روان سلوک دایمي دښمني رامنځته کوي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي ویلي، هغه سلوک چې پاکستان د افغانانو په وړاندې کوي، دایمي دښمني رامنځته کوي او د بربادۍ لار ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي ویلي، هغه سلوک چې پاکستان د افغانانو په وړاندې کوي، دایمي دښمني رامنځته کوي او د بربادۍ لار ده.
هغه د پاکستان په پارلمان کې د وینا پرمهال زیاته کړه، افغانستان تل د پاکستان اتحادی پاتې شوی او په راتلونکي کې به هم وي. هغه څرګنده کړه چې د افغانستان سره د لارو د بندیز له امله د پنجاب بزګرانوسخت تاوانونه ګاللي، خپل فصلونه او څاروي یې له لاسه ورکړي او مالي زیانونه ورته اوښتي دي.
اڅکزي وویل، د لارو د بندیز اغېز یوازې پنجاب پورې محدود نه دی، بلکې خېبرپښتونخوا او بلوچستان هم ډېر اغېزمن شوي دي، او که لارې پرانستې وای، دواړه ایالتونو به ځان په ښه توګه ساتلي وای.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان سره باید روغې اړيکې ټینګې شي، ځکه افغانان دلته زېږېدلي، زده کړې یې کړي، او په ټولنه کې برخه لري. نوموړي همدارنګه یادونه وکړه چې په زرګونو پاکستانيو ښځو د افغانانو سره ودونه کړي، او په لسګونو افغانې مېرمنې د له پاکستاني وګړو سره ودونه کړی دی، او د دې ګډوډۍ د مخنیوي لپاره باید قانون جوړ شي.
اڅکزي پای کې په پارلمان کې غوښتنه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي، کلتوري او بشري اړیکو لپاره باید واضح او مؤثره پالیسي وضع شي.

جاپان او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو این ډي پي) اعلان کړی، چې په افغانستان کې د هغو زیانمنو ټولنو لپاره د بدیل معیشت پروګرام پیلوي چې د اقلیمي بدلونونو له اغېزو او د کوکنارو بندیز له کبله د اقتصادي سقوط سره مخ شوي دي.
دا پروژه چې د جاپان دولت له خوا تمویلېږي، هڅه کوي تر څو زیانمن افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي، د دوامدارو کاري فرصتونو پر لور د بدلون په بهیر کې یې ملاتړ وکړي. دغه پروګرام به تولیدي بنسټونو ته د لاسرسي د پراخولو، د ارزښتي ځنځیرونو د پیاوړتیا او د ښځو تر مدیریت لاندې کاروبارونو د ملاتړ له لارې عملي شي.
د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې په خبرپاڼه کې زیاته شوې، دا پروګرام د ناقانونه اقتصادونو او منفي کاروباري لارو پر ځای د باوري او دوامدارو بدیلو لارو چارو په چمتو کولو سره هڅه کوي په هغو لوړ ګواښ لرونکو ټولنو کې ثبات رامنځته کړي چې له چټکو اقتصادي او نفوسي بدلونونو سره مخ دي.
د دې پروژې ټولیزه بودجه ۲ میلیونه او ۳۵۳ زره او ۳۳۳ امریکايي ډالر ښودل شوې ده، او ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ له میاشتې څخه تر ۲۰۲۷ کال د مارچ پورې د بلخ او نیمروز په ولایتونو کې پلي شي. دا هغه ولایتونه دي چې د معیشت د بېثباتۍ، د خوړو د ناامنۍ او د بېرته راستنېدونکو له فشار څخه ډېر زیانمن شوي دي.
خبرپاڼه وایي، د دې پروګرام اساسي تمرکز به د ټولنو په کچه د تولیدي بنسټونو پر جوړولو او بیا رغولو وي، چې پکې د اوبو لګولو سیستمونه، د اوبو د مدیریت تأسیسات او د بازار شتمنۍ شاملې دي. همدارنګه، د ځایي تولیدي وړتیاوو پیاوړتیا، بازارونو ته د لاسرسي ښه کول، او ښځو، ځوانانو، بېرته راستنېدونکو او نورو زیانمنو ډلو ته هدفمند معیشتي ملاتړ برابرول د دې پروژې نور مهم اهداف دي. دا طرحه به د کوربه ټولنو او بېرته راستنېدونکو د ګډو اقتصادي فعالیتونو له لارې ټولنیز یووالی هم پیاوړی کړي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر کنیچي ماساموتو په دې اړه وویل: «د جاپان دولت لا هم د افغانستان د اقتصادي ودې ملاتړ ته ژمن دی، په ځانګړي ډول د ښځو او زیانمنو ټولنو لپاره. دا پروژه زموږ پر پخوانیو مرستو ولاړه ده او اړین کاروباري فرصتونه به برابر کړي».
همدارنګه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازي، سټیفن رودریګز هم وویل: «دا پروژه د یو این ډي پي او جاپان ترمنځ د اوږدمهاله همکارۍ نوی پړاو دی چې لا هم د افغانستان خلکو ته عملي ګټې رسوي. په داسې وخت کې چې افغانستان له اقتصادي، ټولنیزو او چاپېریالي بحرانونو سره هممهاله مخ دی، د جاپان دا ملاتړ ډېر مهم دی او زیانمنو ټولنو ته هیله وربخښي».
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اعلان کړی، چې د بریتانیا له حکومت سره په همکارۍ، په افغانستان کې له پنځو میلیونو زیاتو ښځو او نجونو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.
دغه بنسټ د سېشنبې په ورځ، د وري۱۸مه، د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې له ۲۰۲۳څخه تر ۲۰۲۶کال پورې په ټول هېواد کې، د افغانستان په ۳۴ولایتونو کې روغتیايي او رواني خدمات وړاندې شوي دي.
د راپور له مخې، دا خدمات په داسې حال کې وړاندې کېږي چې ښځې او نجونې لا هم روغتیايي مرکزونو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په ځانګړې توګه په کلیوالي او لېرې پرتو سیمو کې، ښځې په ځانګړي ډول امیندوارې میندې مجبورې دي چې روغتیايي مرکزونو ته د رسېدو لپاره اوږده او ستونزمنې لارې ووهي.
تر دې وړاندې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم ویلي و چې په هېواد کې د تبعیضي پالیسیو له امله ښځې او نجونې د روغتیايي خدماتو د ترلاسه کولو په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي.
د روغتیا نړیوالې ورځې سره هممهاله، اروپايي ټولنې یو ځل بیا د افغانستان د ټولو وګړو د روغتیا د تأمین لپاره خپله ژمنتیا تازه کړې او ویلي یې دي چې افغان ښځو او ماشومانو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
د یادې ورځې په مناسبت خبرپاڼه کې راغلي، اروپايي ټولنه د خپلو بشري مرستو له لارې، لکه د بشري مرستو او ملکي ساتنې اداره او د نړیوالو مشارکتونو اداره په همغږې توګه هڅې کوي، تر څو روغتیایي خدمتونه د ټولنې تر ټولو زیانمنو قشرونو ته ورسېږي.
اروپايايي ټولنه وایي، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان سره همکارۍ ترسره کوي، څو د هېواد د ملي روغتیایي خوندیتوب سیستم پیاوړی شي.
خبرپانه زیاتوي، د دې ملاتړ تمرکز د روغتیا په برخه کې د مهمو تشو ډکول دي؛ لکه رواني روغتیا ته پاملرنه، د نشهيي توکو د روږدو کسانو درملنه، او د غیر ساري ناروغیو د زیاتوالي مخنیوی پهکې شامل دي
همدارنګه، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق سره په ګډه د هغو پروګرامونو تمویل کوي چې د زیږون روغتیا، د میندو او ماشومانو روغتیا او تغذیې ته ځانګړې شوې دي. دغه پروګرامونه د افغانستان په ښاري او کلیوالي سیمو کې زرګونه کسان تر پوښښ لاندې راولي.
په همدې حال کې، دا ټولنه په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق سره په همکارۍ، پر هغو حیاتي خدمتونو تمرکز لري لکه د ژوند ژغورونکې تغذیه او د اوبو، حفظالصحې او پاکوالي دوامداره خدمتونه، څو د افغان ماشومانو پر وړاندې شته بیړنیو ننګونو ته ځواب ووایي.
اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې هېڅ ماشوم باید له روغتیایي خدمتونو بې برخې پاتې نه شي، او روغتیا یو بنسټیز بشري حق دی. د خبرپاڼې په پای کې راغلي، دغه ټولنه به د افغانستان د خلکو د دوامداره ملاتړ او د یو پیاوړي او مقاوم روغتیایي سیستم د جوړولو لپاره خپلې ژمنتیا ته دوام ورکړي.
د طالبانو په ولکه کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ملي ادارې اعلان کړی، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په هېواد کې د سختو بارانونو او زورورو سیلابونو راوتلو له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې طالب ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې د دغو پېښو له امله شاوخوا ۲۵۰ کورونه هم په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.
د نوموړي په وینا، دا پېښې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې رامنځته شوې دي، چې په کې کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، پکتیا، پکتیکا، میدانوردګ، زابل، هرات، نیمروز، فراه، غور، بادغیس، بلخ، سمنګان، جوزجان او فاریاب شامل دي.
تر دې وړاندې، طالبانو د دوشنبې په ورځ اعلان کړی و چې په ټول هېواد کې د سیلابونو او زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۱۰کسانو ته رسېدلی او تر ۱۶۰زیات نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي چې وروستیو طبیعي پېښو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او د زیانمنو سیمو د ارزونې او مرستو رسولو هڅې روانې دي.
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به په ټول افغانستان کې تر ۱۴میلیونو ډېر خلک بشري مرستو او روغتیايي خدماتو ته اړتیا ولري.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د څو لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو او طبیعي پېښو د هېواد د روغتیايي سیستم پر وړتیاوو سخت فشار راوستی دی.
سره صلیب زیاته کړې، چې له دې ستونزمن وضعیت سره سره، د عامې روغتیا د ۴۶ کلینیکونو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د یوه سیمهییز روغتون ملاتړ، خلکو ته د لومړنیو روغتیايي خدماتو په برابرولو کې مهم رول لوبولی دی.
د دې ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۱،۲ میلیونه ناروغانو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، لومړنیو درملیزو خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړی دی. دا کار د روغتونونو او ثانوي درملیزو مرکزونو پر فشار د کمېدو ترڅنګ د خدماتو کیفیت هم ښه کړی دی.
د کلینیکونو د تغذیې برخه هم د خوړو نړیوال پروګرام او یونیسف په همغږۍ پیاوړې شوې او سره صلیب هغو مرکزونو ته د درملیزو خوړو برابرول کوي چې نړیوال ملاتړ نه لري.
دغه بنسټ وايي، دا هڅې په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې د زرګونو کسانو ژوند ژغورلی او دا یقیني کوي چې زیانمنې ټولنې لا هم معیاري روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
سره صلیب ټینګار کړی چې د افغانستان د روغتیايي سیستم ملاتړ، د عامې روغتیا وزارت او سره میاشتې ټولنې سره په همکارۍ، لا هم د دوی له لومړیتوبونو څخه دی او هڅې روانې دي څو د درملیزو خدمتونو لاسرسی او دوام نور هم ښه شي.