د دوو عراقي دولتي سرچینو او یوې بلې باخبره سرچینې په وینا، د «کتائب حزبالله» ډلې وسلهوالو کیټلسن د هغو امریکايي خبریالانو په نوملړ کې شامله کړې وه چې د تښتونې لپاره په نښه شوي وو. نوموړې د مارچ په ۳۱مه، د سېشنبې ورځ په بغداد کې تښتول شوې وه.
د کتائب حزبالله ډلې ویاند مخکې په خپل ټیلیګرام چینل کې په یوه پیغام کې ویلي وو چې کیټلسن به په دې شرط خوشې شي چې په سملاسي توګه له عراقه ووځي. خو تر اوسه پورې د هغې د اوسېدو کره ځای تر خوشې کېدو وروسته نه دی څرګند شوی.
د دې ډلې دوو چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، اسوشیټیډپرس خبري اژانس ته ویلي چې د دې خبریالې د خوشې کېدو په بدل کې به عراقي چارواکي د دې ډلې یو شمېر نیول شوي غړي ازاد کړي.
دې ډلې مخکې له دې هم د کیټلسن یوه بېنېټې ویډیو خپره کړې وه چې په کې هغه نېغ په نېغه له کمرې سره خبرې کوي. د دې ویډیو د ثبت ځای معلوم نه دی. دا ویډیو شاوخوا دوه نیمې دقیقې اوږدوالی لري او نوموړې پکې په ګلابي جمپر او شین کوټ کې ښکاري.
د سياېناېن ټلوېزیوني شبکې د ملي امنیت شنونکي او په امریکا کې د کیټلسن ټاکل شوې اړیکې کس الکس پلېتساس مخکې سيبياېس نیوز ته ویلي وو چې د امریکا حکومت دې خبریالې ته د کتائب حزبالله له لوري د مشخص ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و. د هغه په وینا، دا د ایران ملاتړې وسلهواله ډله د ښځینه خبریالانو د تښتولو یا حتی وژلو په لټه کې وه.
همداراز، یوه امریکايي چارواکي سيبياېس نیوز ته ویلي وو چې کیټلسن څو ځله، له هغې ډلې د تښتونې څخه یوه شپه مخکې هم، د ځان پر وړاندې د ګواښونو په اړه خبرداری ترلاسه کړی و.
د «په ژورنالېزم کې د ښځو د ایتلاف» بنسټ اېښودونکې او مشره کیران نازش هم تېره اوونۍ سيبياېس نیوز ته ویلي وو چې کیټلسن غوښتل عراق ته د خپل سفر پر مهال د یوې کورنۍ سره واوسي چې هغې ته یې ډاډ ورکړی و چې اندېښنه مه کوه او «موږ به دې خوندي وساتو». د نازش په وینا، کیټلسن هغې ته په یو پیغام کې لیکلي وو چې سپارښتنه ورته شوې وه چې دې سفر ته ولاړه نه شي، خو «هغې هماغه کار وکړ چې تل یې کاوه».
نازش زیاته کړه چې کیټلسن مخکې هم څو ځله عراق او سوریې ته سفرونه کړي او «په سختو شرایطو کې د میداني راپور ورکولو تجربه» لري. نوموړې دا مهال په روم کې اوسیږي او یو مهال یې په استانبول کې هم وخت تېر کړی دی.