• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په افغانستان کې له پنځو میلیونو زیاتې ښځې له روغتیايي خدماتو برخمنې شوې

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اعلان کړی، چې د بریتانیا له حکومت سره په همکارۍ، په افغانستان کې له پنځو میلیونو زیاتو ښځو او نجونو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

دغه بنسټ د سې‌شنبې په ورځ، د وري۱۸مه، د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې له ۲۰۲۳څخه تر ۲۰۲۶کال پورې په ټول هېواد کې، د افغانستان په ۳۴ولایتونو کې روغتیايي او رواني خدمات وړاندې شوي دي.

د راپور له مخې، دا خدمات په داسې حال کې وړاندې کېږي چې ښځې او نجونې لا هم روغتیايي مرکزونو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په ځانګړې توګه په کلیوالي او لېرې پرتو سیمو کې، ښځې په ځانګړي ډول امیندوارې میندې مجبورې دي چې روغتیايي مرکزونو ته د رسېدو لپاره اوږده او ستونزمنې لارې ووهي.

تر دې وړاندې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم ویلي و چې په هېواد کې د تبعیضي پالیسیو له امله ښځې او نجونې د روغتیايي خدماتو د ترلاسه کولو په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنه: د روغتیا په برخه کې له افغانانو سره همکارۍ ته ژمن یو

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۱

د روغتیا نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، اروپايي ټولنې یو ځل بیا د افغانستان د ټولو وګړو د روغتیا د تأمین لپاره خپله ژمنتیا تازه کړې او ویلي یې دي چې افغان ښځو او ماشومانو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

د یادې ورځې په مناسبت خبرپاڼه کې راغلي، اروپايي ټولنه د خپلو بشري مرستو له لارې، لکه د بشري مرستو او ملکي ساتنې اداره او د نړیوالو مشارکتونو اداره په همغږې توګه هڅې کوي، تر څو روغتیایي خدمتونه د ټولنې تر ټولو زیانمنو قشرونو ته ورسېږي.

اروپايايي ټولنه وایي، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان سره همکارۍ ترسره کوي، څو د هېواد د ملي روغتیایي خوندیتوب سیستم پیاوړی شي.

خبرپانه زیاتوي، د دې ملاتړ تمرکز د روغتیا په برخه کې د مهمو تشو ډکول دي؛ لکه رواني روغتیا ته پاملرنه، د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو درملنه، او د غیر ساري ناروغیو د زیاتوالي مخنیوی په‌کې شامل دي

همدارنګه، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق سره په ګډه د هغو پروګرامونو تمویل کوي چې د زیږون روغتیا، د میندو او ماشومانو روغتیا او تغذیې ته ځانګړې شوې دي. دغه پروګرامونه د افغانستان په ښاري او کلیوالي سیمو کې زرګونه کسان تر پوښښ لاندې راولي.

په همدې حال کې، دا ټولنه په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق سره په همکارۍ، پر هغو حیاتي خدمتونو تمرکز لري لکه د ژوند ژغورونکې تغذیه او د اوبو، حفظ‌الصحې او پاکوالي دوامداره خدمتونه، څو د افغان ماشومانو پر وړاندې شته بیړنیو ننګونو ته ځواب ووایي.

اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې هېڅ ماشوم باید له روغتیایي خدمتونو بې برخې پاتې نه شي، او روغتیا یو بنسټیز بشري حق دی. د خبرپاڼې په پای کې راغلي،‌ دغه ټولنه به د افغانستان د خلکو د دوامداره ملاتړ او د یو پیاوړي او مقاوم روغتیایي سیستم د جوړولو لپاره خپلې ژمنتیا ته دوام ورکړي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۲۲ کسان مړه شوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱

د طالبانو په ولکه کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ملي ادارې اعلان کړی، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په هېواد کې د سختو بارانونو او زورورو سیلابونو راوتلو له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې طالب ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې د دغو پېښو له امله شاوخوا ۲۵۰ کورونه هم په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

د نوموړي په وینا، دا پېښې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې رامنځته شوې دي، چې په کې کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، پکتیا، پکتیکا، میدان‌وردګ، زابل، هرات، نیمروز، فراه، غور، بادغیس، بلخ، سمنګان، جوزجان او فاریاب شامل دي.

تر دې وړاندې، طالبانو د دوشنبې په ورځ اعلان کړی و چې په ټول هېواد کې د سیلابونو او زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۱۰کسانو ته رسېدلی او تر ۱۶۰زیات نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي چې وروستیو طبیعي پېښو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او د زیانمنو سیمو د ارزونې او مرستو رسولو هڅې روانې دي.

سره صلیب کمېټه: ۲۰۲۶ کال کې له ۱۴ میلیونو زیات افغانان بشري او روغتیايي مرستو ته اړتیا لري

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به په ټول افغانستان کې تر ۱۴میلیونو ډېر خلک بشري مرستو او روغتیايي خدماتو ته اړتیا ولري.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د څو لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو او طبیعي پېښو د هېواد د روغتیايي سیستم پر وړتیاوو سخت فشار راوستی دی.

سره صلیب زیاته کړې، چې له دې ستونزمن وضعیت سره سره، د عامې روغتیا د ۴۶ کلینیکونو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د یوه سیمه‌ییز روغتون ملاتړ، خلکو ته د لومړنیو روغتیايي خدماتو په برابرولو کې مهم رول لوبولی دی.

د دې ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۱،۲ میلیونه ناروغانو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، لومړنیو درملیزو خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړی دی. دا کار د روغتونونو او ثانوي درملیزو مرکزونو پر فشار د کمېدو ترڅنګ د خدماتو کیفیت هم ښه کړی دی.

د کلینیکونو د تغذیې برخه هم د خوړو نړیوال پروګرام او یونیسف په همغږۍ پیاوړې شوې او سره صلیب هغو مرکزونو ته د درملیزو خوړو برابرول کوي چې نړیوال ملاتړ نه لري.

دغه بنسټ وايي، دا هڅې په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې د زرګونو کسانو ژوند ژغورلی او دا یقیني کوي چې زیانمنې ټولنې لا هم معیاري روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

سره صلیب ټینګار کړی چې د افغانستان د روغتیايي سیستم ملاتړ، د عامې روغتیا وزارت او سره میاشتې ټولنې سره په همکارۍ، لا هم د دوی له لومړیتوبونو څخه دی او هڅې روانې دي څو د درملیزو خدمتونو لاسرسی او دوام نور هم ښه شي.

په ترکیه کې د خورما او پستې د غوړیو په یوه لارۍ کې ۱۸ افغان کډوال نیول شوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۴۴ GMT+۱

د ترکیې په توکات ښار کې پولیسو د سې شنبې په ورځ ۱۸ افغان کډوال چې د خورما او پستې د غوړیو په لارۍ کې پټ وو، نیولي دي. پولیسو د لارۍ چلوونکی هم نیولی او قضايي ادارې ته یې معرفي کړی دی.

د ترکیې توکات پولیسو اعلان وکړ، چې لارۍ له ایران څخه ښار ته روانه وه او له پلټنو وروسته پکې ۱۸ افغان کډوال، چې قانوني اسناد یې نه لرل، پېژندل شوي دي.

نیول شوي کډوال د اداري پروسیجرونو له ترسره کولو وروسته په توکات ښار کې د بهرنیو وګړو د اخراج مرکزونو ته لیږدول شوي.

له دې وړاندې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و،چې د روان کال له پیل راهیسې د ۹۰۰۰ افغانانو په ګډون له ۳۰ زرو څخه ډیر کډوال نیول شوي دي.

د وزارت شمېرې ښيي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۳۸۰ زره څخه زیات افغان کډوال نیول شوي او اېستل شوي دي.

په ننګرهار کې د سېلابونو او د کورونو د ړنګېدو له امله ۱۶ کسان مړه او ۳۳ ټپیان شوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۱

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار او ۱۲ ولسواليو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د سېلابونو راوتلو او د کورونو د ړنګېدو له امله ۱۶ کسان مړه شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر وايي، ددې ډلې د ننګرهار والي په مشرۍ د ژغورنې عملیاتو پر مهال ۱۰۴ تنه له سېلابونو څخه خوندي ایستل شوي او سلګونه نور کسان چې په خطرناکو سیمو کې وو، خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

په ورته وخت کې یاد دفتر وايي، ۱۲۴ کورونه بشپړ تخریب شوي او ۳۱۵ کورنیو ته په بېلابېلو برخو کې مالي زیانونه اوښتي دي.

همداراز، په ۳۷۶۰ جریبه ځمکه کې کروندې ویجاړې شوې او ۷۹ څاروي تلف شوي دي.

د راپورونو له مخې، ګڼ شمېر ټولګټې پروژې هم تخریب شوې دي.