• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سختو ورښتونو له امله د مزارشریف-سمنګان لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۴۶ GMT+۱

سرچینې وايي، چې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د مزارشریف-سمنګان لویه لار له تېرې شپې راهیسې د سمنګان د خُلم ولسوالۍ په تاشقرغان تنګي کې تړل شوې ده. د راپورونو له‌مخې، د لارې د بندېدو له کبله دواړو خواوو ته لسګونه مساپر وړونکي او بار وړونکي موټر ایسار پاتې دي.

په بلخ کې د تېرې شپې درنو ورښتونو (واورې او باران) او سېلابونو ځینې لارې تخریب کړې دي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس د سې‌شنبې په ورځ (د وري ۱۸مه) ویلي، چې د سالنګونو او کابل-جلال‌اباد لویې لارې لا هم د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

۵

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

•
•
•

نور کیسې

طالبان: افغان او ازبک سوداګرو د ۴۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ هوکړې لاسلیک کړې

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۱
طالبان: افغان او ازبک سوداګرو د ۴۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ هوکړې لاسلیک کړې
100%

د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، افغان او ازبک سوداګرو د ازبکستان په فرغانه کې د یوې غونډې پر مهال د ۴۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ هوکړې لاسلیک کړې. دا تېرو څو اوونیو کې د افغان او ازبک سوداګرو ترمنځ څلورم ځل دی چې د مېلیونونو ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک کوي.

طالبانو د دواړو هېوادونو ترمنځ دا هوکړې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا او پرمختګ په برخه کې ښه اقدام یاد کړی. د طالبانو په خبره، دغه هوکړې په سوداګریزه برخه کې دي.

پرون د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ازبکستان سره د درملو سوداګرۍ په برخه کې د ۵۰۰ مېلیونه ډالرو سوداګریز هدف ته رسېدل خپل لومړیتوب ټاکلی.

د ازبکستاني پلاوي او طالبانو ترمنځ د درملو د توزیع پرغوره معیارونو، له سترو درمل وېشونکو سره پر مستقیمو اړیکو او ګډ کاري ټیم خبرې کړې وې.

د روغتیا نړۍواله ورځ؛ افغانستان په اسیا پاسفیک هېوادونو کې د میندو د مړینې لوړه کچه لري

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۲۱ GMT+۱
د روغتیا نړۍواله ورځ؛ افغانستان په اسیا پاسفیک هېوادونو کې د میندو د مړینې لوړه کچه لري
100%

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق د روغتیا د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې اوسمهال افغانستان د اسیا پاسفیک هېوادونو په ډله کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

دغه بنسټ میندو او د تولیدي روغتیا خدمتونو ته لاسرسی د ژوند ژغورنې یوه اساسي اړتیا ګڼي. بلخوا، د روغتیا نړۍواله ورځ هر کال د اپرېل په ۷مه نېټه نمانځل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د روغتیا سکټور له ګڼو ننګونو سره مخ شوی دی. د کډوالو د پراخو څپو بېرته راستنېدل، د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر ښځو محدودیتونه، د بهرنیو مرستو کمښت او په سیمه کې وروستیو کړکېچونو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی خورا ستونزمن کړی دی.

همدارنګه راپورونه ښيي، چې طالبانو په غېررسمي ډول د ښځو د امیندوارۍ د مخنیوي (پلان جوړونې) مخه نیولې او دغه پرېکړې د میندو لپاره وژونکې پایلې لرلې دي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د امیندوارۍ ضد درملو ته لاسرسی محدود شوی او لسګونه هغه کلینیکونه تړل شوي، چې د زېږون د اختلاطاتو او ناڅاپي سقط درملنه به یې کوله.

طالبان: په ۲۰۲۵ کال کې د ماینونو او ناچاودو توکو له امله ۹۶ تنه وژل شوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۰۳ GMT+۱
طالبان: په ۲۰۲۵ کال کې د ماینونو او ناچاودو توکو له امله ۹۶ تنه وژل شوي
100%

له طبیعي پېښو سره د طالبانو د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي، چې د ۲۰۲۵ کال له اپرېل څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۲۲۵ پېښې ثبت شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې په دې پېښو کې ۹۶ تنه وژل شوي او ۳۷۸ نور ټپیان دي.

حماد د ماین پاکۍ په چارو کې د مرستې او ماین پاکۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت رسنیو ته وویل، چې تر ټولو زیاتې ۴۰ پېښې په کونړ او ۲۳ په فراه کې شوې دي او همدارنګه په هرات، کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.

د هغه په خبره، په دې پېښو کې ۹۶ تنه وژل شوي او ۳۷۸ نور ټپيان شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

حماد زیاتوي، چې د همکارو موسسو په مرسته یې نږدې ۹۵ کیلومتره په ماینونو او ناچاودو توکو ککړې سیمې پاکې کړې دي. د هغه په خبره، په همدې جریان کې یې ۴۵ زره او ۲۱۰ ماینونه او ناچاوده توکي کشف، انتقال او له‌منځه وړې دي.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې چاپيریال یې د ځمکنیو ماینونو او د جګړي په پاتې شونو ککړ دی.

اړوندو نړۍوالو ادارو تر دې وړاندې اندېښنې ښودلې وې، چې په میلیونه افغانان لا هم د ماین د زیانمن کېدو له دوامداره ګواښ سره مخ دي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه له دوو زرو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۰۵ GMT+۱
تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه له دوو زرو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي
100%

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ (د وري ۱۷مه) ۶۰۴ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۲زره او ۳۶۳ کسان کېږي، له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، له راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له‌مخې، یاد شمېر کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۶۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۸۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۳۹ کورنۍ د اسلام‌کلا او ۲۶ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکيې له‌خوا د افغان کډوالو په جبري ډول د ستنولو لړۍ دوام لري او هره ورځ په سلګونه افغانان تر نیولو وروسته افغانستان ته ستنوي.

سمپل: یو شمېر بې‌واکه او بې‌صلاحیته طالبان نه غواړي د تېرې دورې ناکامې تجربې تکرار شي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۰۲ GMT+۱
سمپل: یو شمېر بې‌واکه او بې‌صلاحیته طالبان نه غواړي د تېرې دورې ناکامې تجربې تکرار شي
100%

د امریکا د کوینز بلفاسټ پوهنتون استاد مایکل سمپل وايي، د طالبانو یو شمېر وزیران نه غواړي د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ په څېر یو ځل بیا د یوه کس یا یوې ډلې لپاره قرباني شي. نوموړی زیاتوي، دغه وزیران واک او صلاحیت نه‌لري او پرېکړې هبت‌الله په پټه او غېرشفاف ډول کوي.

سمپل که څه هم د یادو طالب وزیرانو نومونه وانه‌خیستل، خو وايي چې په کابل کې یو شمېر "روښانه فکر لرونکي طالب وزیران" د خپل مشر له پرېکړو خوښ نه دي. نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، تېر ځل د طالبانو واکمني د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن قرباني شوه، خو دا ځل دوی نه غواړي چې د ټي‌ټي‌پي یا نورو وسله‌والو ډلو لپاره قرباني ورکړي.

سمپل زیاتوي، چې د طالبانو په لوړه کچه پرېکړې شفافیت نه‌لري او ډېری پرېکړې د پردې تر شا په پټ ډول تر سره کېږي.

هغه دا هم ویلي، چې په کندهار کې د طالبانو یو شمېر سخت‌دریځي مشران لا هم "جهادي، افراطي او نظامي فکر" لري.

نوموړي د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشارې ویلي، چې پاکستان د طالبانو له مخالفو جبهو سره په اړیکه کې دی او هغوی به د دغې ډلې پر وړاندې د فشار د یوې وسیلې په توګه وکاروي.

هغه له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي: «د پاکستان لپاره یو انتخاب له خلکو سره تفاهم دی؛ هغوی کولی شي اوسنی جنګ لا مخ ته یوسي او پیاوړی یې کړي. پاکستان هڅه کوي د یوې اجماع له لارې د سیمې هېوادونو ته طالبان د یو خطر په توګه معرفي کړي».

نوموړی وایي، چې د ایران، امریکا او منځني ختیځ جګړو د سیمې هېوادونه بوخت ساتلي دي. د هغه په خبره، امکان شته چې په راتلونکي کې پاکستان له ډیپلوماټیکو لارو طالبان له انزوا سره مخ کړي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې په وار-وار ویلي چې اسلام‌اباد له افغان طالبانو سره خبرو اترو ته چمتو دی، خو دا خبرې په دې شرط دي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) غړي دوی ته وسپارل شي.

د پاکستان د پوځ ویاند څه موده مخکې ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د طالبانو ادارې ترهګرو ته پناه ورکړې او دا کسان ان په ځینو دولتي ودانیو کې شتون لري. د هغه په وینا، د خبرو اترو د پیل شرط دا دی چې طالبان د افغانستان په خاوره کې د ترهګرۍ مرکزونه له منځه یوسي او مطلوب کسان پاکستان ته وسپاري.
خو طالبانو بیا دغه تور په کلکه رد کړی او د پاکستان امنیتي ستونزې یې د دوی داخلي چاره ګڼلې ده.