په مسکو کې طالب سفیر د «روسیې-اسلامي نړۍ ستراتیژیک» لیدلوري کنفرانس کې ګډون کړی

په مسکو کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی، چې د دوی سفیر مولوي ګل حسن حسن د «روسیې – اسلامي نړۍ ستراتیژیک» کنفرانس کې ګډون کړی. خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې کنفرانس څنډه کې د طالبانو سفیر د تاتارستان جمهور رییس رستم مینیخانوف سره هم لیدلي دي.
