• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوه امریکایي شرکت د بیټ کوین د بیې د راټیټېدو له امله تر ۱۴ میلیارده ډالرو زیات تاوان کړی

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۶ GMT+۱

د سټراټېژي په نوم شرکت چې مشري یې امریکایي میلیاردر مایکل سیلور کوي، د روان کال د لومړیو درېیو میاشتو په مالي راپور کې ویلي چې د بیټ کوین شتمنیو د ارزښت د کمېدو له امله ورته شاوخوا ۱۴.۵ میلیارده ډالره تاوان ورته اوښتی او د پانګې ارزښت یې راکم شوی دی.

دغه زیان وروسته له هغه رامنځته شوی چې د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې د بیټ کوین بیه له ۲۰ سلنې څخه زیاته راټیټه شوې ده. دا د ۲۰۱۸ کال راوروسته د دې ډیجیټلي شتمنۍ لپاره د کال د لومړۍ ربع تر ټولو لوی سقوط بلل کېږي.

د بلومبرګ د راپور له مخې، د یادې مودې په پای کې سټراټیژي شرکت له ۵۰ میلیارده ډالرو څخه زیاتې ډیجیټلي شتمنۍ لرلې. دغه شرکت تېر کال د حسابدارۍ نوي اصول منلي چې له مخې یې د بټکوین د شتمنیو د واقعي ارزښت بدلونونه باید په مستقیم ډول په مالي حسابونو کې څرګند شي، هغه کار چې د شرکت په مالي پایلو کې یې د څو میلیارده ډالرو بدلونونه راوستي دي.

سټراټېژي چې پخوا د «مایکرو سټراټېژي» په نوم پېژندل کېده، همدارنګه ویلي چې د اپرېل له لومړۍ تر پنځمې پورې یې نور ۴ زره او ۸۷۱ بټکوینونه د ۳۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اخیستي دي. د هر بیټ کوین د پېرلو منځنۍ بیه په دې معامله کې شاوخوا ۶۷ زره او ۷۰۰ ډالره وه.

د تېر کال له تاریخي لوړې بیې وروسته د بټکوین د قیمت کمېدو لامل شوی چې د سټراټېژي شرکت د شتمنیو ارزښت د دې مالي مودې په پای کې د پېرلو له منځنۍ بیې، چې د هر بټکوین لپاره له ۷۵ زره ډالرو څخه زیاته وه، ټیټ شي.

د دوشنبې په ورځ د بیټ کوین بیه نږدې ۷۰ زره ډالرو ته ورسېده، خو وروسته یې د خپل زیاتوالي یوه برخه بېرته له لاسه ورکړه.

د بازار د لوړې دورې پر مهال، د سټراټېژي د ونډو ارزښت د دې شرکت د شتمنیو له ارزښت څخه ډېر لوړ و، چې شرکت ته یې دا زمینه برابره کړې وه څو د نوو ونډو په خپرولو سره نور بټکوین واخلي او دا بهیر تکرار کړي. خو اوس چې دغه برلاسی له‌منځه تللی او د مالي بازارونو شرایط هم سخت شوي، د دې تګلارې دوام له ننګونو سره مخ شوی دی.

دغه شرکت اوس مهال ۲.۲۵ میلیارده ډالره نغدي زېرمه لري چې د ګټو د ورکړې او نورو مالي ژمنو د پوره کولو لپاره تر دوو کلونو ډېره بسنه کوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په غزه کې د یو ښوونځي څنګ ته د اسراییل هوایي برید کې ۱۰ کسان وژل شوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۷ GMT+۱

د غزې روغتيايي چارواکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوه ښوونځي ته څېرمه د اسراییل په هوايي بريد کې ۱۰کسان وژل شوي دي. چارواکي وایي، دغه برید هغه ځای ته هم نږدې شوی چې بې‌ځایه شوي فلسطینیان په‌کې مېشت وو.

د غزې د روغتیا وزارت وايي چې د تېر کال د اکټوبر میاشتې له اوربند راهیسې، لږ تر لږه ۷۰۰ فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.

ډاکترانو او د غزې اوسېدونکو د دوشنبې د ورځې د پېښې په اړه رویټرز ته ویلي چې ځینې فلسطینیان له هغې وسله‌والې ډلې سره په نښته کې ښکېل شوي وو چې د اسراییل ملاتړ ورسره دی، ځکه دې ډلې هڅه کوله پر ښوونځي برید وکړي او یو شمېر کسان یرغمل کړي.

سرچینو رویټرز ته ویلي چې دا نښته د غزې د مرکزي سیمې په المغازي د کډوالو کمپ ختیځ لور ته شوې ده. د نښتې پر مهال د اسراییل بې‌پیلوټه الوتکو پر دغه سیمه دوه توغندي وویشتل، چې له امله یې ۱۰ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

خو د دې ډلې له مشرانو څخه یو تن په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې چې دوی د حماس شاوخوا پنځه غړي وژلي دي.

همدارنګه، د دوشنبې په سهار وختي د اسراییل په یوه بل هوايي برید کې یو فلسطینی چې پر موټرسایکل سپور و، وژل شوی او یو ماشوم ټپي شوی دی. سربېره پر دې، د غزې ډاکتران وايي چې اسراییلي ځواکونو د غزې په مرکزي سیمه کې پر یوه موټر ډزې کړې، چې له امله یې یو بل فلسطینی هم وژل شوی دی، او په دې توګه د دوشنبې د ورځې د وژل شویو شمېر ۱۲ تنو ته رسېدلی دی.

د اسراییل پوځ تر اوسه د دوشنبې د ورځې د دغو درېیو پېښو په اړه څه نه دي ویلي. د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې پر غزه د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ۷۲ زرو څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

ټرمپ: د ایران لپاره ټاکل شوی ضرب‌الاجل وروستی دی او نور نه غځیږي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران ته یې د هوکړې لپاره ټاکلی ضرب‌الاجل وروستی دی او نور به ونه غځول شي. ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې ایران یو وړاندیز وړاندې کړی، چې مهم ګام بلل کېږي، خو د ده په وینا، لا هم بسنه نه کوي.

هغه خبرداری ورکړی چې که تر سې شنبې شپې پورې هوکړه ونه شي، امریکايي ځواکونه به د ایران پر زیربناوو پراخ بریدونه وکړي.

ایران د ټرمپ ټاکل شوی ضرب‌الاجل رد کړی او ټینګار یې کړی چې د جګړې د پای لپاره باید دایمي حل پیدا شي.

د راپورونو له مخې، د امریکا لوړپوړي چارواکي د پاکستان له لارې له ایران سره غیر مستقیمې خبرې پر مخ وړي، چې موخه یې له اټومي وسلو څخه د ایران تېرېدل او د هرمز تنګي بیا پرانېستل دي. ایران خپل ځواب اسلام اباد ته سپارلی دی.

ټرمپ وویل چې که تهران یې شرطونه ومني، جګړه ژر پای ته رسېدلی شي.

نوموړي دا هم وویل چې د ایران نوی مرکچي پلاوی د پخوانیو په پرتله لږ سخت دریځه ښکاري.

هغه زیاته کړه چې که واک یې وای، امریکا به د ایران د تېلو کنټرول هم په لاس کې اخیستی وای، خو دا یې ومنله چې ښایي امریکايان دا پرېکړه ونه مني.

شي جين پينګ په چین کې د انرژۍ د نوي سیستم د چټک پرمختګ غوښتنه کړې

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۵ GMT+۱

د چین ولسمشر شي جين پينګ د خپل هېواد د انرژۍ امنیت د خوندي کولو لپاره د انرژۍ د نوي سیستم د چټک پلان او جوړولو غوښتنه کړې ده. نوموړي دغه راز د اټومي انرژۍ د خوندي او منظمې پراخېدا یادونه هم کړې ده.

د چین دولتي رسنیو د راپور له مخې، شي جين پينګ د اوبو برېښنا پر پراختیا او د چاپېریال ساتنې پر ارزښت ټینګار کړی او همدارنګه یې د اټومي انرژۍ د خوندي او منظمې پراخېدا غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي چې چین د انرژۍ په برخه کې نړیوالو بدلونونو ته په کتو مهمې پرېکړې کړې او د انرژۍ د امنیت نوې ستراتیژي یې پیاوړې کړې ده.

کارپوهان وايي چین د انرژۍ د بیو له لوړوالي سره د مقابلې ښه توان لري، ځکه د دغه هېواد د انرژۍ ډېره برخه لا هم د سکرو له لارې تامینېږي او د تیلو واردات یې د هرمز له تنګي یوازې یوه کوچنۍ برخه جوړوي.

شي جين پينګ ټینګار کړی چې که څه هم سکاره د انرژۍ د سیستم بنسټ جوړوي، خو چین باید د پاکې او ټیټ کاربنه انرژۍ پراختیا ته ژمن پاتې شي.

د ناسا ستورمزلي نن د سپوږمۍ د جاذبې ساحې ته ورسېدل

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۱۰ GMT+۱

د ناسا د ارتېمیز۲ ماموریت څلور ستورمزلي د دوشنبې په سهار د سپوږمۍ د جاذبې ساحې ته داخل شول. هغوی به ډیر زر د سپوږمۍ تپ او لرې اړخ ته لاړ شي او د تاریخ تر ټولو لرې تللي انسانان به شي.

ستورمزلو ریډ ویسمن، ویکتور ګلوور، کریسټینا کوچ او کاناډایي جیرمي هنسن خپل دغه ماموریت تېره اونۍ د امریکا له فلوریډا څخه پیل کړی و.

هغوی به د دوشنبې په ورځ د شپږمې ورځې لپاره تر ماښام پورې د ماموریت تر ټولو لوړې فاصلې ته ورسیږي، چې شاوخوا ۲۵۲,۷۵۷ ميله ده.

د سپوږمۍ د جاذبې په سیمه کې د سپوږمۍ ځواک د کپسول پر حرکت محسوسېږي.

د سپوږمۍ جاذبه د ځمکې د جاذبې شاوخوا ۱/۶ برخه ده. په دې سیمه کې د سپوږمۍ کشش ستورمزلو او کپسول ته اجازه ورکوي چې په نیمه وزن حرکت وکړي.

دا ځانګړې جاذبه ستورمزلو ته د سپوږمۍ شاوخوا حرکت او د تیاره اړخ د څیړلو موقع برابروي.

دا سفر شاوخوا شپږ ساعته دوام کوي او ستورمزلي به د اوریون کړکۍ له لارې د سپوږمۍ ځانګړې، یا د تپې برخې انځورونه واخلي.

دغه ستورمزلي به د سپوږمۍ په شاوخوا کې۱۰ورځنی سفر بشپړوي.

اورشلیم‌پوسټ: د ایران پر ضد د اسراییل او امریکا د احتمالي برید 'ستراتیژیکې موخې' وټاکل شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۵۶ GMT+۱

اورشلیم پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې اسراییل او امریکا له پرله‌پسې خبرو اترو وروسته په ایران کې د ستراتیژیکو موخو یو نوملړ وروستی کړی دی. د راپور له‌مخې، که تهران د ډونالډ ټرمپ له ټاکلي ضرب‌الاجل سره مخالفت وکړي، دغه موخې به د درنو بریدونو لاندې راشي.

دوو باخبره سرچینو دغې ورځپاڼې ته ویلي، دا هوکړه د دې لپاره شوې چې د ایران د تهاجمي سیاستونو پر وړاندې د واشنګټن او تل‌ابیب غبرګونونه په بشپړه توګه همغږي شي. د نښه شویو اهدافو د وروستي نوملړ له ټاکلو سربېره، د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ عملیاتي همغږي هم وروستي پړاو ته رسېدلې ده.

د راپور پر بنسټ، د دغه ګډ عملیاتي پلان جزییات تېره پنجشنبه په هغه غونډه کې وروستي شول، چې د اسراییل د پوځ لوی درستیز ایال زمیر او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ترمنځ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو لوړپوړو پوځي چارواکو د دندو د وېش او د دقیقو ماموریتونو پر ټاکلو هوکړه وکړه، څو هغه مهال عملي شي کله چې ټرمپ د ورکړل شوي ضرب‌الاجل پای اعلان کړي. ټرمپ مخکې خبرداری ورکړی و، چې ایران باید د سې‌شنبې تر شپې پورې د هرمز تنګی بېرته پرانیزي، که نه نو د دغه هېواد مهمې زېربناوې به د بریدونو هدف وګرځي.