د کابل-کندهار لویه لار له پرون راهیسې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، د تېزو ورښتونو او سېلابونو له امله د کابل-کندهار لویه لار د زابل په فولادګي مانده سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې. نوموړي زیاته کړې، چې ټیمونه یې په سیمه کې دي او د سېلابونو له کمېدو سره سم به لاره بېرته خلاصه کړي.
