• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ وایي د راتلوکو دوو اونیو لپاره یې پر ایران بریدونه وځنډول

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ماښام د وري ۱۸مه نېټه اعلان وکړ، چې د پاکستان په غوښتنه یې د ایران پر وړاندې بمبارۍ او بریدونه د دوه اوونیو لپاره وځنډول شو. هغه زیاته کړه چې دا ځنډ به پر دې بنسټ مشروط وي چې ایران به د هُرمز تنګی بېرته پرانېزي.

ډونالډ ټرمپ پر تروټ سوشل خواله رسنۍ لیکلي، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او لوی درستیز عاصم منیر سره یې خبرې وکړې. ټرمپ وویل چې پاکستان د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړي په توګه عمل کړی او غوښتنه یې کړې چې د اسلامي جمهوریت سره په جګړه کې دوه اوونۍ اوربند رامنځته شي.

هغه څرګنده کړه: «د لومړي وزیر شهباز شریف او فیلډ مارشال عاصم منیر سره د خبرو پر بنسټ چې غوښتنه یې وکړه باید د ایران پر وړاندې ویجاړوونکي بریدونه ودروم، پرېکړه وکړه چې د ایران پر وړاندې بمبارۍ او بریدونه د دوه اوونیو لپاره وځنډول شي، په دې شرط چې ایران په بشپړ، سملاسي او خوندي ډول د هُرمز تنګي پرانېستلو باندې راضي شي».

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې دا اوربند دوه اړخیز دی او دواړه خواوې یې باید مراعت کړي. ټرمپ همدارنګه زیاته کړه چې امریکا د اسلامي جمهوریت له خوا د لسو مادو یو وړاندیز ترلاسه کړی او دا یې د راتلونکو مذاکراتو لپاره د منلو وړ بنسټ ګڼلی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

ازبکي رسنۍ: د ازبکستان سرحدي ځواکونه له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۱

ازبکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد سرحدي ځواکونو د افغانستان سره په پوله کې د ۱۰کیلوګرامو نشه‌يي توکو، چې تریاک او چرس په کې شامل و، د قاچاق مخه نیولې ده.

د ازبکستان د امنیتي خدمتونو ادارې په وینا، دا قاچاق شوې محموله د سرخان‌دریا په ولایت کې د غیرقانوني تېرېدو پر مهال د امو سیند څخه کشف او ضبط شوې ده.

راپور زیاتوي، چې په دې قضیه کې درې کسان هم نیول شوي، چې هڅه یې کوله د موټر د تیوبونو په کارولو سره نشه‌يي توکي له افغانستان څخه ازبکستان ته ولېږدوي. د چارواکو په وینا، د دغو کسانو څخه شاوخوا ۲.۷کیلوګرام تریاک او له ۸کیلوګرامو څخه زیات چرس ترلاسه شوي دي. ویل کېږي چې له دغه کسان سره ژمنه شوې وه چې د هر کیلوګرام د لېږد په بدل کې به ۲۰۰ امریکایي ډالر ورکړل شي.

د ازبکستان امنیتي خدماتو ادارېویلي چې په دې قضیو کې د جنايي دوسیو د پرانیستلو سره، نیول شوي کسان په توقیف کې دي او تحقیقات روان دي.

په تېرو دوه اوونیو کې، ازبکستان د افغانستان څخه د قاچاق شویو موادو لسګونه کیلوګرامه ضبط کړي دي، چې د هېواد پر سرحدي امنیت او د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې ټینګښت ښيي.

تر یوې اونۍ لادرکۍ وروسته؛ په عراق کې تښتول شوې امریکایي خبریاله خوشې شوه

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱

سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړی، امریکايۍ خبریاله شېلي کیټلسن چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په عراق کې د ایران پلوه وسله‌والو له خوا تښتول شوې وه، اوس بېرته خوشې شوې ده.

د دوو عراقي دولتي سرچینو او یوې بلې باخبره سرچینې په وینا، د «کتائب حزب‌الله» ډلې وسله‌والو کیټلسن د هغو امریکايي خبریالانو په نوملړ کې شامله کړې وه چې د تښتونې لپاره په نښه شوي وو. نوموړې د مارچ په ۳۱مه، د سې‌شنبې ورځ په بغداد کې تښتول شوې وه.

د کتائب حزب‌الله ډلې ویاند مخکې په خپل ټیلیګرام چینل کې په یوه پیغام کې ویلي وو چې کیټلسن به په دې شرط خوشې شي چې په سملاسي توګه له عراقه ووځي. خو تر اوسه پورې د هغې د اوسېدو کره ځای تر خوشې کېدو وروسته نه دی څرګند شوی.

د دې ډلې دوو چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، اسوشیټیډپرس خبري اژانس ته ویلي چې د دې خبریالې د خوشې کېدو په بدل کې به عراقي چارواکي د دې ډلې یو شمېر نیول شوي غړي ازاد کړي.

دې ډلې مخکې له دې هم د کیټلسن یوه بې‌نېټې ویډیو خپره کړې وه چې په کې هغه نېغ په نېغه له کمرې سره خبرې کوي. د دې ویډیو د ثبت ځای معلوم نه دی. دا ویډیو شاوخوا دوه نیمې دقیقې اوږدوالی لري او نوموړې پکې په ګلابي جمپر او شین کوټ کې ښکاري.

د سي‌اېن‌اېن ټلوېزیوني شبکې د ملي امنیت شنونکي او په امریکا کې د کیټلسن ټاکل شوې اړیکې کس الکس پلېتساس مخکې سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي وو چې د امریکا حکومت دې خبریالې ته د کتائب حزب‌الله له لوري د مشخص ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و. د هغه په وینا، دا د ایران ملاتړې وسله‌واله ډله د ښځینه خبریالانو د تښتولو یا حتی وژلو په لټه کې وه.

همداراز، یوه امریکايي چارواکي سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي وو چې کیټلسن څو ځله، له هغې ډلې د تښتونې څخه یوه شپه مخکې هم، د ځان پر وړاندې د ګواښونو په اړه خبرداری ترلاسه کړی و.

د «په ژورنالېزم کې د ښځو د ایتلاف» بنسټ اېښودونکې او مشره کیران نازش هم تېره اوونۍ سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي وو چې کیټلسن غوښتل عراق ته د خپل سفر پر مهال د یوې کورنۍ سره واوسي چې هغې ته یې ډاډ ورکړی و چې اندېښنه مه کوه او «موږ به دې خوندي وساتو». د نازش په وینا، کیټلسن هغې ته په یو پیغام کې لیکلي وو چې سپارښتنه ورته شوې وه چې دې سفر ته ولاړه نه شي، خو «هغې هماغه کار وکړ چې تل یې کاوه».

نازش زیاته کړه چې کیټلسن مخکې هم څو ځله عراق او سوریې ته سفرونه کړي او «په سختو شرایطو کې د میداني راپور ورکولو تجربه» لري. نوموړې دا مهال په روم کې اوسیږي او یو مهال یې په استانبول کې هم وخت تېر کړی دی.

ایران د ټرمپ د «دوزخ» ګواښ پر وړاندې سرغړوونکی دریځ نیولی

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۴ GMT+۱

ایران داسې هېڅ نښه نه ده ښودلې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ ته پکې نرمښت وبرېښي. ټرمپ ویلي چې ایران باید تر سې‌شنبې هرمز تنګی بېرته پرانیزي او که نه نو له پراخو بریدونو سره به مخ شي او دوزخ به یې وګرځوي.

ټرمپ ایران ته تر ماښام ۸ بجو مهلت ورکړی و، چې په هرمز تنګي کې پر تېل وړونکو بیړیو بندیز پای ته ورسوي.

رویټرز وايي، ایران دا غوښتنې رد کړې او ګواښ یې کړی چې په خلیج کې به د امریکا د متحدینو پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه وکړي.

اسراییل هم د سې‌شنبې په ورځ د ایران ملکي بنسټونو ته خبرداری ورکړی او خلکو ته یې ویلي چې د اورګاډي پټلۍ او رېل‌لارو ته نږدې مه ځئ، ځکه دا به ستاسې ژوند له خطر سره مخ کړي.

رویټرز: یو پخوانی اسټرالیایي سرتېری د بې‌وسلې افغانانو د وژلو په تور ونیول شو

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۳۹ GMT+۱

رویټرز د سې‌شنبې په ورځ (د وري ۱۸مه) راپور ورکړی، چې د اسټرالیا فدرالي پولیسو د رابرټس سمېټ په نوم یو اسټرالیایي سرتېری نیولی دی. دراپور له‌مخې، پر هغه تور دی چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ کال پورې یې په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال بې‌وسلې افغانان وژلي او ښایي په عمر قید محکوم شي.

په راپور کې همداراز راغلي، چې رابرټس سمېت نن د سیډني د کورني هوایي ډګر په ساحه کې نیول شوی دی.

د اسټرالیا د فدرالي پولیسو کمېشنرې کریسي باریټ تایید کړې، چې پر دغه ۴۷ کلن پخواني سرتېري د جنګي جرمونو پنځه تورونه پورې شوي دي. راپورونه وایي، وژل شوي کسان بې‌وسلې او د اسټرالیايي ځواکونو په بند کې وو.
د تورونو له‌مخې، رابرټس سمېټ په افغانستان کې د خپل درې کلن ماموریت پر مهال د دوو کسانو د وژلو مسوول دی او په درېیو نورو پېښو کې یې د وژنې لارښوونه، مرسته یا هڅونه کړې ده.

راپور همداراز زیاتوي، د اسټرالیا ځانګړي تحقیقاتي دفتر (OSI) چې ۵۴ څېړونکي لري، له ۲۰۲۱ کال راهیسې رابرټس سمېت څېړي او د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو پر ضد د افغانستان په اړه یو شمېر نورې د جګړې د جرم تحقیقات هم روان دي. د دغه ادارې مشر راس بارنیټ ویلي، چې د جرم ساحو ته د لاسرسي نشتوالي څېړنې ستونزمنې کړې دي.

په یوه پخوانۍ محکمه کې د فدرالي محکمې قاضي انتوني بسانکو د شواهدو پر بنسټ موندلې وه، چې رابرټس سمېټ د بې‌وسلې بندیانو په وژلو کې لاس درلود. راپورونه وایي، هغه ان د یوه سپین‌ږیري زنداني د وژلو پر مهال ننداره کوله او مخنیوی یې نه و کړی.

که څه هم رابرټس سمېت ځان بې‌ګناه ګڼلی، خو د قاضي یو شمېر ادعاوې یې تایید کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې د اسټرالیا د پوځ په یوه راپور کې ویل شوي وو، چې د ۱۹ برحاله او پخوانیو سرتېرو په اړه باید د افغانستان په جګړه کې د ۳۹ ناقانونه وژنو په تړاو څېړنې وشي.
له دې سره، څو کاله وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال داسې راپورونه هم خپاره شول، چې د اسټرالیا ۱۷ ځانګړو سرتېرو د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د هلمند او اروزګان ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال کروندګر وژلي، د ملکیانو کورونه یې سوځولي او پر بې‌دفاع خلکو یې ډزې کړې دي.

د یادولو ده، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ۲۰ کلن پوځي ماموریت پر مهال د امریکا، اسټرالیا او برېتانیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو سرتېري په جنګي جنایتونو تورن شوي دي. ځینو دغو هېوادونو منلې، چې ځواکونو یې په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي او بې‌دفاع ملکیان یې وژلي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هرمز تنګي په اړه د پرېکړه‌لیک مسوده جوړوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۵۹ GMT+۱

د امنیت شورا د راپور له‌مخې، ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن سې‌شنبه (د وري ۱۸مه) د یوه پرېکړه‌لیک پر مسودې رایه اچونه وکړي، چې موخه یې د هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ‌راتګ خوندیتوب او د سیمه‌ییز تاوتریخوالي کمول دي.

مسوده له هغو هېوادونو غوښتنه کوي چې د تنګي په سوداګریزو لارو کې فعالیت لري، څو د سوداګریزو بېړیو د ساتنې لپاره ګډې دفاعي هڅې وکړي او له ایران څخه غواړي، چې د بېړیو پر ضد بریدونه او د تنګي د تګ‌راتګ د بندولو هڅې سمدستي ودروي.

همدارنګه دغه شورا غواړي، چې د غېرنظامي زېربناوو لکه د اوبو، انرژۍ او نفتو د زېربناوو پر ضد بریدونه هم بند شي.

دغه مسوده بحرین د فارس خلیج همکاریو د شورا او اردن په همغږۍ وړاندې کړې ده.

په وروستیو اوونیو کې پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله په هرمز تنګي کې تاوتریخوالی زیات شوی. ایران په ځوابي توګه هڅه کړې، چې د بېړیو تګ‌راتګ ګډوډ کړي. بلخوا، امریکا او اسراییل هم ځینې سمندري تاسیسات هدف ګرځولي دي.

راپور زیاتوي، چې د امنیت شورا د غړو ترمنځ د مسودې په اړه ځینې اختلافونه هم رامنځته شوي. په لومړنیو مسودو کې د زور د کارولو اجازه هم شوې وه، خو چین او روسیې مخالفت کړی او خبرداری یې ورکړی چې دا به تاوتریخوالی لا زیات کړي.
پایلې ته له رسېدو وروسته، په وروستۍ مسوده کې د «دفاعي اقداماتو» او نړۍوالې همکارۍ ټینګار شوی او د تحریمونو بحث عمومي شوی دی.

ځینې هېوادونه لکه فرانسه او برېتانیا هڅې کوي، چې د بېړیو د خوندي تګ لپاره نړۍوال اېتلاف جوړ کړي، خو د لاسوهنې په څرنګوالی کې اختلاف لري او ځینو هېوادونو مستقیم نظامي ګډون نه‌دی ښودلی.

ورته مهال، د هرمز تنګي ناامنۍ نړۍواله سوداګري او د انرژۍ بازار ته جدي ګواښ رامنځته کړی دی.