• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ننګرهار کې د سېلابونو او د کورونو د ړنګېدو له امله ۱۶ کسان مړه او ۳۳ ټپیان شوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۱

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار او ۱۲ ولسواليو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د سېلابونو راوتلو او د کورونو د ړنګېدو له امله ۱۶ کسان مړه شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر وايي، ددې ډلې د ننګرهار والي په مشرۍ د ژغورنې عملیاتو پر مهال ۱۰۴ تنه له سېلابونو څخه خوندي ایستل شوي او سلګونه نور کسان چې په خطرناکو سیمو کې وو، خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

په ورته وخت کې یاد دفتر وايي، ۱۲۴ کورونه بشپړ تخریب شوي او ۳۱۵ کورنیو ته په بېلابېلو برخو کې مالي زیانونه اوښتي دي.

همداراز، په ۳۷۶۰ جریبه ځمکه کې کروندې ویجاړې شوې او ۷۹ څاروي تلف شوي دي.

د راپورونو له مخې، ګڼ شمېر ټولګټې پروژې هم تخریب شوې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو او تاجکستاني چارواکو د کاسا–۱۰۰۰ پروژې د چارو پرمختګونو په تړاو انلاین ناسته کړې

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۵۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، ددغه شرکت رییس عبدالحق همکار د تاجکستان د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره د کاسا–۱۰۰۰ پروژې د پرمختګونو او شته ننګونو په تړاو انلاین ناسته وکړه. په دې ناست کې ټینګار شوی، چې د کاساـ۱۰۰۰ پروژې چارې تر ټاکلي وخت پورې بشپړې شي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت نن سې شنبه، د وري پر ۱۸مه وویل، چې د کاسا–۱۰۰۰ پروژې د چارو پرمختګونو په تړاو د افغانستان او تاجکستان د برېښنا انرژۍ سکتور مسوولانو ګډه ناسته کړې ده.

په دې ناسته کې د طالبانو د برېښنا شرکت رییس عبدالحق همکار په افغانستان کې د دې پروژې د چارو د پرمختګونو او ننګونو په تړاو خبرې وکړې او زياته یې کړه، چې د قراردادي شرکتونو سره د احتمالي ممکنه ستونزو د حل لپاره هڅې تر بل هر وخت ګړندۍ شوې څو دا مهمه پروژه له ټاکلي وخت سره سمه بشپړه شي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د تاجکستان د انرژۍ وزیر دلیر جمعه د کاسا–۱۰۰۰ پروژې په اړه وویل، چې هېواد یې د دې مهمې پروژې چارو د چټکتیا لپاره د تخنیکي همغږۍ، دوامداره اړیکو او ګډو هڅو ملاتړ کوي.

د د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د دواړو لوریو تخنیکي او مسلکي پلاویو هم ګډون درلود، چې د پروژې اړوندو تخنیکي موضوعاتو، عملي پرمختګونو او شته ننګونو په اړه یې نظرونه تبادله کړل.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت دوه میاشتې وړاندې ویلي و، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې د افغانستان په خاوره کې ۷۵ سلنه بشپړې شوي او د ۲۰۲۷ کال تر پایه به یې ټولې چارې بشپړې شي. په دې پروژې سره د منځنۍ اسیا برېښنا سویلي اسیا ته لېږدول کېږي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې د تاجکستان او قرغیزستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي.

طالبانو ویلي، چې د کاسا ۱۰۰۰ له پروژې څخه به افغانستان هر کال ۶۰ میلیونه ډالره ټرانزیټ فیس ترلاسه کړي.

د طالبانو ډېپلوماتان د پېښور له کمیشنر سره د ستنېدونکو افغانانو پر ستونزو غږېدلي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۱

په خیبر پښتونخوا کې د طالبانو د کونسلګرۍ ډېپلوماتانو د پېښور ښار له کمیشنر رياض خان محسود سره په لیدنه کې په تورخم کې د کډوالو د ستنېدو سيستم د بيا فعالېدو او د هر اړخيزو اسانتياوو برابرولو په تړاو خبرې کړې دي.

په پېښور کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کونسلګرۍ نن سې شنبه، د وري پر ۱۸مه په اېکس کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د حمزه بابا ټرانزيټ مرکز پر ستونزو، د راستنېدونکو افغانانو پر وضعيت، د ټرانزيټي مرکزونو پر زياتوالي او د افغان بنديانو پر خلاصون خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د ستونزو د حل لپاره د دوامدارې همغږۍ او همکارۍ ډاډ څرگند کړی.

نن د وري پر ۱۷مه د طالبانو د کډوالو چاور وزیر عبدالکبیر په خپل دفتر کې په پېښور کې ددې ډلې له جنرال کونسل محب الله شاکر سره په لیدنه کې ویلي دي، چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د بند پاتې راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل په موخه د خوراکي او نورو توکو د چمتو کولو لپاره به مالي امکانات ولېږي.

په پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر ویلي، چې د کډوالو د ثبت لړۍ کې افغان راستنېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي او زرګونه افغانې کورنۍ د ثبت لپاره په تمه دي.

په کونړ کې یو ځوان له واده دوه ورځې وړاندې ځان وژلی

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۲۶ GMT+۱

په کونړ کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددغه ولایت د نرنګ ولسوالۍ په کړمار کلي کې د اکرام په نامه یو ځوان له واده دوه ورځې وړاندې ځان وژنه کړې ده. اکرام نن سهار په خپل کور کې دتومانچې په ډزو ځان وژلی دی. نژدې خپلوان یې وايي چې د نوموړي اقتصادي وضعیت ښه نه و.

افغانستان انټرنشنل-پښتو د تېر ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې رپوټ ورکړی و، چې د یوې اونۍ په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځوانانو د ځان‌وژنې لږترلږه ۱۰ پېښې شوې وې.

اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او رواني فشارونه د دغسې پېښو لوی لاملونه بلل کېږي.

د ځوانانو د ځان‌وژنې د پېښو له زیاتوالي سره جوخت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و، چې طالبانو په خوست کې ملایانو ته سپارښتنه کړې چې د ځان‌وژونکو د جنازو امامت ونه‌کړي او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي ونه‌ښيي.

طالبانو له نړیوالې ټولنې نه د ماین پاکۍ په برخه کې دوامداره همکاري وغوښته

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال محمد نعیم د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ماین پاکۍ په برخه کې له افغانستان سره دوامداره مرسته او همکاري وکړي. نوموړي له نړیوالې ټولنې نه په دې برخه کې د پرمختللو تجهیزاتو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې نن سې شنبه، د وري پر ۱۸مه وویل، چې په کابل کې د ماینونو له خطرونو د پوهاوي او د ماین پاکۍ په چارو کې د همکارۍ نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال محمد نعیم ویلي، چې لاتروسه په افغانستان کې ماینونه او ناچاوده توکي ستره ستونزه ده او ۷۵ سلنه قربانیان یې ماشومان دي.

محمد نعیم ویلي، چې د ماین پاکۍ په برخو کې د ملګرو ملتونو اړوندو او نړیوالو سازمانونو پر ارزښت پوهیږي او په دې برخه کې طالبان دوی ته د ګډ تعامل ډاډ ور کوي.

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي ویلي، چې دا ورځ یو فرصت دی چې د نړۍ له هېوادونو سره په همغږۍ د ماینونو اغېزې راکمې شي.

نوموړي ماینونه او ناچاوده توکي د بشریت پټ دښمن وبلل او له نړیوالو او ملګرو ملتونو یې غوښتنه وکړه چې په پاکولو کې یې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اغلې جورجت دې غونډې ته وویل، چې ماشومان د ماینونو او ناچاودو توکو تر ټولو ډېر قربانیان دي او د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغو سیمو د پاکولو او د سولې د ټینګښت پر اهمیت ټینګار کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د ماین‌پاکۍ برخې رییس نیکولاس سټیفن پانډ، وویل چې ۹۰ سلنه تلفات د ناچاوده توکو او پرېښودل شویو وسلو له امله دي، چې له ۴۰ کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې پاتې دي.

د طالبانو تر واک لاندې له طبیعي پېښو سره مبارزې لپاره د چمتووالي ادارې د شمېرو له مخې، په تېر یو کال کې ۹۴ کیلومتره په ماینونو او ناچاوده توکو ککړې سیمې پاکې شوې دي او د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام په ۲۳ ولایتونو او ۸۲ ولسوالیو کې فعالیت کوي او دغه راز دا پروګرام په ټول هېواد کې په ۱۰ پروژو کې د ماین پارکۍ له ۱۵۵ ډلو سره په کار بوخت دی.

متقي په کابل کې د چین له سفیر سره د ارومچي د خبرو اترو په اړه غږېدلی

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۱ GMT+۱

په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د دوه اړخیزو همکاریو، سیمه‌ییزو تحولاتو او د چین په ارومچي کې د طالبانو او پاکستان د روانو خبرو اترو په تړاو ناسته کړې ده. ژاو شینګ ویلي، بېجینګ هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د چین د سفیر ژاو شینګ له قوله وویل، چې بیجنګ هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي او دغه بهیر یې په بې پریتوب او همکارۍ پیل کړی دی.

د چین سفیر زیاته کړې چې د سیمې د جیوپولیتیک وضعیت په درک سره، تمه ده چې د باور جوړونې بهیر د نېک نیت او د تاوتریخوالي لرې کېدو پر بنسټ دوام ومومي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د شخړو په تړاو د خپلې ادارې دریځ دفاعي بللی او ټینګار یې کړی، چې طالبان له خپل حریم څخه دفاع مسلم حق ګڼي.

هغه همداراز ټینګار کړی، چې د متقابل درناوي او پوهاوي پر بنسټ د تفاهم او خبرو اترو پر دوام باور لري.