• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کونړ کې یو ځوان له واده دوه ورځې وړاندې ځان وژلی

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۵۵ GMT+۱

په کونړ کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددغه ولایت د نرنګ ولسوالۍ په کړمار کلي کې د اکرام په نامه یو ځوان له واده دوه ورځې وړاندې ځان وژنه کړې ده. اکرام نن سهار په خپل کور کې دتومانچې په ډزو ځان وژلی دی. نژدې خپلوان یې وايي چې د نوموړي اقتصادي وضعیت ښه نه و.

افغانستان انټرنشنل-پښتو د تېر ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې رپوټ ورکړی و، چې د یوې اونۍ په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځوانانو د ځان‌وژنې لږترلږه ۱۰ پېښې شوې وې.

اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او رواني فشارونه د دغسې پېښو لوی لاملونه بلل کېږي.

د ځوانانو د ځان‌وژنې د پېښو له زیاتوالي سره جوخت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و، چې طالبانو په خوست کې ملایانو ته سپارښتنه کړې چې د ځان‌وژونکو د جنازو امامت ونه‌کړي او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي ونه‌ښيي.

ترویج لرونکی

یوې افغانې مور د  کابل په اېمرجنسي روغتون کې  پنځه ماشومان زېږولي
۱

یوې افغانې مور د کابل په اېمرجنسي روغتون کې پنځه ماشومان زېږولي

۲

اېکسپرېس ټرېبیون: پاکستان له طالبانو غوښتي چې «ټي‌ټي‌پي» باید د ترهګرې ډلې په توګه وپېژني

۳

په برېټانیا کې د پخواني افغان پوځ یو افسر د سختو ټپونو له امله په روغتون کې بستر شو

۴

شي جين پينګ په چین کې د انرژۍ د نوي سیستم د چټک پرمختګ غوښتنه کړې

۵

اوچا: نورستان کې نږدې ۱۰۰زره کسان بشري مرستو ته لاسرسی نه لري

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له نړیوالې ټولنې نه د ماین پاکۍ په برخه کې دوامداره همکاري وغوښته

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال محمد نعیم د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ماین پاکۍ په برخه کې له افغانستان سره دوامداره مرسته او همکاري وکړي. نوموړي له نړیوالې ټولنې نه په دې برخه کې د پرمختللو تجهیزاتو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې نن سې شنبه، د وري پر ۱۸مه وویل، چې په کابل کې د ماینونو له خطرونو د پوهاوي او د ماین پاکۍ په چارو کې د همکارۍ نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال محمد نعیم ویلي، چې لاتروسه په افغانستان کې ماینونه او ناچاوده توکي ستره ستونزه ده او ۷۵ سلنه قربانیان یې ماشومان دي.

محمد نعیم ویلي، چې د ماین پاکۍ په برخو کې د ملګرو ملتونو اړوندو او نړیوالو سازمانونو پر ارزښت پوهیږي او په دې برخه کې طالبان دوی ته د ګډ تعامل ډاډ ور کوي.

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي ویلي، چې دا ورځ یو فرصت دی چې د نړۍ له هېوادونو سره په همغږۍ د ماینونو اغېزې راکمې شي.

نوموړي ماینونه او ناچاوده توکي د بشریت پټ دښمن وبلل او له نړیوالو او ملګرو ملتونو یې غوښتنه وکړه چې په پاکولو کې یې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اغلې جورجت دې غونډې ته وویل، چې ماشومان د ماینونو او ناچاودو توکو تر ټولو ډېر قربانیان دي او د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغو سیمو د پاکولو او د سولې د ټینګښت پر اهمیت ټینګار کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د ماین‌پاکۍ برخې رییس نیکولاس سټیفن پانډ، وویل چې ۹۰ سلنه تلفات د ناچاوده توکو او پرېښودل شویو وسلو له امله دي، چې له ۴۰ کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې پاتې دي.

د طالبانو تر واک لاندې له طبیعي پېښو سره مبارزې لپاره د چمتووالي ادارې د شمېرو له مخې، په تېر یو کال کې ۹۴ کیلومتره په ماینونو او ناچاوده توکو ککړې سیمې پاکې شوې دي او د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام په ۲۳ ولایتونو او ۸۲ ولسوالیو کې فعالیت کوي او دغه راز دا پروګرام په ټول هېواد کې په ۱۰ پروژو کې د ماین پارکۍ له ۱۵۵ ډلو سره په کار بوخت دی.

متقي په کابل کې د چین له سفیر سره د ارومچي د خبرو اترو په اړه غږېدلی

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۱ GMT+۱

په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د دوه اړخیزو همکاریو، سیمه‌ییزو تحولاتو او د چین په ارومچي کې د طالبانو او پاکستان د روانو خبرو اترو په تړاو ناسته کړې ده. ژاو شینګ ویلي، بېجینګ هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د چین د سفیر ژاو شینګ له قوله وویل، چې بیجنګ هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي او دغه بهیر یې په بې پریتوب او همکارۍ پیل کړی دی.

د چین سفیر زیاته کړې چې د سیمې د جیوپولیتیک وضعیت په درک سره، تمه ده چې د باور جوړونې بهیر د نېک نیت او د تاوتریخوالي لرې کېدو پر بنسټ دوام ومومي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د شخړو په تړاو د خپلې ادارې دریځ دفاعي بللی او ټینګار یې کړی، چې طالبان له خپل حریم څخه دفاع مسلم حق ګڼي.

هغه همداراز ټینګار کړی، چې د متقابل درناوي او پوهاوي پر بنسټ د تفاهم او خبرو اترو پر دوام باور لري.

طالبان د کرښې هغې غاړې ته بند پاتې افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره مالي امکانات استوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو چاور وزیر عبدالکبیر په خپل دفتر کې په پېښور کې ددې ډلې له جنرال کونسل محب الله شاکر سره په لیدنه کې ویلي، چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د بند پاتې راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل په موخه د خوراکي او نورو توکو د چمتو کولو لپاره به مالي امکانات ولېږي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن سې شنبه، د وري پر ۱۸مه وویل، چې په دې ناسته کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو پر وضعیت خبرې وشوې

په پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر ویلي، چې د کډوالو د ثبت لړۍ کې افغان راستنېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي او زرګونه افغانې کورنۍ د ثبت لپاره په تمه دي.

د طالبانو کډوالو وزیر عبدالکبیر ویلي، چې طالبانو د راستنېدونکو لپاره اړین امکانات چمتو کړي او د ستونزو حل ته یې لومړیتوب ورکوي.

نوموړي ژمنه کړې ده، چې د بند پاتې افغان کډوالو ستونزې به له نړۍوالو ادارو سره هم شریکې کړي.

تېره ورځ افغانستان انټرنشنل راپور ورکړ، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې د افغان کډوالو د تصدیق په بهیر کې د ځنډ او روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي له امله یوې افغانې کډوالې د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پولیسو د سرچینو په ویلي و، دغه ښځه چې د کندوز ولایت اوسېدونکې وه، د بیګیاړي د تلاشۍ پر پوسته یې انتظار کاوه، خو د ناروغۍ د شدت له امله یې روغتون ته تر رسېدو وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

محلي سرچینې زیاتوي چې د تصدیق اوږد او پېچلي بهیر، د بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالي او پر وخت د طبي مرستو نه رسېدو د افغان کډوالو ستونزې ډېرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ قوماندانانو په افغانستان کې د بریدونو پر غځولو ټینګار کړی

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۲ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، چې په راولپنډۍ کې د قول اردوګانو د قوماندانانو په غونډه کې «په افغانستان کې د وسله والو د پټنځایونو» تر له منځه وړو پورې د بریدونو پر دوام ټینګار شوی. په دې غونډه کې د سعودي عربستان پر پټرولیمي او صنعتي تاسیساتو بریدونه اندېښمنوونکي بلل شوي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ، د وري پر ۱۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ددغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر په مشرۍ د قول اردوګانو د قوماندانانو په غونډه کې د پاکستان او د سیمې د وضعیت ارزونه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې ټینګار شوی، چې «ټولې وسله والې ډلې له استثنا پرته تعقیب او له منځه یووړل شي».

د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر ویلي، په دې غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې، چې د «غضب للحق» په نامه عملیات به تر هغه غځیږي، چې ددوی په وینا، د ترهګرو خوندي پټنځایونه له منځه لاړ شي او د پاکستان پر ضد د افغان خاورې کارېدل پای ته ورسیږي.

د پاکستاني پوځ دا څرګندونې داسې مهال دي، چې له یوې اونۍ راهیسې د پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ د چین په ارومچي ښار کې خبرې اترې روانې دي.

پاکستان پر طالبانو تور لګوي، چې د پاکستاني وسله والو ملاتړ کوي، خو افغان طالبان دغه تورونه ردوي او د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو جګړې د پاکستان کورنۍ مساله ګڼي.

د پاکستان د پوځي چارواکو په دې ناسته کې د منځني ختیځ د جګړې په تړاو هم خبرې شوې دي او د سعودي عربستان پر پټرولیمي او صنعتي تاسیساتو د شویو بریدونو په تړاو اندېښنه ښودل شوې او دا یې د کړکېچ غیر ضروري زیاتوالی بللی دی.

پاکستان له سعودي عربستان سره دفاعي او امنیتي تړون لري او پر ریاض د ایران له بریدونو سره هممهاله اسلام اباد هڅه کوي، چې د امریکا او ایران ترمنځ ستونزې له ډیپلوماتیکو چینلونو اوارې شي، خو دې هڅو تر دې دمه پایله نه ده ور کړې.

د سېلابونو له امله د سالنګونو په ګډون د افغانستان ۶ لویې لارې تړل شوې دي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په ځینو ولایتونو کې د واورې، بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله د سالنګ، کابل-جلال اباد، سمنګان-مزار شریف لویې لارې او څو نورې لویې لارې د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، چې د بلخ ولایت د مارمل، چمتال او چهارکانت ولسوالیو لارې، د ننګرهار ولایت د نازیان، دوربابا، سپین غر او پچیراګام لارې، د بادغیس-هرات او بادغیس-فاریاب لویې لارې، د غور-هرات لویه لاره، دره صوف-مزار شریف او ایبک-روی دواب لارې، د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ لاره او د بامیان ولایت د کوتل قوناق او ایبک لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

هغه ویلي، چې د دې لارو د پاکولو کار د ټولګټو وزارت له خوا روان دی.

هغه له خلکو وغوښتل چې تر بلې خبرتیا پورې په پورته یادو شویو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت پرون هم په زابل ولایت کې د کابل-کندهار لویې لارې د تړلو اعلان کړی و.

د وري له ۶مې راهیسې د افغانستان په مختلفو برخو کې بارانونه، سېلابونه او په ځینو سیمو کې واورې ورېدلي دي. دغو پېښو خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو ادارې اعلان کړی چې په دې موده کې ۱۱۳ کسان وژل شوي او ۱۵۴ نور ټپیان شوي دي، د وروستیو شمېرو له مخې تر دې مهاله ۱۱۹ تنه مړه شوي دي.