• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هرمز تنګي په اړه د پرېکړه‌لیک مسوده جوړوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۵۹ GMT+۱

د امنیت شورا د راپور له‌مخې، ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن سې‌شنبه (د وري ۱۸مه) د یوه پرېکړه‌لیک پر مسودې رایه اچونه وکړي، چې موخه یې د هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ‌راتګ خوندیتوب او د سیمه‌ییز تاوتریخوالي کمول دي.

مسوده له هغو هېوادونو غوښتنه کوي چې د تنګي په سوداګریزو لارو کې فعالیت لري، څو د سوداګریزو بېړیو د ساتنې لپاره ګډې دفاعي هڅې وکړي او له ایران څخه غواړي، چې د بېړیو پر ضد بریدونه او د تنګي د تګ‌راتګ د بندولو هڅې سمدستي ودروي.

همدارنګه دغه شورا غواړي، چې د غېرنظامي زېربناوو لکه د اوبو، انرژۍ او نفتو د زېربناوو پر ضد بریدونه هم بند شي.

دغه مسوده بحرین د فارس خلیج همکاریو د شورا او اردن په همغږۍ وړاندې کړې ده.

په وروستیو اوونیو کې پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله په هرمز تنګي کې تاوتریخوالی زیات شوی. ایران په ځوابي توګه هڅه کړې، چې د بېړیو تګ‌راتګ ګډوډ کړي. بلخوا، امریکا او اسراییل هم ځینې سمندري تاسیسات هدف ګرځولي دي.

راپور زیاتوي، چې د امنیت شورا د غړو ترمنځ د مسودې په اړه ځینې اختلافونه هم رامنځته شوي. په لومړنیو مسودو کې د زور د کارولو اجازه هم شوې وه، خو چین او روسیې مخالفت کړی او خبرداری یې ورکړی چې دا به تاوتریخوالی لا زیات کړي.
پایلې ته له رسېدو وروسته، په وروستۍ مسوده کې د «دفاعي اقداماتو» او نړۍوالې همکارۍ ټینګار شوی او د تحریمونو بحث عمومي شوی دی.

ځینې هېوادونه لکه فرانسه او برېتانیا هڅې کوي، چې د بېړیو د خوندي تګ لپاره نړۍوال اېتلاف جوړ کړي، خو د لاسوهنې په څرنګوالی کې اختلاف لري او ځینو هېوادونو مستقیم نظامي ګډون نه‌دی ښودلی.

ورته مهال، د هرمز تنګي ناامنۍ نړۍواله سوداګري او د انرژۍ بازار ته جدي ګواښ رامنځته کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ایران انټرنشنل سرچینې: د پزشکیان او سپاه پاسداران د چارواکو ترمنځ اختلاف رامنځته شوی

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۰۸ GMT+۱

ایران انټرنشنل ته رسېدلي معلومات ښيي، چې د ایران په لوړو حکومتي کړیو کې بې‌ساري اختلافات رامنځته شوي دي. د راپورونو له‌مخې، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د سپاه پاسداران د لوړپوړو قومندانانو ترمنځ ناندرۍ او ښکاره تقابل روان دی.

د ولسمشرۍ دفتر ته نږدې دوو سرچینو ویلي، چې د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) د مسعود پزشکیان او د مجتبی خامنه‌یي نږدې کس حسین طایب ترمنځ تندې خبرې شوې دي. ګډونوال دا خبرې «ډېرې سختې او بحراني» یادي کړې دي.

په دې ناسته کې مسعود پزشکیان د سپاه پاسداران د قومندان احمد وحیدي او د خاتم‌الانبیاء قرارګاه قومندان علي عبداللهي کړنې «خپلسري» یادي کړې او زیاته کړې یې ده، چې د دوی پالیسي چې د سیمې پر هېوادونو او زېربیناوو د بریدونو د زیاتېدو لامل بلل کېږي، د اوربند ترلاسه کولو ټول فرصتونه له‌منځه وړي او ایران د یو ستر ناورین پر لور بیايي.

پزشکیان ټینګار کړی، چې د کره ارزونو له‌مخې د ایران اقتصاد به د اوږدې جګړې تر فشار لاندې ډېر وخت دوام ونه‌کړي او بشپړ اقتصادي سقوط به حتمي وي.

یوه امریکایي شرکت د بیټ کوین د بیې د راټیټېدو له امله تر ۱۴ میلیارده ډالرو زیات تاوان کړی

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۶ GMT+۱

د سټراټېژي په نوم شرکت چې مشري یې امریکایي میلیاردر مایکل سیلور کوي، د روان کال د لومړیو درېیو میاشتو په مالي راپور کې ویلي چې د بیټ کوین شتمنیو د ارزښت د کمېدو له امله ورته شاوخوا ۱۴.۵ میلیارده ډالره تاوان ورته اوښتی او د پانګې ارزښت یې راکم شوی دی.

دغه زیان وروسته له هغه رامنځته شوی چې د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې د بیټ کوین بیه له ۲۰ سلنې څخه زیاته راټیټه شوې ده. دا د ۲۰۱۸ کال راوروسته د دې ډیجیټلي شتمنۍ لپاره د کال د لومړۍ ربع تر ټولو لوی سقوط بلل کېږي.

د بلومبرګ د راپور له مخې، د یادې مودې په پای کې سټراټیژي شرکت له ۵۰ میلیارده ډالرو څخه زیاتې ډیجیټلي شتمنۍ لرلې. دغه شرکت تېر کال د حسابدارۍ نوي اصول منلي چې له مخې یې د بټکوین د شتمنیو د واقعي ارزښت بدلونونه باید په مستقیم ډول په مالي حسابونو کې څرګند شي، هغه کار چې د شرکت په مالي پایلو کې یې د څو میلیارده ډالرو بدلونونه راوستي دي.

سټراټېژي چې پخوا د «مایکرو سټراټېژي» په نوم پېژندل کېده، همدارنګه ویلي چې د اپرېل له لومړۍ تر پنځمې پورې یې نور ۴ زره او ۸۷۱ بټکوینونه د ۳۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اخیستي دي. د هر بیټ کوین د پېرلو منځنۍ بیه په دې معامله کې شاوخوا ۶۷ زره او ۷۰۰ ډالره وه.

د تېر کال له تاریخي لوړې بیې وروسته د بټکوین د قیمت کمېدو لامل شوی چې د سټراټېژي شرکت د شتمنیو ارزښت د دې مالي مودې په پای کې د پېرلو له منځنۍ بیې، چې د هر بټکوین لپاره له ۷۵ زره ډالرو څخه زیاته وه، ټیټ شي.

د دوشنبې په ورځ د بیټ کوین بیه نږدې ۷۰ زره ډالرو ته ورسېده، خو وروسته یې د خپل زیاتوالي یوه برخه بېرته له لاسه ورکړه.

د بازار د لوړې دورې پر مهال، د سټراټېژي د ونډو ارزښت د دې شرکت د شتمنیو له ارزښت څخه ډېر لوړ و، چې شرکت ته یې دا زمینه برابره کړې وه څو د نوو ونډو په خپرولو سره نور بټکوین واخلي او دا بهیر تکرار کړي. خو اوس چې دغه برلاسی له‌منځه تللی او د مالي بازارونو شرایط هم سخت شوي، د دې تګلارې دوام له ننګونو سره مخ شوی دی.

دغه شرکت اوس مهال ۲.۲۵ میلیارده ډالره نغدي زېرمه لري چې د ګټو د ورکړې او نورو مالي ژمنو د پوره کولو لپاره تر دوو کلونو ډېره بسنه کوي.

په غزه کې د یو ښوونځي څنګ ته د اسراییل هوایي برید کې ۱۰ کسان وژل شوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۷ GMT+۱

د غزې روغتيايي چارواکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوه ښوونځي ته څېرمه د اسراییل په هوايي بريد کې ۱۰کسان وژل شوي دي. چارواکي وایي، دغه برید هغه ځای ته هم نږدې شوی چې بې‌ځایه شوي فلسطینیان په‌کې مېشت وو.

د غزې د روغتیا وزارت وايي چې د تېر کال د اکټوبر میاشتې له اوربند راهیسې، لږ تر لږه ۷۰۰ فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.

ډاکترانو او د غزې اوسېدونکو د دوشنبې د ورځې د پېښې په اړه رویټرز ته ویلي چې ځینې فلسطینیان له هغې وسله‌والې ډلې سره په نښته کې ښکېل شوي وو چې د اسراییل ملاتړ ورسره دی، ځکه دې ډلې هڅه کوله پر ښوونځي برید وکړي او یو شمېر کسان یرغمل کړي.

سرچینو رویټرز ته ویلي چې دا نښته د غزې د مرکزي سیمې په المغازي د کډوالو کمپ ختیځ لور ته شوې ده. د نښتې پر مهال د اسراییل بې‌پیلوټه الوتکو پر دغه سیمه دوه توغندي وویشتل، چې له امله یې ۱۰ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

خو د دې ډلې له مشرانو څخه یو تن په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې چې دوی د حماس شاوخوا پنځه غړي وژلي دي.

همدارنګه، د دوشنبې په سهار وختي د اسراییل په یوه بل هوايي برید کې یو فلسطینی چې پر موټرسایکل سپور و، وژل شوی او یو ماشوم ټپي شوی دی. سربېره پر دې، د غزې ډاکتران وايي چې اسراییلي ځواکونو د غزې په مرکزي سیمه کې پر یوه موټر ډزې کړې، چې له امله یې یو بل فلسطینی هم وژل شوی دی، او په دې توګه د دوشنبې د ورځې د وژل شویو شمېر ۱۲ تنو ته رسېدلی دی.

د اسراییل پوځ تر اوسه د دوشنبې د ورځې د دغو درېیو پېښو په اړه څه نه دي ویلي. د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې پر غزه د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ۷۲ زرو څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

ټرمپ: د ایران لپاره ټاکل شوی ضرب‌الاجل وروستی دی او نور نه غځیږي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران ته یې د هوکړې لپاره ټاکلی ضرب‌الاجل وروستی دی او نور به ونه غځول شي. ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې ایران یو وړاندیز وړاندې کړی، چې مهم ګام بلل کېږي، خو د ده په وینا، لا هم بسنه نه کوي.

هغه خبرداری ورکړی چې که تر سې شنبې شپې پورې هوکړه ونه شي، امریکايي ځواکونه به د ایران پر زیربناوو پراخ بریدونه وکړي.

ایران د ټرمپ ټاکل شوی ضرب‌الاجل رد کړی او ټینګار یې کړی چې د جګړې د پای لپاره باید دایمي حل پیدا شي.

د راپورونو له مخې، د امریکا لوړپوړي چارواکي د پاکستان له لارې له ایران سره غیر مستقیمې خبرې پر مخ وړي، چې موخه یې له اټومي وسلو څخه د ایران تېرېدل او د هرمز تنګي بیا پرانېستل دي. ایران خپل ځواب اسلام اباد ته سپارلی دی.

ټرمپ وویل چې که تهران یې شرطونه ومني، جګړه ژر پای ته رسېدلی شي.

نوموړي دا هم وویل چې د ایران نوی مرکچي پلاوی د پخوانیو په پرتله لږ سخت دریځه ښکاري.

هغه زیاته کړه چې که واک یې وای، امریکا به د ایران د تېلو کنټرول هم په لاس کې اخیستی وای، خو دا یې ومنله چې ښایي امریکايان دا پرېکړه ونه مني.

شي جين پينګ په چین کې د انرژۍ د نوي سیستم د چټک پرمختګ غوښتنه کړې

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۵ GMT+۱

د چین ولسمشر شي جين پينګ د خپل هېواد د انرژۍ امنیت د خوندي کولو لپاره د انرژۍ د نوي سیستم د چټک پلان او جوړولو غوښتنه کړې ده. نوموړي دغه راز د اټومي انرژۍ د خوندي او منظمې پراخېدا یادونه هم کړې ده.

د چین دولتي رسنیو د راپور له مخې، شي جين پينګ د اوبو برېښنا پر پراختیا او د چاپېریال ساتنې پر ارزښت ټینګار کړی او همدارنګه یې د اټومي انرژۍ د خوندي او منظمې پراخېدا غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي چې چین د انرژۍ په برخه کې نړیوالو بدلونونو ته په کتو مهمې پرېکړې کړې او د انرژۍ د امنیت نوې ستراتیژي یې پیاوړې کړې ده.

کارپوهان وايي چین د انرژۍ د بیو له لوړوالي سره د مقابلې ښه توان لري، ځکه د دغه هېواد د انرژۍ ډېره برخه لا هم د سکرو له لارې تامینېږي او د تیلو واردات یې د هرمز له تنګي یوازې یوه کوچنۍ برخه جوړوي.

شي جين پينګ ټینګار کړی چې که څه هم سکاره د انرژۍ د سیستم بنسټ جوړوي، خو چین باید د پاکې او ټیټ کاربنه انرژۍ پراختیا ته ژمن پاتې شي.