په بلوچستان کې د تندر لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی

د بلوچستان ایالت د کله عبدالله ولسوالۍ اړوند د نورک سلیمانخېل سیمې په یوه کور د تندر لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی. د پولیسو په وینا، مړي او ټپی سمدستي دولتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
