د مراجعینو د معلوماتو له مخې، کمیشنکاران له نوبت اخیستو څخه مخکې ۲۰۰ یورو اخلي او له ملاقات وروسته او د اسنادو له ترلاسه کولو وړاندې باید ۲۰۰ یورو نور د بانک له لارې کمیشنکار ته ولېږل شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د روغتیا د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغان ښځې او نجونې لا هم روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د تګراتګ، زدهکړو او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر کار محدودیتونو د افغانستان روغتیايي سیسټم کمزوری کړی.
بېنېټ ټینګار کړی، چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه نه یوازې د هغوی پر ژوند منفي اغېز لري، بلکې د ټولنې پر عمومي روغتیايي وضعیت هم ژورې پایلې لري.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په روغتیايي برخه کې د نجونو د زدهکړو پر وړاندې د بندیزونو له امله، افغانستان د ښځینه ډاکټرانو او روغتیاپالانو له سخت کمښت سره مخ دی او دې چارې په هېواد کې د مېندو د مړینې کچه په ګواښوونکې توګه لوړه کړې ده.
د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته افغان ښځې له بېساري تاوتریخوالي او سختو محدودیتونو سره مخ شوې. طالبان چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه بیا واک ته ورسېدل، د ټولګډونه حکومت او د ښځو د حقونو د خوندیتوب ژمنې یې وکړې، خو عملي ګامونه یې له دغو ژمنو سره په ټکر کې وو.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ښځې او نجونې له زدهکړو، کار، سفر او ان له عامه ژوند څخه محرومې شوې. دغو بدلونونو نه یوازې د افغان مېرمنو پر فردي ژوند ناوړه اغېز کړی، بلکې د ټولنې پر ټولییز پرمختګ، ټولنیز جوړښت او اقتصادي پیاوړتیا یې هم ژوره اغېزه کړې ده.
د مېرمنو پر وړاندې دا بندیزونه یوازې یوه داخلي سیاسي او مذهبي پرېکړه نه وه، بلکې پراخ نړۍوال غبرګونونه یې راوپارول. ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان او د نړۍ بېلابېلو بشري او حقوقي بنسټونو دا محدودیتونه د افغان مېرمنو له بنسټیزو انساني حقونو څخه ښکاره سرغړونه وبلله.