• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران په بېلابېلو سیمو کې د تازه چاودنو او هوايي بریدونو راپورونه خپاره شوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۰ GMT+۱

د راپورونو له‌مخې، نن سې‌شنبې (د وري ۱۸مه) د سهار شاوخوا درې بجې د تهران په بېلابېلو سیمو کې د نوې څپې چاودنو غږونه او د جنګي الوتکو الوتنې اورېدل شوې دي.

د سهار له ۳:۰۲ تر ۳:۳۰ بجو پورې د تهران په شمال‌ختیځو سیمو لکه لویزان، نارمک، هروي، نیاوران، نوبنیاد، اجودانیه، پاسداران، دروس او تهرانپارس کې پرله‌پسې چاودنې اورېدل شوې او په ځینو ځایونو کې د هوايي مدافع ځواکونو فعالیت هم لیدل شوی دی.

د ایران د پلازمېنې په لوېدیځ او شمال‌لوېدیځو برخو کې هم صادقیه، اکباتان، پونک، جنت‌اباد، ښارک غرب، سعادت‌اباد، باغ‌فیض، زعفرانیه او د مهراباد هوايي ډګر شاوخوا سیمې د پرله‌پسې چاودنو هدف ګرځېدلې دي.

د تهران په لوېدیځ کې د لوګي او اور د لیدل کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.

په مرکزي او جنوبي تهران کې هم د منیریه، ولیعصر، بلوار کشاورز، اسکندري، جوادیه او ښارري په ګډون سیمو کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي او په ځینو ځایونو کې د ودانیو د لړزېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

همداراز، داسې نا تایید شوي راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې په تهرانپارس (د تقي‌نیا کوڅه) کې یو استوګنیز کور او د پردیس ۴م فاز کې څو نور ځایونه په نښه شوي دي.

په دماوند کې هم د سهار له ۳ څخه تر ۳:۱۸ پورې څو پرله‌پسې چاودنې راپور شوې دي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۳
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

۴
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۵

د جماعت‌الاحرار ډلې له ټي‌ټي‌پي څخه د جلا کېدو او خپلواک فعالیت پیلولو اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

په ایرلنډ کې د کب نیولو پر مهال دوه افغان وروڼه مړه شوي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۱
په ایرلنډ کې د کب نیولو پر مهال دوه افغان وروڼه مړه شوي
100%

ایرلنډي رسنیو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې دوه افغان وروڼه د کب نیولو پر مهال د دې هېواد په اوبو کې مړه شوي دي.

دایرلنډ ټایمز د راپور له مخې، تاج‌الدین صافي او صلاح‌الدین صافي، چې د لیمرک ښار اوسېدونکي وو، د سې‌شنبې په ورځ د کلر په سیمه کې د کب نیولو پر مهال اوبو ته لوېدلي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

راپور زیاتوي چې د دغو دوو وروڼو جسدونه، چې عمرونه یې ۳۰او ۲۰کاله وو، مازیګر شاوخوا څلور بجې د ساحلي ساتنې د چورلکې له لوري له اوبو راایستل شوي دي.

یاد افغان وروڼه نږدې لس کاله وړاندې ایرلنډ ته تللي وو او د لیمرک په ښار کې یې ژوند کاوه.

د دوراس په نوم د یوه خېریه بنسټ مشر جان لانن ویلي چې دا وروڼه د سیمې او دټولنې د درناوي وړ غړي وو او مړینه یې د ځایي خلکو لپاره لویه ضایعه ده.

ډونالډ ټرمپ: د چین له ولسمشر سره د غويي په ۲۴مه او ۲۵مه په بېجينګ کې لیدنه لرم

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۰
ډونالډ ټرمپ: د چین له ولسمشر سره د غويي په ۲۴مه او ۲۵مه په بېجينګ کې لیدنه لرم
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره د هغه لیدنه چې تر دې وړاندې پر ایران د امریکا د پوځي عملیاتو له امله ځنډېدلې وه، اوس د غوايي میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نېټو په بېجینګ کې ترسره کېږي.

ټرمپ زياته کړه، چې دی او مېرمن يې ملانيا ټرمپ به د روان کال په کومه بله نېټه کې بیا د شي جين‌پينګ او د هغه د مېرمنې مادام پينګ کوربه‌توب په واشنګټن ډي‌سي کې وکړي. د امريکا ولسمشر وويل، چې د دواړو هېوادونو استازي دا مهال د دغو ليدنو د چمتووالي وروستۍ چارې بشپړوي.

ټرمپ دا ناسته «ډېره مهمه او برخليک ټاکونکې» وبلله او ويې ويل، چې له خپل چينايي سيال سره د ليدنې لپاره لېواله دی.

د منځني ختيځ د جګړې له امله په قطر او متحده عربي اماراتو کې د شکیرا کنسرټونه وځنډول شول

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۰
د منځني ختيځ د جګړې له امله په قطر او متحده عربي اماراتو کې د شکیرا کنسرټونه وځنډول شول
100%

د قطر د ګرځندوی ادارې د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د نړۍ د مشهورې سندرغاړې شکیرا کنسرټ چې ټاکل شوې وه د اپرېل په لومړۍ نېټه په دوحه کې ترسره شي، د «سیمې د اوسني حالت» له امله وځنډول شو.

همدارنګه په ابوظبي کې د موسیقۍ یو بل فیستیوال چې ټاکل شوې وه د شکیرا او د موسیقۍ د یوې ډلې په ګډون ترسره شي، هم بل وخت ته وځنډول شو. هغو کسانو ته چې مخکې یې ټکټونه اخیستي وو خبر ورکړل شوی، چې د دوی ټکټونه به په روان کال کې د نوي ټاکل شوي کنسرټ پر مهال هم اعتبار ولري.

شکیرا یوه مشهوره کولمبیايۍ سندرغاړې، سندرې لیکونکې او نڅاګره ده.

د راپورونو له‌مخې، نور کنسرټونه لکه د اپرېل په ۱۰مه د هانس زیمر او د اپرېل په ۱۷مه د جان لېجنډ کنسرټونه به په قطر کې پر خپل وخت ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران له اسراییل او امریکا سره د روانې جګړې په ترڅ کې د سیمې پر ځینو هېوادونو بې‌پیلوټه الوتکې او توغندي ویشتلي دي.

ټرمپ وایي له ایران څخه یې د هرمز تنګي په اړه یوه "ډالۍ" ترلاسه کړې ده

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۰
ټرمپ وایي له ایران څخه یې د هرمز تنګي په اړه یوه "ډالۍ" ترلاسه کړې ده
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، چې ایران د هرموز تنګي په تړاو تېره ورځ یو حیرانوونکی اقدام ترسره کړی دی او دوی یوه ډالۍ هم ترلاسه کړې ده. هغه زیاته کړه: «دا یوه ډېره ستره ډالۍ ده، چې ډېر لوړ ارزښت لري. نه غواړم ووایم چې څه شی و، خو دا یو ډېر مهم امتیاز و».

ټرمپ وویل، چې دا ډالۍ «د هرمز تنګي پورې تړاو لري».

د نوموړي په خبره: «تاسو پوهېږئ، زما نه خوښېږي چې دا خبره وکړم، خو موږ دا جګړه ګټلې ده. موږ رښتیا هم خپلې الوتکې د تهران او د هغوی د هېواد د نورو سیمو پر فضا ور خوشې کړې دي او هغوی هېڅ هم نه‌شي کولای».

د امریکا ولسمشر همدارنګه وویل، چې سعودي عربستان، متحده عربي امارات او قطر د ایران اسلامي جمهوریت پورې اړوندو موضوعاتو کې «ډېر ښه» عمل کړی دی.

محمد محقق افغانانو ته؛ د بدلون لپاره چمتو اوسئ

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۰
محمد محقق افغانانو ته؛ د بدلون لپاره چمتو اوسئ
100%

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر، محمد محقق، افغانانو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو کړنې باید خلک نهیلي نه کړي او ولس باید د بدلون لپاره چمتو واوسي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال افغانستان تر یوه حده هېر شوی ښکاري، خو ډېر ژر به یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز کې راشي.

محقق دا څرګندونې په یوه انلاین غونډه کې چې ځینو نورو پخوانیو سیاسیونه هم په کې برخه لرله، وکړې.

هغه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، لکه اوکراین، لبنان او غزه کې روانو کړکېچونو ته په اشارې وویل: «نن نړۍ له سختو بحرانونو سره مخ ده، خو ډېر ژر به افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز بدل شي. د بدلون لپاره چمتو اوسئ او پر خپلې لارې ټینګ پاتې شئ.»