طالبانو په پنجشېر کې څه باندې ۲ زره قیراطه زمرد وپلورل

په پنجشېر کې د طالبانو والي محمد اغا حکیم ویلي، چې د دغه ولايت له کانونو استخراج شوي ۲زره او ۶۳۹ قیراطه زمرد یې په څه باندې درې مېلیونه او ۱۷۲ زره افغانیو په ارزښت وپلورل. هغه زیاته کړې، چې یاد زمرد یې د یوې داوطلبۍ له لارې پر ملي سوداګرو پلورلي دي.
