دغه زیان وروسته له هغه رامنځته شوی چې د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې د بیټ کوین بیه له ۲۰ سلنې څخه زیاته راټیټه شوې ده. دا د ۲۰۱۸ کال راوروسته د دې ډیجیټلي شتمنۍ لپاره د کال د لومړۍ ربع تر ټولو لوی سقوط بلل کېږي.
د بلومبرګ د راپور له مخې، د یادې مودې په پای کې سټراټیژي شرکت له ۵۰ میلیارده ډالرو څخه زیاتې ډیجیټلي شتمنۍ لرلې. دغه شرکت تېر کال د حسابدارۍ نوي اصول منلي چې له مخې یې د بټکوین د شتمنیو د واقعي ارزښت بدلونونه باید په مستقیم ډول په مالي حسابونو کې څرګند شي، هغه کار چې د شرکت په مالي پایلو کې یې د څو میلیارده ډالرو بدلونونه راوستي دي.
سټراټېژي چې پخوا د «مایکرو سټراټېژي» په نوم پېژندل کېده، همدارنګه ویلي چې د اپرېل له لومړۍ تر پنځمې پورې یې نور ۴ زره او ۸۷۱ بټکوینونه د ۳۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اخیستي دي. د هر بیټ کوین د پېرلو منځنۍ بیه په دې معامله کې شاوخوا ۶۷ زره او ۷۰۰ ډالره وه.
د تېر کال له تاریخي لوړې بیې وروسته د بټکوین د قیمت کمېدو لامل شوی چې د سټراټېژي شرکت د شتمنیو ارزښت د دې مالي مودې په پای کې د پېرلو له منځنۍ بیې، چې د هر بټکوین لپاره له ۷۵ زره ډالرو څخه زیاته وه، ټیټ شي.
د دوشنبې په ورځ د بیټ کوین بیه نږدې ۷۰ زره ډالرو ته ورسېده، خو وروسته یې د خپل زیاتوالي یوه برخه بېرته له لاسه ورکړه.
د بازار د لوړې دورې پر مهال، د سټراټېژي د ونډو ارزښت د دې شرکت د شتمنیو له ارزښت څخه ډېر لوړ و، چې شرکت ته یې دا زمینه برابره کړې وه څو د نوو ونډو په خپرولو سره نور بټکوین واخلي او دا بهیر تکرار کړي. خو اوس چې دغه برلاسی لهمنځه تللی او د مالي بازارونو شرایط هم سخت شوي، د دې تګلارې دوام له ننګونو سره مخ شوی دی.
دغه شرکت اوس مهال ۲.۲۵ میلیارده ډالره نغدي زېرمه لري چې د ګټو د ورکړې او نورو مالي ژمنو د پوره کولو لپاره تر دوو کلونو ډېره بسنه کوي.