طالبان وایي تېره میاشت یې له ۸۵زره راستنو شویو او بېځایه شویو سره مرستې کړي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سهشنبه د (وري ۱۸مه) خبر ورکړی چې په تېره میاشت کې له ۸۳زره او ۷۴۷تنو بېځایه شویو، راستنو شویو او کوربه ټولنو سره مرستې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغو مرستو ارزښت څه باندې ۳۴۴میلیونه افغانیو ته رسېږي.
