طالبانو یو ځل بیا د کورونو مالکان د کرایې له ۱۰ سلنې زیاتوالي منع کړل

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د دغه وزارت په مشرۍ د کورونو د کرایې د تنظیم کمېټې چې پهکې د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو استازي شامل دي، پرېکړه کړې چې د کرایو لوړول له ټاکلي حد څخه منع دي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
