• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سره صلیب کمېټه: ۲۰۲۶ کال کې له ۱۴ میلیونو زیات افغانان بشري او روغتیايي مرستو ته اړتیا لري

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به په ټول افغانستان کې تر ۱۴میلیونو ډېر خلک بشري مرستو او روغتیايي خدماتو ته اړتیا ولري.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د څو لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو او طبیعي پېښو د هېواد د روغتیايي سیستم پر وړتیاوو سخت فشار راوستی دی.

سره صلیب زیاته کړې، چې له دې ستونزمن وضعیت سره سره، د عامې روغتیا د ۴۶ کلینیکونو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د یوه سیمه‌ییز روغتون ملاتړ، خلکو ته د لومړنیو روغتیايي خدماتو په برابرولو کې مهم رول لوبولی دی.

د دې ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۱،۲ میلیونه ناروغانو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، لومړنیو درملیزو خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړی دی. دا کار د روغتونونو او ثانوي درملیزو مرکزونو پر فشار د کمېدو ترڅنګ د خدماتو کیفیت هم ښه کړی دی.

د کلینیکونو د تغذیې برخه هم د خوړو نړیوال پروګرام او یونیسف په همغږۍ پیاوړې شوې او سره صلیب هغو مرکزونو ته د درملیزو خوړو برابرول کوي چې نړیوال ملاتړ نه لري.

دغه بنسټ وايي، دا هڅې په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې د زرګونو کسانو ژوند ژغورلی او دا یقیني کوي چې زیانمنې ټولنې لا هم معیاري روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

سره صلیب ټینګار کړی چې د افغانستان د روغتیايي سیستم ملاتړ، د عامې روغتیا وزارت او سره میاشتې ټولنې سره په همکارۍ، لا هم د دوی له لومړیتوبونو څخه دی او هڅې روانې دي څو د درملیزو خدمتونو لاسرسی او دوام نور هم ښه شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په ترکیه کې د خورما او پستې د غوړیو په یوه لارۍ کې ۱۸ افغان کډوال نیول شوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۴۴ GMT+۱

د ترکیې په توکات ښار کې پولیسو د سې شنبې په ورځ ۱۸ افغان کډوال چې د خورما او پستې د غوړیو په لارۍ کې پټ وو، نیولي دي. پولیسو د لارۍ چلوونکی هم نیولی او قضايي ادارې ته یې معرفي کړی دی.

د ترکیې توکات پولیسو اعلان وکړ، چې لارۍ له ایران څخه ښار ته روانه وه او له پلټنو وروسته پکې ۱۸ افغان کډوال، چې قانوني اسناد یې نه لرل، پېژندل شوي دي.

نیول شوي کډوال د اداري پروسیجرونو له ترسره کولو وروسته په توکات ښار کې د بهرنیو وګړو د اخراج مرکزونو ته لیږدول شوي.

له دې وړاندې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و،چې د روان کال له پیل راهیسې د ۹۰۰۰ افغانانو په ګډون له ۳۰ زرو څخه ډیر کډوال نیول شوي دي.

د وزارت شمېرې ښيي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۳۸۰ زره څخه زیات افغان کډوال نیول شوي او اېستل شوي دي.

په ننګرهار کې د سېلابونو او د کورونو د ړنګېدو له امله ۱۶ کسان مړه او ۳۳ ټپیان شوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۱

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار او ۱۲ ولسواليو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د سېلابونو راوتلو او د کورونو د ړنګېدو له امله ۱۶ کسان مړه شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر وايي، ددې ډلې د ننګرهار والي په مشرۍ د ژغورنې عملیاتو پر مهال ۱۰۴ تنه له سېلابونو څخه خوندي ایستل شوي او سلګونه نور کسان چې په خطرناکو سیمو کې وو، خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

په ورته وخت کې یاد دفتر وايي، ۱۲۴ کورونه بشپړ تخریب شوي او ۳۱۵ کورنیو ته په بېلابېلو برخو کې مالي زیانونه اوښتي دي.

همداراز، په ۳۷۶۰ جریبه ځمکه کې کروندې ویجاړې شوې او ۷۹ څاروي تلف شوي دي.

د راپورونو له مخې، ګڼ شمېر ټولګټې پروژې هم تخریب شوې دي.

طالبانو او تاجکستاني چارواکو د کاسا–۱۰۰۰ پروژې د چارو پرمختګونو په تړاو انلاین ناسته کړې

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۵۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، ددغه شرکت رییس عبدالحق همکار د تاجکستان د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره د کاسا–۱۰۰۰ پروژې د پرمختګونو او شته ننګونو په تړاو انلاین ناسته وکړه. په دې ناست کې ټینګار شوی، چې د کاساـ۱۰۰۰ پروژې چارې تر ټاکلي وخت پورې بشپړې شي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت نن سې شنبه، د وري پر ۱۸مه وویل، چې د کاسا–۱۰۰۰ پروژې د چارو پرمختګونو په تړاو د افغانستان او تاجکستان د برېښنا انرژۍ سکتور مسوولانو ګډه ناسته کړې ده.

په دې ناسته کې د طالبانو د برېښنا شرکت رییس عبدالحق همکار په افغانستان کې د دې پروژې د چارو د پرمختګونو او ننګونو په تړاو خبرې وکړې او زياته یې کړه، چې د قراردادي شرکتونو سره د احتمالي ممکنه ستونزو د حل لپاره هڅې تر بل هر وخت ګړندۍ شوې څو دا مهمه پروژه له ټاکلي وخت سره سمه بشپړه شي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د تاجکستان د انرژۍ وزیر دلیر جمعه د کاسا–۱۰۰۰ پروژې په اړه وویل، چې هېواد یې د دې مهمې پروژې چارو د چټکتیا لپاره د تخنیکي همغږۍ، دوامداره اړیکو او ګډو هڅو ملاتړ کوي.

د د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د دواړو لوریو تخنیکي او مسلکي پلاویو هم ګډون درلود، چې د پروژې اړوندو تخنیکي موضوعاتو، عملي پرمختګونو او شته ننګونو په اړه یې نظرونه تبادله کړل.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت دوه میاشتې وړاندې ویلي و، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې د افغانستان په خاوره کې ۷۵ سلنه بشپړې شوي او د ۲۰۲۷ کال تر پایه به یې ټولې چارې بشپړې شي. په دې پروژې سره د منځنۍ اسیا برېښنا سویلي اسیا ته لېږدول کېږي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې د تاجکستان او قرغیزستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي.

طالبانو ویلي، چې د کاسا ۱۰۰۰ له پروژې څخه به افغانستان هر کال ۶۰ میلیونه ډالره ټرانزیټ فیس ترلاسه کړي.

د طالبانو ډېپلوماتان د پېښور له کمیشنر سره د ستنېدونکو افغانانو پر ستونزو غږېدلي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۱

په خیبر پښتونخوا کې د طالبانو د کونسلګرۍ ډېپلوماتانو د پېښور ښار له کمیشنر رياض خان محسود سره په لیدنه کې په تورخم کې د کډوالو د ستنېدو سيستم د بيا فعالېدو او د هر اړخيزو اسانتياوو برابرولو په تړاو خبرې کړې دي.

په پېښور کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کونسلګرۍ نن سې شنبه، د وري پر ۱۸مه په اېکس کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د حمزه بابا ټرانزيټ مرکز پر ستونزو، د راستنېدونکو افغانانو پر وضعيت، د ټرانزيټي مرکزونو پر زياتوالي او د افغان بنديانو پر خلاصون خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د ستونزو د حل لپاره د دوامدارې همغږۍ او همکارۍ ډاډ څرگند کړی.

نن د وري پر ۱۷مه د طالبانو د کډوالو چاور وزیر عبدالکبیر په خپل دفتر کې په پېښور کې ددې ډلې له جنرال کونسل محب الله شاکر سره په لیدنه کې ویلي دي، چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د بند پاتې راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل په موخه د خوراکي او نورو توکو د چمتو کولو لپاره به مالي امکانات ولېږي.

په پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر ویلي، چې د کډوالو د ثبت لړۍ کې افغان راستنېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي او زرګونه افغانې کورنۍ د ثبت لپاره په تمه دي.

په کونړ کې یو ځوان له واده دوه ورځې وړاندې ځان وژلی

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۲۶ GMT+۱

په کونړ کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددغه ولایت د نرنګ ولسوالۍ په کړمار کلي کې د اکرام په نامه یو ځوان له واده دوه ورځې وړاندې ځان وژنه کړې ده. اکرام نن سهار په خپل کور کې دتومانچې په ډزو ځان وژلی دی. نژدې خپلوان یې وايي چې د نوموړي اقتصادي وضعیت ښه نه و.

افغانستان انټرنشنل-پښتو د تېر ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې رپوټ ورکړی و، چې د یوې اونۍ په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځوانانو د ځان‌وژنې لږترلږه ۱۰ پېښې شوې وې.

اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او رواني فشارونه د دغسې پېښو لوی لاملونه بلل کېږي.

د ځوانانو د ځان‌وژنې د پېښو له زیاتوالي سره جوخت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و، چې طالبانو په خوست کې ملایانو ته سپارښتنه کړې چې د ځان‌وژونکو د جنازو امامت ونه‌کړي او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي ونه‌ښيي.