د سالنګ او کابل-جلالاباد لارې د ترافیکو پرمخ تړلې دي، خو د کابل-کندهار لار پرانیستل شوه

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د سېشنبې په ورځ (د وري ۱۸مه) وایي، چې د سالنګونو او کابل-جلالاباد لویې لارې لا هم د ترافیکو پرمخ تړلې دي، خو د کابل-کندهار لویه لار بېرته پرانیستل شوې ده.
