ټایمز ورځپاڼه: د استخباراتي ارزونو لهمخې مجتبی خامنهیي په قُم کې په کوما حالت کې دی

د برېتانیا ټایمز ورځپاڼې د امریکا او اسراییل د استخباراتي ارزونو پر بنسټ راپور ورکړی، چې مجتبی خامنهيي د علي خامنهيي پر استوګنځي له برید وروسته سخت ټپي شوی او اوس په کوما حالت کې دی.
د راپور لهمخې، دغه ارزونې په ډیپلوماټیکو یادښتونو کې هم ثبت شوې دي او د خلیج فارس له یو شمېر هېوادونو سره شریکې شوې دي.
ټایمز زیاتوي، چې مجتبی خامنهیي دا مهال د قُم په یوه روغتون کې بستري دی او د چارو د سمبالولو وړتیا نهلري.
