د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې نن سې شنبه، د وري پر ۱۸مه وویل، چې په کابل کې د ماینونو له خطرونو د پوهاوي او د ماین پاکۍ په چارو کې د همکارۍ نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال محمد نعیم ویلي، چې لاتروسه په افغانستان کې ماینونه او ناچاوده توکي ستره ستونزه ده او ۷۵ سلنه قربانیان یې ماشومان دي.
محمد نعیم ویلي، چې د ماین پاکۍ په برخو کې د ملګرو ملتونو اړوندو او نړیوالو سازمانونو پر ارزښت پوهیږي او په دې برخه کې طالبان دوی ته د ګډ تعامل ډاډ ور کوي.
د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي ویلي، چې دا ورځ یو فرصت دی چې د نړۍ له هېوادونو سره په همغږۍ د ماینونو اغېزې راکمې شي.
نوموړي ماینونه او ناچاوده توکي د بشریت پټ دښمن وبلل او له نړیوالو او ملګرو ملتونو یې غوښتنه وکړه چې په پاکولو کې یې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اغلې جورجت دې غونډې ته وویل، چې ماشومان د ماینونو او ناچاودو توکو تر ټولو ډېر قربانیان دي او د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغو سیمو د پاکولو او د سولې د ټینګښت پر اهمیت ټینګار کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د ماینپاکۍ برخې رییس نیکولاس سټیفن پانډ، وویل چې ۹۰ سلنه تلفات د ناچاوده توکو او پرېښودل شویو وسلو له امله دي، چې له ۴۰ کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې پاتې دي.
د طالبانو تر واک لاندې له طبیعي پېښو سره مبارزې لپاره د چمتووالي ادارې د شمېرو له مخې، په تېر یو کال کې ۹۴ کیلومتره په ماینونو او ناچاوده توکو ککړې سیمې پاکې شوې دي او د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام په ۲۳ ولایتونو او ۸۲ ولسوالیو کې فعالیت کوي او دغه راز دا پروګرام په ټول هېواد کې په ۱۰ پروژو کې د ماین پارکۍ له ۱۵۵ ډلو سره په کار بوخت دی.