امریکا د جنګي جرمونو له تورونو د تېښتې لپاره د ایران د اهدافو نوملړ کې بدلون راوستی

پولیټیکو خبر ورکړی چې پنټاګون په ایران کې د خپلو پوځي اهدافو نوملړ ته د داسې ګډو تاسیساتو په ورزیاتولو کار پیل کړی، چې ملکي او پوځي دواړو برخو ته انرژي رسوي. د راپور لهمخې، امریکا غواړي پر بنسټیزو زېربناوو د احتمالي برید په صورت کې ځان د جنګي جرمونو له تورونو وژغوري.
