په چمن کې پرلت کوونکي: د لارې د بندېدو له امله ۱۰۰ زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي

د چمن ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، د چمن-سپین بولدک لاره له څو میاشتو راهیسې د عامه تګراتګ او سوداګرۍ پر مخ تړلې ده او یوازې افغان کډوال له دې لارې هېواد ته ستنېږي. د دې ستونزې له امله د تېرې میاشتې له ۲۸مې راهیسې د چمن اوسېدونکو او سوداګرو پرلت کړی دی.
