• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هوا پوهنې ادارې په ۲۱ولایتونو کې د شدید باران، تېزو بادونو او سېلابونو اټکل کړی

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې خبر ورکړی، چې د هېواد په ۲۱ولایتونو کې د روانې وري میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې د شدیدو بارانونو، تېزو بادونو، تالنده برېښنا او د سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی. همدا راز ویل شوي چې په مرکزي او سویل ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو د پېښېدو اټکل هم شوی دی.

خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې د سالنګونو په ګډون په یخو او لوړو پرتو سیمو کې د واورې ورېدو احتمال هم شته دی. د باران اټکل کې نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، غور، هرات، بادغیس، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونه شامل دي.

د طالبانو د هوا پوهنې اداره داسې مهال دا خبرداري ورکوي چې له تېرې اونۍ راهیسې په افغانستان کې سخت بارانونه او پراخ سېلابونه روان دي چې له کبله یې لسګونه کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپیان دي. همدا راز تر ۵زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي او لسګونه زره کرنیزه ځمکه هم له‌منځه تللې ده.

دغو بارانونو د هېواد په ګوډ ګوډ کې د خلکو بشري وضعیت لا پسې بحراني کړی او د ملګرو ملتونو ملتونو په ګډون پر کابل واکمن طالبان نه دي توانیدلي چې اغېزمنو کورنیو سره لازمې مرستې او همکارۍ وکړي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

۵

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

•
•
•

نور کیسې

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۲۲ کسان مړه شوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۲۲ کسان مړه شوي
100%

د طالبانو په ولکه کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ملي ادارې اعلان کړی، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په هېواد کې د سختو بارانونو او زورورو سیلابونو راوتلو له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې طالب ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې د دغو پېښو له امله شاوخوا ۲۵۰ کورونه هم په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

د نوموړي په وینا، دا پېښې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې رامنځته شوې دي، چې په کې کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، پکتیا، پکتیکا، میدان‌وردګ، زابل، هرات، نیمروز، فراه، غور، بادغیس، بلخ، سمنګان، جوزجان او فاریاب شامل دي.

تر دې وړاندې، طالبانو د دوشنبې په ورځ اعلان کړی و چې په ټول هېواد کې د سیلابونو او زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۱۰کسانو ته رسېدلی او تر ۱۶۰زیات نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي چې وروستیو طبیعي پېښو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او د زیانمنو سیمو د ارزونې او مرستو رسولو هڅې روانې دي.

ملګرو ملتونو د افغانستان په مرکزي او ختیځو سیمو کې د سختو ورښتونو خبرداری ورکړی

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۱
ملګرو ملتونو د افغانستان په مرکزي او ختیځو سیمو کې د سختو ورښتونو خبرداری ورکړی
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، چې په افغانستان کې پراخ بارانونه دوام لري او ښايي مرکزي، ختیځ او سوېل ختیځې سیمې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې له سختو ورښتونو سره مخ شي.

دغه ادارې د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې که څه هم بارانونه د کرنیزو حاصلاتو لپاره ګټور دي، خو شدید ورښتونه کولی شي په ښاري او کلیوالي سیمو کې د سېلابونو ګواښزیات کړي او کروندې، زیربناوې او د خلکو د ژوند سرچینې زیانمنې کړي.

د ایف ای او په وینا، له معمول څخه ټیټې تودوخې او په لوړو سیمو کې د صفر درجې څخه ښکته وضعیت د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ لپاره ستونزې زیاتوي. همدارنګه، د هېواد په ځینو شمال ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د حاصلاتو د کنګل کېدو خطر هم شته.

بل لور ته، د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې هم ویلي چې په ۳۲ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو احتمال شته. د دې وړاندوینې له مخې، د سې‌شنبې په ورځ (د وري ۱۸) به د فراه او نیمروز پرته په نورو ټولو ولایتونو کې باران وشي.

یادې ادارې د ۵۰تر ۸۵کیلومتره په ساعت چټکو بادونو، په سړو او غرنیو سیمو کې د واورې ورېدو او د ۱۰تر ۶۵میلی‌متره پورې د ورښت اټکل هم کړی دی.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې په دې موده کې ۹۹کسان مړه او ۱۵۴نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، ۹۵۵کورونه په بشپړه توګه او نږدې څلور زره نور په نسبي ډول ویجاړ شوي او سېلابونو سلګونه کیلومتره سړکونه او کرنیزې ځمکې هم له منځه وړي دي.

طالبان: د افغانستان چاپېریال د تپل شویو جګړو او اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن شوی

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۸ GMT+۱
طالبان: د افغانستان چاپېریال د تپل شویو جګړو او اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن شوی
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر د کابل په قرغې کې د ۲ زره نیالګیو کېنولو په مراسمو کې وویل، چې د افغانستان چاپېریال د تپل شویو جګړو او اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن شوی او په وینا یې، د ځمکې د ابادۍ لپاره تر ټولو اسانه لار د نیالګیو کېنول او د ځنګلونو بیا احیاء کول دي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارط مشر مطیع‌الحق خالص په دې مراسمو کې چې د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) جوړ شوي وو وویل: «زموږ کړنې باید د چاپېریال د ککړتیا لامل نه‌شي، په هېواد کې صنعتي او اقتصادي کړنې او پرمختګونه باید د چاپېریالي اصولو مطابق ترسره شي».

د چاپېریال ساتنې ادارې په خپرپاڼه کې راغلي، چې په مراسمو کې د طالبانو د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ له کابل مېشتو وغوښتل چې هر یو باید یو- یو نیالګی کېنوي، ساتنه او پالنه یې هم وکړي، څو ښار سمسور شي.

افغانستان په اقلیمي بدلون هېڅ راز ونډه نه‌لري، خو له دغې ښکارندې ډېر اغېزمن دی او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په دې برخه کې د نړۍوالو مرستې او همداراز کېدونکې مرستې ځنډول شوي او طالبان د چاپېریال ساتنې اړوندو ډېریو نړۍوالو غونډو ته نه بلل کېږي.

په هرات کې د سختو ورښتونو او توپانونو له امله د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱
په هرات کې د سختو ورښتونو او توپانونو له امله د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې
100%

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د هرات ولایت لپاره له ترکمنستان څخه واردېدونکې برېښنا د سختو بارانونو او توپانونو له امله پرې شوې ده.

د هرات د طالبانو والي ویاند، محمد یوسف سعیدي، د یکشنبې په ماښام (د وري۱۶مه) وویل چې د بغرچر بند په سیمه کې د تخنیکي ستونزې له امله وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

د نوموړي په وینا، تر دې مخکې هم په همدې سیمه کې د واورې او باران ورښتونو له سختو توپانونو سره یوځای د برېښنا ستنې زیانمنې کړې وې، چې له امله یې په دې ولایت کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا څو ځله پرې شوې وه.

بلخوا، د هرات اوسېدونکي تل د برېښنا د پرله‌پسې پرې کېدو څخه شکایت کوي او وایي چې دغه ستونزې یې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی او سوداګریز فعالیتونه یې هم سخت اغېزمن کړي دي.

د ورښتونو، سېلابونو او کورونو د نړېدو په پایله کې ۱۳ کسان مړه او ۱۳ ټپیان شوي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱
 د ورښتونو، سېلابونو او کورونو د نړېدو په پایله کې ۱۳ کسان مړه او ۱۳ ټپیان شوي
100%

د طالبانو د پېښو پړ وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او د کورونو نړېدو په پایله کې ۱۳ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې طبیعي پېښو له امله یاده مرګ‌ژوبله په کابل، پروان، کاپیسا، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هرات، نیمروز، غور، بادغیس، سمنکان، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د ځاني زیان ترڅنګ ۱۵۷ کورونه په بشپړ ډول، ۱۲۹۳ کورونه په نسبي ډول او ۱۸ کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

طالبانو ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو ۱۰ ورځو کې د بارانونو، سېلابونو، زلزلې او غره ښوېېدنې په پایله کې ۹۹ کسان مړه شوي او ۱۵۴ کسان ټپیان دي.