اوچا: د طالبانو او پاکستان د شخړو له امله شاوخوا ۹۴۰ زره کسان بېځایه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د فبرورۍ د میاشتې په پای کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د زیاتېدو په نتیجه کې شاوخوا ۹۴۰زره کسان، چې شاوخوا ۱۳،۴۰۰ کورنۍ کېږي، اړ شوي چې خپل کورونه پریږدي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، بېځایه شوي کسان په پنځو ولایتونو کې ژوند کاوه، چې په کې خوست، کنړ، ننګرهار، پکتیا او پکتیکا شامل دي. تر ټولو زیات بېځایه شوي کسان په خوست کې ثبت شوي، چې شاوخوا ۲۶،۲۰۰تنو خپل کورونه پرېښي دي.
اوچا همداراز راپور ورکړی، چې د نورستان ولایت په ځينو ولسوالیو کېشاوخوا ۱۰۰،۰۰۰تنه د بشري مرستو له لاسرسي محروم پاتې شوي، ځکه یوازینۍ لاره د ترور او حملو په هدف بدله شوې ده.
په دې شخړو کې لږ تر لږه ۲۵روغتیایي مرکزونه او ۴۱ښوونځي په کابل او نورو برخو کې زیانمن شوي یا تړل شوي، او تر ۳۴۵پورې کورونه بشپړ یا جزوي تخریب شوي دي.
د راپورونو له مخې، شخړې د فبرورۍ په ۲۶مه د طالبانواو پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه بیا پیل شوې. د طالبانو چارواکو ویلي چې دا عملیات د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.
