طالبانو د کابل له اوسېدونکو غوښتي چې د کابل سیند ته د کثافاتو له غورځولو ډډه وکړي

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ په یوې خپره کړې اعلامیه کې له کابل ښاریانو غوښتي، چې کابل سیند کې د کثافاتو او خځلو له غورځولو ډډه وکړي.
په دغه اعلامیه کې چې د وري میاشتې په ۱۸مه خپره شوې، ویل شوي چې د وروستیو ورښتونو له امله سیند له کثافاتو پاک شوی او ښاروالۍ د خځلو غورځول یوه ښاري سرغړونه بللې ده.
یاده دې وي، چې کابل سیند د وروستیو پراخو ورښتونو له امله له اوږدې مودې وروسته له اوبو ډک شوی او د ښار بڼې ته یې طبیعي ښکلا ورکړې ده.
