الجزیره: ټرمپ ښايي د ایران پر ضد عملیات د یوې احتمالي هوکړې په صورت کې وځنډوي

الجزیرې د یوې امریکایي رسنۍ د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ښايي له ایران سره د یوې هوکړې د رامنځته کېدو د رښتینو نښو په لیدو سره هغه پوځي عملیات وځنډوي، چې ټاکل شوې د سېشنبې په ورځ د ایران د بنسټیزو تاسیساتو پر ضد پیل شي.
د راپور لهمخې، ټرمپ په یوې خبري غونډه کې ایران ته خبرداری ورکړی چې تر سېشنبې پورې باید یوې هوکړې ته ورسېږي، که نه له جدي پایلو سره به مخ شي.
نوموړي په همدې غونډه کې زیاته کړې، چې «په یوه شپه کې ټول هېواد ویجاړېدای شي» او دا شپه ښايي د سېشنبې شپه وي.
