• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له اوربند وروسته ایران پر څلورو عربي هېوادونو بریدونه کړي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۵۱ GMT+۱

د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اونیز اوربند له اعلان وروسته، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، کویټ او بحرین ویلي، چې ایران پرې توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي. په دغو بریدونو کې ځینو تاسیساتو ته زیان اوښتی او یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

د عربي متحده اماراتو د دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونو د ایران توغول شوي توغندي او ډرون الوتکې په نښه کړې دي. خو د حبشان ګازو په کمپلکس کې د توغندي د پاتې شونو د لوېدو له امله اورلګېدلی او فعالیتونه یې درېدلي دي.

عربي متحده اماراتو په دغو بریدونو کې د دوو اماراتي او یوه هندي وګړي د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

همدارنګه کویټ هم منلې، چې د ایران اسلامی جمهوریت ۲۸ ډرون الوتکې یې په نښه کړې دي.

د کویټ پوځ ویلي، چې ځینو ډرون الوتکو د دغه هېواد، تېلو، برېښنا او د اوبو د تصفیې مرکزونه په نښه کړي او جدي زیانونه یې ور اړولي دي.

د امریکا او ایران ترمنځ له اوربند وروسته، بحرین هم د ایران په ورته بریدونو کې د دوه وګړو د ټپي کېدو او یو شمېر کورونو د زیانمن کېدو راپور ورکړی دی.

په ورته مهال سعودي عربستان هم ویلي، چې په تېرو څو ساعتونو کې یې د ایران ۹ ډرون الوتکي له منځه وړې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف: ایران په اسلام‌اباد کې له امریکا سره په خبرو اترو کې ګډون کوي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۹ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني خبرو کې روانه اونۍ په اسلام‌اباد کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو د کوربه‌توب خبر ورکړی.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې شهباز شریف او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اوربند د پرمختګونو او سیمه‌ییز ثبات په اړه ۴۵ دقیقې ټلیفوني خبرې کړې دي.

شهباز شریف د ایران له‌خوا د اوربند د وړاندیز منل ستایلي دي.

د شهباز شریف دفتر ویلي، پزشکیان تاییده کړې چې ایران به له امریکا سره د اسلام‌اباد په کوربه‌توب مذاکراتو کې ګډون وکړي.

د امریکا د کډوالۍ ادارې په هوايي ډګرونو کې ۸۰۰ بې‌اسناده پناه غوښتونکي نیولي دي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۴ GMT+۱

رویټرز راپور ورکړی، د ټرمپ د ولسمشرۍ له پیل راهیسې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې د هوایي ډګر د امنیتي چارواکو د وړکړل شویو معلوماتو پر بنسټ تر ۸۰۰ ډېر کسان نیولي دي. تر دې مخکې د امریکا د ترانسپورټ امنیت ادارې د څه باندې ۳۱زره مساپرو معلومات د کډوالۍ ادارې ته سپارلي وو.

د امریکا د ترانسپورټ امنیت ادارې له ۲۰۰۷کال راهیسې د «خوندي الوتنې» په نوم یو پروګرام جوړ کړی، چې له مخې یې د هغو مساپرو معلومات د کډوالۍ ادارې ته ورکوي چې ښايي د امریکا د حکومت د څار په نوملړونو کې شامل وي. دغه پروګرام د ترهګرۍ پر وړاندې د اقدام په توګه طرحه شوی دی.

د دې ترڅنګ د کورني امنیت وزارت تر چتر لاندې د کډوالۍ او د ترانسپورټ امنیت ادارو معمولا د ملي امنیت له ګواښونو سره تړلي معلومات شریکوي. خو د ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیل راهیسې د ناقانونه کډوالو پر نیولو ډېر تمرکز شوی دی.

د تېرې فبرورۍ له نیمایي راهیسې د امریکا هوایي ډګرونه او د کډوالۍ سیاستونو پلي کول د دغه هېواد د دوو اصلي ګوندونو ترمنځ د شخړې موضوع ګرځېدلې ده. ډیموکراټانو د کډوالۍ ادارې لپاره د اضافي بودجې له تصویب څخه ملاتړ نه‌دی کړی، ځکه د دوی په وینا دغه بودجه د کډوالو د ځورولو او نیولو لپاره کارول کېږي.

دغه خنډ د دې لامل شوی، چې د کورني امنیت وزارت د بودجې لایحه بنده پاتې شي؛ خو ټرمپ د همدې کال په مارچ میاشت کې د امریکا د کډوالۍ ادارې افسران له دولسو څخه زیاتو هوايي ډګرونو ته د امنیتي څېړنو لپاره ولېږل.

ډیموکراټانو پر دغه اقدام نیوکه کړې او د ټرمپ له حکومت څخه یې غوښتي، چې دغه افسران له هوايي ډګرونو وباسي. د امریکا د استازو جرګې له ۴۰ څخه زیاتو ډیموکراټ غړو تېره اوونۍ په یوه لیک کې د کورني امنیت وزیر مارک وین مولین ته لیکلي، چې د کډوالۍ ادارې افسران به «د مساپرو ترمنځ د ګډوډۍ او وېرې لامل شي».

ایران د امریکا له مشروط اوربند سره هوکړه وکړه

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱

د ایران د ملي امنیت عالي شورا په یوه اعلامیه کې د ډونالډ ټرمپ د دوو اوونیو اوربند هوکړه تایید کړې چې د پاکستان په منځګړیتوب ترسره شوې ده. یادې شورا ویلي چې دایمي هوکړې ته د رسېدو لپاره به خبرې اترې په اسلام‌اباد کې د تهران د لسو مادو د طرحې پر بنسټ ترسره شي.

په همدې حال کې سي‌اېن‌اېن د سپینې ماڼۍ د یوه رسمي چارواکي له قوله لیکلي چې اسراییل هم د ایران د حکومت او امریکا ترمنځ له لنډمهاله اوربند سره هوکړه کړې ده.

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی و چې د اوربند منل د «هرمز تنګي بشپړ، سمدستي او خوندي پرانیستل کېدو» پورې تړلي دي، په دې اعلامیه کې «د هرمز له تنګي څخه کنټرول شوی تګ راتګ د ایران د وسله‌والو ځواکونو په همغږۍ» د تهران د لس مادو په طرحه کې د یوه شرط په توګه یاد شوی دی.

د دې طرحې نور شرطونه دا دي: «د مقاومت د محور پر ټولو برخو د جګړې پای ته رسول، له سیمې څخه د امریکا د جګړه‌ییزو ځواکونو وتل له ټولو اډو او ځایونو څخه، په هرمز تنګي کې د خوندي تګ راتګ لپاره داسې کړنلاره جوړول چې د شوې هوکړې له مخې د ایران واکمني تضمین کړي، د ایران ټولو زیانونو بشپړ تاوان ورکول د ارزونو له مخې، د ټولو لومړنیو او ثانوي بندیزونو او د څارونکو شورا او امنیت شورا پرېکړه‌لیکونو لغوه کول، د ایران ټول کنګل شوي شتمنۍ او پانګې چې په بهر کې دي ازادول، او په پای کې په یوه الزامي پرېکړه لیک کې باید د دا ټول موارد د امنیت شورا له لوری تصویب شي».

په دې اعلامیه کې دا ټینګار هم شوی، چې د ایران اسلامي جمهوریت به د دوو اوونیو لپاره او «یوازې د منل شوو اصولو پر بنسټ» له امریکا سره په اسلام‌اباد کې خبرې وکړي، خو دا د «جګړې پای ته رسېدل نه دي».

په پای کې ویل شوي: «ایران به د جګړې پای ته رسېدل هغه وخت ومني چې د تهران د لس مادو په طرحه کې د ایران غوښتل شوي اصول ومنل شي او د هغو جزییات هم په وروستیو خبرو اترو کې نهايي شي».

ټرمپ وایي د راتلوکو دوو اونیو لپاره یې پر ایران بریدونه وځنډول

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ماښام د وري ۱۸مه نېټه اعلان وکړ، چې د پاکستان په غوښتنه یې د ایران پر وړاندې بمبارۍ او بریدونه د دوه اوونیو لپاره وځنډول شو. هغه زیاته کړه چې دا ځنډ به پر دې بنسټ مشروط وي چې ایران به د هُرمز تنګی بېرته پرانېزي.

ډونالډ ټرمپ پر تروټ سوشل خواله رسنۍ لیکلي، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او لوی درستیز عاصم منیر سره یې خبرې وکړې. ټرمپ وویل چې پاکستان د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړي په توګه عمل کړی او غوښتنه یې کړې چې د اسلامي جمهوریت سره په جګړه کې دوه اوونۍ اوربند رامنځته شي.

هغه څرګنده کړه: «د لومړي وزیر شهباز شریف او فیلډ مارشال عاصم منیر سره د خبرو پر بنسټ چې غوښتنه یې وکړه باید د ایران پر وړاندې ویجاړوونکي بریدونه ودروم، پرېکړه وکړه چې د ایران پر وړاندې بمبارۍ او بریدونه د دوه اوونیو لپاره وځنډول شي، په دې شرط چې ایران په بشپړ، سملاسي او خوندي ډول د هُرمز تنګي پرانېستلو باندې راضي شي».

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې دا اوربند دوه اړخیز دی او دواړه خواوې یې باید مراعت کړي. ټرمپ همدارنګه زیاته کړه چې امریکا د اسلامي جمهوریت له خوا د لسو مادو یو وړاندیز ترلاسه کړی او دا یې د راتلونکو مذاکراتو لپاره د منلو وړ بنسټ ګڼلی دی.

ازبکي رسنۍ: د ازبکستان سرحدي ځواکونه له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۱

ازبکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد سرحدي ځواکونو د افغانستان سره په پوله کې د ۱۰کیلوګرامو نشه‌يي توکو، چې تریاک او چرس په کې شامل و، د قاچاق مخه نیولې ده.

د ازبکستان د امنیتي خدمتونو ادارې په وینا، دا قاچاق شوې محموله د سرخان‌دریا په ولایت کې د غیرقانوني تېرېدو پر مهال د امو سیند څخه کشف او ضبط شوې ده.

راپور زیاتوي، چې په دې قضیه کې درې کسان هم نیول شوي، چې هڅه یې کوله د موټر د تیوبونو په کارولو سره نشه‌يي توکي له افغانستان څخه ازبکستان ته ولېږدوي. د چارواکو په وینا، د دغو کسانو څخه شاوخوا ۲.۷کیلوګرام تریاک او له ۸کیلوګرامو څخه زیات چرس ترلاسه شوي دي. ویل کېږي چې له دغه کسان سره ژمنه شوې وه چې د هر کیلوګرام د لېږد په بدل کې به ۲۰۰ امریکایي ډالر ورکړل شي.

د ازبکستان امنیتي خدماتو ادارېویلي چې په دې قضیو کې د جنايي دوسیو د پرانیستلو سره، نیول شوي کسان په توقیف کې دي او تحقیقات روان دي.

په تېرو دوه اوونیو کې، ازبکستان د افغانستان څخه د قاچاق شویو موادو لسګونه کیلوګرامه ضبط کړي دي، چې د هېواد پر سرحدي امنیت او د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې ټینګښت ښيي.