د پاکستان په پنجاب ایالت کې د سختو ورښتونو له امله درې کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د سختو ورښتونو او تېزو بادونو له امله درې کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. د پنجاب د ژغورنې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) ويلي، چې د یاد ایالت په بهکر ولسوالۍ کې د چت پرېوتو په دوو جلا پېښو کې یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
یادې ادارې ویلي، چې په خانيوال ولسوالۍ کې هم د یوه کور چت پرېوتو له امله دوه کسان ټپیان شوي دي. د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د پنجاب ایالت په تونسي ولسوالۍ کې بیا د ورښتونو له امله یو کس مړ او اووه نور ټپيان شوي دي. همداراز د ټوبه ټیک سنګ کې یو کس مړ شوی.
