د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تیز باران او سیلابونو وړاندوینه شوې

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې وايي، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نسبي ډېرو بارانونو، توپانونو، قوي بادونو او ناڅاپي سېلابونو د رامنځته کېدو احتمال شته.

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې وايي، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نسبي ډېرو بارانونو، توپانونو، قوي بادونو او ناڅاپي سېلابونو د رامنځته کېدو احتمال شته.
یادې ادارې زیاته کړې، جوزجان، فاریاب، سرپل، بادغیس، هرات، غور، دایکندي، بامیان، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، نورستان او کونړ اغیزمن ولایتونه دي.
په یادو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰څخه تر ۳۰مليمترو پورې اټکل شوې ده، چې په ځینو ځایونو کې ښايي د سېلابونو لامل شي.
همدا راز، په مرکزي او شمال لوېدیځو ولایتونو کې د ۵۰څخه تر ۷۵کیلومترو په ساعت پورې د تیزو بادونو د لګېدو امکان شته، چې د ونو د نړېدو او د زیانونو د پېښېدو خطر ورسره مل دی او په لوړو ارتفاعاتو او سړو سیمو کې د واورې د ورېدو احتمال هم شته.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو ۱۳ ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د بارانونو، واورو، سېلابونو، زلزلې، د کورونو د چتونو نړېدو او غره ښوېېدو په پایله کې ۱۴۷ کسان مړه شوي، ۲۱۶ ټپیان او ۸ تنه نور لادرکه دي.
طالبانو ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۹ کورونه په بشپړ ډول، ۶۳۷ کورونه په نسبي ډول او ۷۸ هټۍ په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د وري میاشتې له ۶مې نیټې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو په پایله کې د ځاني زیانونو ترڅنګ سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او سلګونه کیلومتره سړکونه هم زیانمن شوي دي.