د جوزجان-بلخ پر لویه لاره په یوې ترافیکي پېښه کې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي

په جوزجان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي وایي، چې تېره شپه د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا؛ دغه پېښه هغه مهال په چوغچي سیمه کې رامنځته شوه، چې یو «پاسو» ډوله موټر له یوه ټېلر سره ټکر شو.
